ورځنی حدیث شریف: لیلة القدر

عن عائشة، قالت: کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یجاوز في العشر الأواخر من رمضان ویقول: «تحروا لیلة القدر في العشر الأواخر من رمضان».
صحیح البخاري

ژباړه: د عایشې رضي الله عنها نه روایت دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان په اخري لسو شپو کې کوښښ کاو او ویل به یې لیلة القدر د رمضان په وروستیو لسو شپو کې ولټوئ.

شرحه: لیلة القدر ته ځکه لیلة القدر وايي، چې په دې کې د رزقونو او مرګونو نېټې اندازه کیږي، یا ورته قدر د عظمت په وجه وايي، یعنې قدر یوه معنی شرف او عزت او عظمت ده.
ابوبکر رضي الله عنه وايي، چې دې شپې ته لیلة القدر ځکه وايي چې کوم سړي سره د دې شپې نه وړاندې د خپلې بې علمي له امله د ده هیڅ قدر او قیمت نه و په دې شپه کې د توبې او د استغفار او عبادت په ذریعه دی د قدر او شرف صاحب جوړیږي.
د قدر دوهمه معنی تقدیر او حکم هم راځي، د دې معنا په اعتبار سره د لیلة القدر ویلو وجه به دا وي چې په دې شپه کې د ټولو مخلوقاتو ازلي برخې، څه چې په تقدیر کې لیکل شوې، هغو ملائکو ته حواله کیږي کومې چې د کایناتو د تدبیر او د تنفیذ د امورو له پاره مامورې دي. دې کې د هر انسان د عمر، رزق، مرګ، باران او نورو شیانو مقدارونه مقرره ملائکې ولیکلي تر دې چې کوم کس ته په دې کال کې حج نصیب کیږي. هغه هم ولیکل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: