غزل: طالبان مو لکه ستوري دي رڼا به یې مني

دا ريښتني اتلان دي خامخا به یې مني
فاتحین دي فاتحین دي دا دنیا به یې مني

راوتلي دي د تورو ماښامونو له سینې
طالبان مو لکه ستوري دي رڼا به یې مني

په سَرو سره یې مات کړلو اشر د درست جهان
که نن نه وي نو تاریخه په سبا به یې مني

بډ وهلي یې لستوڼي ابادي ته د هیواد
دا پرهر پرهر اولس دي په دوا به یې مني

د امت د سر سړي دي وارثین د پیغمبر
شاګردان د ستر عمر دي علماء به یې مني

کوږ دستار لنډي پایڅې او پر اوږه باندې څادر
ملنګان حسان ضعيفه دي ښکلا به یې مني
حسان ضعيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button