”اروپايي متحدینو له امریکا له افغانستانه د وتلو د بهیر ورو کول غوښتي“

عزم (شنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۰): امریکایۍ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د مې په ۷مه لیکلي اروپايي متحدینو له متحده ایالتونو غوښتي چې له افغانستانه د عسکرو ایستلو په بهیر کې ځنډ راولي څو دوی ته د وتلو لپاره کافي وخت او ملاتړ ترلاسه شي.

ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې امریکا ښايي د خپلو متحدینو غوښتنې ته په ځواب کې له افغانستانه د عسکرو ایستل د دوو یا زیاتو اوونیو لپاره وځنډوي. ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې له افغانستانه انخلاء به د سپټمبر تر یوولسمې بشپړه شي، خو پوځي چارواکي وايي چې دوی د جولای میاشتې تر څلورمې انخلاء بشپړولای شي.

ورځپاڼه وايي، امریکا ویلي و چې دوی به د وتلو پر مهال له خپلو شریکانو سره لوژستیکي کومک کوي، خو ځینو هېوادونو څرګنده کړې چې دوی د اوړي تر پیله نشي وتلای او له امریکا یې غوښتي چې د جولای تر څلورمې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، د جولای لومړۍ زموږ هدف دی، خو پوهېږو چې ګڼ عوامل پر دې تقسیم الاوقات اغېز درلودلای شي.

یوه اروپايي چارواکي زیاته کړې چې جرمني او نورو هېوادونو له متحده ایالتونو غوښتنه کړې چې د جولای تر ۱۸مې خپل وتل وځنډوي.

وال سټریټ ژورنال په خپل راپور کې لیکلي ترکیې امریکا او ناټو ته ویلي چې دوی هم د کابل د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره وځي. ورځپاڼه وايي که ترکیه ووځي، نو ښايي بهرني هېوادونه په کابل کې حتی د کم شمېر ډيپلوماټانو په پرېښودو هم غور ته اړ شي ځکه چې په هوايي ډګر کې د نړیوالو ځواکونو له حضور پرته به د سفارتونو خلاص پرېښودل سخت وي.

ورځپاڼه لیکي، د اروپايي متحدینو تازه راپورته شویو اندېښنو متحده ایالتونو ته، چې له افغانستانه د ژر وتلو پلان لري، ننګونې زیاتې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: