اخترونه د اسلام یوه ښه ډالۍ

مولوي دوست محمد «حسني»

الله جل جلاله دنیا ته د انبیاوو او رسولانو د رالېږلو په سلسله کې خپل وروستی پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت سره مبعوث کړ، د ۲۳ کلونو په دوران کې یې خپل ستر کتاب قران کریم ورباندې نازل کړ او دغه امت یې په یو عظیم پیغمبر، عظیم کتاب او عظیم دین سره و نازاو.

دین اسلام د الله جل جلاله خوښ او مسلمانانو ته یې هم خوښ کړی دی، د اسلام سپیڅلی دین هغه دین دی چې د انسانانو د ژوند ټول اړخونه پکښې څرګند شوي دي، هغه که عقائد، عبادات، اخلاق، سیاست معاملات او یا نور څه وي.

د اسلام سپیڅلی دین کامل دین دی، مسلمانانو ته اړتیا نه پېښیږي چې له نورو ادیانو څخه کوم شی د خپل ځان لپاره کاپي کړي، د غم او خوښي دواړو لمانځل په اسلام کې بیان شوي دي.

په اسلام کې د اخترونو پس منظر:

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکي مکرمې څخه مدینې منورې ته لاړ، هلته یې د مدینې منورې اوسیدونکي ولیدل چې د نوروز په ورځ(د حمل لومړۍ نېټه) او د مهرجان(د میزان پر لومړۍ نېټه) به یې خوشحالي کوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې تاسو ولې په دغو دوو ورځو کې خوشحالي کوئ؟ هغوی په ځواب کې ورته وویل چې موږ به د جهالت په زمانه کې په همدغو دوو ورځو کې خوشحالي کوله اوس موږ د هغه عادت مطابق هغه دوې ورځې لمانځو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: الله جل جلاله تاسو ته د دغو دوو ورځو په بدل کې نورې دوې ورځې درکړې دي چې یوه یې د شوال لومړۍ ورځ او بله یې د ذوالحجې د میاشتې لسمه ده. یعنې کوچنی اختر او لوی اختر.

مسلمانان په همدغو ورځو کې د خوشحالي څرګندونه کوي، یو بل ته عفوه کوي، خیراتونه کوي، د ناروغانو او خپلو خپلوانو پوښتنه کوي، په مجوع کې دغه ورځې د اسلامي ورورولي د اظهاراتو یوه ښه موقع وي، الله تعالی دې ټولو مسلمانانو ته راتلونکی کوچنی اختر خوشحاله، سوکاله او له خوښیو ډک ولري. آمین.

۲۷/رمضان/۱۴۴۲هـ.ق
مطابق: ۹/۵/۲۰۲۱م

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button