د اسټرالیاوي کرکټر تښتونکي ونیول شول

عزم ( یکشنبه،۱۹غويي ۱۴۰۰): که څه هم د هر ډول ورزشونو لوبغاړي په نړۍ کې پر امنه او خوندي ژوند لري؛ خو په حېرانونکي ډول د اسټرالیا پخوانی کرکټر سټوارټ مکګېل د یاد هېواد له خوندي ښار سیډني نه تښتول شوی و، چې اوس بېرته خوشې شوی دی.
د کرک انفو ویبپاڼې د راپور له مخې: سټوارټ مکګېل Stuart MacGill د اپریل په ۱۴مه له سیډني نه تښتول شوی و، چې وروسته بېرته ازاد شو.
د پولیسو رسنیو ته ویلي: د پېښې په تړاو یې ۴ کسان نیولی دي.
دوی زیاته کړې: سټوارټ مکګېل سرسري ټپي شوی هم دی؛ خو کوم ژور زخم نلري.
بل لور ته سټوارټ مکګېل سډني نیوز ورځپاڼې ته ویلي: نوموړی د ټوپک په زور موټر ته خېژول شوی او د پیسو غوښتنه ترې وشوه.
باید وویل شي چې سوکه توپ اچوونکی مکګېل اوسمهال ۵۰ کاله عمر لري. هغه د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې له پاره ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې ولوبېده او د توپ اچوونکو په درجه بندي کې ان تر ۲ مقامه ورسېده.
بل لور ته د نیو ساوت ویلز پولیس وايي: مشکوک کسان له دوو اونیو اوږدو څېړونو وروسته په سیډنې کې د څو ځایه چاپو پر مهال نیول شوي، چې له ډلې یې مګېل یو تن پېژندلی او اوس له هغوی څېړنې روانې دي.
هېره دې نه وي چې د وروستي ځل له پاره د نیوزلینډ کرکټر جیسي رایډرز تښتول شوی و او له هغه وروسته دا دوهمه پېښه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button