د اختر په رانیږدې کېدو سره په لویو ښارونو کې د توکو بیې لوړې شوې

عزم ( یکشنبه،۱۹غويي ۱۴۰۰): د لویو ښارونو او بازارونو اوسېدونکي وايي، چې د کوچني اختر په رانیږدې کېدلو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
دوی وايي: وچې میوې او ټول هغه خواږه توکي چې خلک یې اختر کې د شیریني او مبارکي ورکولو پر مهال استعمالوي، قیمتونه یې خورا لوړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نوره نړۍ کې د روژې میاشتې، ځانګړیو مراسمو او اخترونو پر مهال د خوراکي توکو بیې ډیرې کمیږي او په لویو سټالونو، مارکیټونو او مغازو کې د تخفیف او بیو کمولو اعلانونه کیږي.
په ورته وخت کې ښاریان وایي: له خوراکي توکو پرته د ځینو نورو موادو په بیو کې هم له ۱۰ تر ۴۰ سلنې زیاتوالی راغلی دی.
دوی وايي: حیران دي چې سوداګر او هټیوال ولې له خپلو هېوادوالو سره زیاتی کوي.
ښاریان په حکومت غږ کوي، چې د بیو د لوړوالي مخه ونیسي، څو غریب او بې وسه وګړي هم د اختر لمانځنۍ له پاره د اړتیا وړ توکي وپلوري.
بل لور ته د بېلا بېلو ولایتونو له هغې ډلې د کابل، ګردیزو جلال اباد، هرات، مزار شریف او کندوز ښاروالیو په ښارونو او بازارونو کې د بیو د کنټرول او څار له جدي هڅو خبر ورکړی.
چارواکو هم ویلي، چې: سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي او جزا به ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: