سبا په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی

عزم(دوشنبه، ۲۰، غويي ۱۴۰۰): ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل او لوګر په وروستیو بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې له امله سبا سه شنبه«غويي ۲۱مه» په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې یو ویډیويي پیغام کې اشرف غني ویلي دي، چې د کابل او لوګر وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندي او د همدغو زده کوونکو د وژنې له امله سبا ملي ماتم اعلانوي. «د لوګر کې په برید کې د بې‌ګناه محصلینو او د کابل په برید کې د متعلمو نجونو د شهادت په درناوي د سه شنبې ورځ ملي ماتم اعلانوي.»

اشرف غني همدارنګه په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي، سبا ته به د ارګ په جومات، د هېواد په ولایتونو او له هېواد څخه د باندې په سیاسي نماینده‌ګیو کې د دغو پېښو کې وژل شوو کسانو ته به دعاوې کېږي.

اشرف غني ویلي، خپلو مرستیالانو ته یې دنده سپارلې چې د قربانیانو له کورنۍ سره نقدي مرستې وکړي او د کابل په برید کې د نجونو د زیانمن شوي «سید الشهدا»‌ ښوونځي‌ د ژر تر ژره رغېدو لارښوونه یې هم کړې ده.

نوموړي طالبانو ته د ګواښ په ژبه ویلي، چې له جګړې لاس واخلي، ګڼې وبه ځپل شي. «حکومت  د سولې لپاره ژمن دی.»

د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د «سیدالشهدا» د نجونو ښوونځي‌ ته نژدې چاودنه وشوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا شاوخوا ۵۰ تنه په کې وژل شوي او ۱۰۰ نور ژوبل دي. وایي ټول یې ملکي کسان دي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ په لوګر کې په محصلینو موټر بم برید وشو او شاوخوا ۲۵ کسان یې ووژل شو.

تر اوسه د دواړو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی دی.

که څه طالبانو د اختر په ورځو کې درې ورځنۍ اوربند اعلان کړی، خو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button