د دروغو منزل لنډ وي!

خط اول

افغانستان ته د اشغالګرو له راتګ او افغان خاورې تر اشغال وروسته، د نورو ناوړه پدیدو ترڅنګ دروغ ویل هم رواج وګرځېدل. چون په نړۍ کې دروغ ویل د یو- بل د دوکه کولو لپاره اسعمالېږي، امریکا او متحدینو يې هم د افغان ملت د دوکه کولو په موخه په افغانانو کې رواج کړل.

دوی د دې لپاره چې په افغانستان باندې خپل ناروا او ظالمانه تېري ته مشروعیت ورکړي، کسان يې وګمارل ترڅو افغانانو ته دروغ ووايي او په دې توګه يې وغولوي. دلته ده چې په افغانستان کې ځينې وګړي د دورغ ویلو له لارې تغذیه کېږي او څومره چې زیات دروغ وايي او د افغان ملت په وړاندې سپکه ژبه کاروي، په همغه اندازه زیات مادي امتیازات ترلاسه کوي. دوی( امریکایان او داخلي ملګري يي) د دې لپاره چې په خپلو اهدافو کې بریالي و اوسي، په خپلو تبلیغاتو کې له دروغو څخه خورا په پراخه پيمانه استفاده کوي؛ حتی تر دې چې کابو هره وینا او خبره يې له دروغو مالامال وي.

که دوی دروغ ونه وايي امکان نه لري چې خپلو شومو اهدافو ته دې ورسېږي او خپله بقاء دې تضمین کړي. دوی تر ټولو ډېر دروغ د خپلو مخالفینو( طالبانو) په حق کې وايي او د دې لپاره چې طالبان په افغانستان کې منفور، د افغانانو باور پرې ختم او همدارنګه د دوی ډلې ته د نویو افرادو د ورجذبېدنې بهیر پېکه کړي، په وړاندې يې داسې دروغجن او زهرجن تبلیغات کوي چې بیخي ظالمانه او بربنډه بڼه لري.

په دې وروستیو کې چې امریکا او متحدینو يې د افغان خاورې د پرېښودلو هوډ کړی او په دې له افغانستان څخه یې د خپلو نظامیانو د ایستلو وروستۍ نېټه په ډاګه کړي، د کابل حکومت د خپلو مخالفینو په وړاندې خورا په پراخه پيمانه دروغجن تبلیغات پيل کړي. دوی دغه تبلیغات او دروغ په دې موخه زیات کړي، ترڅو وکولای شي له یوې خوا د افغان ملت او طالبانو ترمنځ باور پېکه و ختم کړي او له بلې خوا خپلو هغه عسکرو او منسوبینو ته مورال ورکړي، چې د دوی په لیکو کې جنګېږي. د کابل حکومت د عسکرو ټیټ مورال وروستیو بدلونونو نور هم کمزوری کړی دی، هره ورځ يې لسګونه کسان له طالبانو سره یو ځای کېږي.

دوی د رسنیو له لارې په دې موخه چې هم افغانانو او هم نړیوالو ته خپل زور وښيي او خپله کمزوري ترې پټه او د مقابل لورې مورال  ور کمزوری کړي، هره ورځ له خپله اړخه د پراخو عملیاتو د په لاره اچول کېدو او طالبانو ته د پراخې مرګ ژوبلې د ور اوښتو لاپې وهي. دوی په دې برخه کې د دروغو خپرول دومره زیات کړي چې حتی د ګټې و زیان تفکیک يې لا نشي کولای او دې ته يې هیڅ پام نشته چې یاد دروغ د دوی په ګټه دي که زیان؟ خو نه، دوی له دې کار څخه لاس اخیستونکې ځکه نه دي چې دوی فکر کوي همدا يې د بریا او بقاء یواځينۍ لاره ده. ځکه خو هره ورځ خیالي عملیاتونه کوي او طالبانو ته په خیالي توګه پراخ تلفات ور اړوي.

په همدې لړ کې د دفاع وزارت او د لوګر ولایتي چارواکو د فاتح کلنګاري په نوم د یوه تن مشهوره طالب د شهادت ادعا کړي وه او ویلي يي و چې د دوی په عملیاتو کې وژل شوی؛ خو هغه د دوی د تمې خلاف په یوه ويډیو کې ځان را څرګند کړی او د کابل- ګردېز پر لویه لاره ولاړ او د کابل حکومت چارواکو ته وايي چې په فیسبوکي ادعاوو او تبلیغاتو څه نه کېږي دلته راشئ چې سره معلومه يې کړو. د ویډیو له لارې د دغه طالب قومندان راڅرګندېدا د کابل حکومت هغه باور هم ختم کړل چې په لرې سیمو کې خلکو فکر کاوه چې ګواکې د کابل حکومت به په رښتیا هم طالبانو ته پراخ تلفات اړولي وي. دوی د خپلو دغه بې مودې دروغو له لارې خپل اصلیت افغانانو او خپلو هغه عسکرو ته وښود چې هره ورځ يې ملګري د طالبانو له لیکو سره یو ځای کېږي او د هغوی غېږې ته پناه ور وړي.  د یاد طالب قومندان له لورې د کابل حکومت د خپرو کړیو دروغو سپيناوي ثابته کړه، چې د کابل حکومت ټول چلاو په دروغو، خیالي عملیاتو او طالبانو ته د خیالي تلفاتو په ور اوښتلو دی؛ بله هیڅ لاسته راوړنه نه لري. هغه چې وايي د دروغو منزل لنډ او دروغ جن مختورن وي؛ همدغه چل په دوی هم شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: