طالبان: ټول شواهد ثابتوي،چې د داعش په نوم مرموزه ډله د ملي امنیت لوبیدونکې حربه ده

  عزم،دوشنبه،۲۰غویي۱۴۰۰): طالبانو په خپله اوونیزه سرمقاله کې د کابل د دشت برچي سیمه کې د د وړمې ورځې خونړي برید ته کتنه کړې او په دې هکله یې د ارګ د چارواکو دریځ او د داعش او ارګ ترمنځ پخوانۍ ملګرتیا یوځل بیا په ډاګه کړې ده.

طالبانو ویلي: «د انساني عقل حکم دا دی چې هیڅ واقعي مبارز خوځښت د کوچنیو ماشومانو په بې رحمانه قتل عام کې خپل هدف نه شي لټولای. دغسې دلخراشې صحنه سازۍ یوازې د استخباراتي لوبو برخه ګڼل کیدای شي او بس»

سرمقاله کې ویل شوي،« اوسنی برید چې ټولو افغان جهتونو محکوم او تقبیح کړی، د پړې ګوته یې د داعش خوا ته نیول کیږي. مګر د کابل ادارې چارواکي د دې په ځای چې د پیښې اصلي عامل داعش متهم کړي یا یې ملامت وبولي، ټول تمرکز یې په دې دی چې دا پیښه د اسلامي امارت مجاهدینو ته منسوبه کړي.»
طالبانو د ارګ لخوا هغې ادعا ته چې ګواکې دا برید طالبانو ترسره کړی، په غبرګون کې ویلي: هیڅوک به هم د کابل حکومت په اعلامیو او تقبیحي بیانیو کې د داعش کلمه پيدا نه کړي« دوی هڅه کړې چې د پیښې اصلي عامل ( داعش) تبرئه او د اسلامي امارت مجاهدین ورباندې بدنام کړي.»

سرمقاله وړاندې وایي: «د ارګ د چارواکو له دې چلند څخه ښکاري چې داعش اصلا د کابل ادارې هغه استخباراتي حربه ده چې غواړي د خپلو اهدافو لپاره یې وکاروي او د خپلو مخالفینو د ځپلو او بدنامولو کار ترې واخلي. »

سرمقاله کې هغو پراخو ولسي اعتراضونو او احتجاجونو یادونه شوې، چې څوکاله مخکې د اشرف غني پر وړاندې په کابل ښار کې واټونو ته راووتل، مګر په بې سابقې ډول په همدغو لاریون کوونکو چاودنې او وژونکي بریدونه پیل شول، چې مسؤلیت به یې د داعش په نامه نامعلومو خلکو قبلاوه.« ارګ وتوانید چې د هماغو مرموزو بریدونو په توسط ولسي احتجاجونه د تل لپاره خاموشه کړي، عامه ترهه خپره کړي او خپلو سیاسي مخالفینو ته دا خبره تفهیم کړي چې که چا د ارګ خلاف احتجاج یا مظاهره وکړه نو د دهمزنګ د لاریونوالو په شان به په ډلییز ډول ووژل شي.»

سرمقاله کې د ارګ او امریکایي مظالمو مخالفو علماء کرامو او سیاسي شنونکو وروستۍ مرموزې وژنې هم د استناد په توګه وړاندې شوي او زیاته شوې ده چې «په دې ډول ارګ خپل ګڼ شمیر مخالفین په فزیکي ډول حذف اونور ډیر یې په خاموشۍ او یا له هیواده په وتلو مجبور شول او ارګ د داعش د حربې په استعمال سره خپل هدف وړیا ترلاسه کړ.»

طالبانو د ارګ او داعش ترمنځ د ملګرتیا تیر شالید په کتو سره ویلي چې « دا ټول شواهد ثابتوي چې د داعش په نوم مرموزه ډله د کابل ادارې او په خاص ډول د ملي امنیت په لاس کې یوه لوبیدونکې حربه ده. ارګ یې د خپلو اهدافو لپاره استعمالوي. زړه بریښوونکې جنایات پرې ترسره کوي، تر څو عامه ذهنیت پرې مشغول او اسلامي امارت پرې متهم کړي»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button