میړني دي چې یادیږي (شهید جنرال شـودیږي خیل)

شهید جـرنیل (جنرال) شـودي خیل د وزیرستان د ستر ملي مبارز فـقیر ایپي میرزا علي خان د لښکر یو تکــړه او نامتو سپه سالار و. شهید ‍شودي خیل د شــمالی وزیرستان اوسیدونکی او داوړو قــبیلې همزوڼـــی ښاخ پورې اړه درلودله. د پلار نوم یی حــیات خیل و او د پلار تر مړینې وروسته هغه د خــپل کلي مشر وټـاکل شو. په کال ۱۹۲۹زیږدیز/میلادي یې په افغانستان کې د سقاو د زوی پر خلاف جګــړی کې د نادر خان ملاتړ وکړ. کله چی نادرشاه د هـغه زړورتیا ولیدله نو هغه ته یې د جنرالۍ رتبه ورکـــړه.
د فقیر ایپي د مبارزو په دوران کې هغه د داوړ قبیلې ځــوانان راټول کړل او د ملي مشر فقیر ایپي دلښــکرو سره یی یو ځـای کړل او د انګریزانو پر خلاف یې په ګـوریلایي جګړو کې ډیرې بــریاوې ترلاسه کړې. فقیـر ایپي د هغه د زړه ورتوب او میړانې نه ډیر خوښ شو. په کال ۱۹۴۰ زیږدیز کې یې فقیر ایپي ته بشپړ ډاډ ورکړ چې هغه به ورسره تر پایه د انګــریزانو پر خلاف د ده په مبارزو کې ملـګری وي.
کله چې انګــریزان خبر شول چې شــودي خیل په خپل کلي کې دی نو د پیـرنګیاتو مشر افسر سکاوټـس د خـټی کلی کلابند (محا صره) کړ خو د هغه ځای غازیانو د سکاوټــس سخته مـقابله وکړه او سکاوټــس یی پر شا وتمباوه. بیا سکاوټــس جنګي الوتکې را وغوښتې او ټول کلی یې بمـبار کړ چې له بده مرغه یو بم په کلي کي ولګید او غازي شودي خیل هم پکې شهید شو.
د شهید جنرال شودي خیل او د هیواد د خپلواکۍ د نورو اتلانو ارواګانې دې ښادي وي!
سیلاب مسید

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button