له افغانستانه وتل: امریکا نورې بم غورځوونکې او جنګي جیټ الوتکې هم د تیارسئ حالت کې ودرولې

عزم (جمعه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۰): د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین پرون پنجشنبه خبریالانو ته ویلي چې پنټاګان له افغانستانه د پاتې وتونکو بهرنیو ځواکونو د خوندیتابه لپاره یو شمېر نورې بم غورځوونکې او جنګي جیټ الوتکې د تیارسئ په حالت کې درولې دي.

اسټین خبریالانو ته ویلي چې انخلاء له پلان سره سمه روانه ده او تر دې دمه پر بهرنیانو باندې کوم مستقیم برید نه دی شوی دی.

د امریکايي پوځ لوی درستیز، مارک میلي، بیا ویلي چې د وتونکو عسکرو د دفاع لپاره شپږ B-52 بم غورځوونکو الوتکو او دوولس F-18 جنګي جیټ الوتکو ته د غیرمترقبه پېښو پر مهال د ملاتړ امر شوی دی. دا الوتکې په شمالي عربي بحیره کې د ولاړې USS Dight D Eisenhower بېړۍ مخکیني اعلان شوي پېکج ته ورزیاتې شوې، او بي-۵۲ الوتکې په قطر کې ولاړې دي. پر دې الوتکو به د اړتیا پر مهال د ملاتړ غږ کیږي.

میلي همداراز ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل راهیسې، طالبان هره ورځ د کابل حکومت پر ځواکونو د ۸۰ او ۱۲۰ ترمنځ بریدونه کوي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي چې دوی به د مالي ملاتړ ترڅنګ بیا هم د کابل حکومت ځواکونو ته په سیمه کې له خپلو بېسونو او بېړیو پوځي کومک ورکوي.

له طالبانو سره د هوکړې له مخې، امریکا اړه ده چې زرګونه قراردادیان هم وباسي. د کابل حکومت هوايي ځواکونه پر دې قراردادیانو باندې زیاته تکیه لري. مارک میلي ویلي، زموږ اراده دا ده چې افغان هوايي ځواک په فضا کې وساتل شي، او دا چې له هغوی سره د مراقبت دوامداره ملاتړ وشي.

س: AP – RFE/Rl

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button