په هېواد کې د 4G انټرنېټ خدمتونه پراخېږي

عزم(یکشنبه، ۱۹، غويي ۱۴۰۰): د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره«اترا» وايي، په هېواد کې د 4G انټرنېټ خدمتونو برخه کې پانګونه کوي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې خدمتونو لپاره طرحه چمتو شوې ده او ډېر ژر به بولۍ ته وړاندې دي.«د فورجي خدمتونو د مزایدې په اړه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ترسره شي او همدا راز د مزایدې پروسې د حقوقي، تخنیکي او مالي شرایط برابر شوي. فورجي خدمتونه به په پیل کې د کابل په ګډون پینځه ستر ښارونه په ۱۸ میاشتو او په دویم پړاو کې به ۱۳ ولایتونه په ۲۴ میاشتو کې تر پوښښ لاندې راولي.»

د خبرپاڼې له مخې، د فورجي انټرنېټي خدمتونو د لاټونو او بولۍ د ارزونې، ګواښونو او ننګونو په اړه یې نړیوالو متخصصینو ته هم معلومات ورکړي دي.

په خبرپاڼه کې له ټولو پانګه‌والو غوښتنه شوې، چې تر راتلونکو ۶۰ ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه دې یادې ادارې ته وسپاري. «د مخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون د ۱۴مې مادې د (۱) او (۲) بند په اساس د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم اداره (اترا) دنده لري چې د فرېکونسۍ د تخصیص په مواردو کې د شپېته ورځې اعتبار لرونکې عامه خبرتیا په خپرولو سره مخته ولاړه شي. موږ د فورجي خدمتونو وړاندې کولو په هکله اکشنیرز یا داوطلبانو ته پالیسي جوړه کړې. په نږدې راتلوکي کې به بولۍ ترسره شي او له هغه وروسته به مخابراتي شرکتونه دې ته اړ شي چې د فورجي خدمتونه وړاندې کړي.»

اوسمهال په افغانستان کې ۱۲.۲ مېلیونه وګړي انټرنېټ ته لاسرسی لري، خو په هېواد کې د اڼترنېټ د ټیټ کیفیت او لوړې بیې څخه یې تل پېرودونکي شکایتونه کوي.

که څه هم په هېواد کې له دې وړاندې ځینو مخابراتي شبکو د فورجي خدمتونه پیل کړي، خو د انټرنېټ چټکوالی یې یو جي ته هم نه رسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: