د اميرالمؤمنين د اختر مبارکۍ پيغام او يوه لنډه خاطره!

پرون ماسپښين له لمانځه وروسته د جومات دباندنۍ چوتره کې سره ناست وو. کليوالو د روژې، اختر او هوا حالاتو په اړه خبرې کولې، وروسته له عادت سره سم خبره ورور وروو د هېواد سياسي حالاتو ته ولاړه، خلکو رنګا رنګ تبصرې کولې.
يو حاجي صيب له يوه کونجه ما ته راغږ کړل: طالبانو د اختر په مناسبت اوربند اعلان کړ، که نه؟ او رښتيا د طالبانو د ملا صاحب اخوندزاده د اختر مبارکۍ پيغام خو به نه وي نشر سوی؟
مال نه، د اوربند په اړه خو يې لا تر اوسه څه نه دي ويلي، خو هر اختر کې په پټه خوله اوربند وي او د اختر مبارکي پيغام خو به يې کېدای شي نشر کړی وي، اوازه وه چې نن لس بجې نشر کيږي، زه به يې وګورم…!
ټولو کليوالو په يوه خوله وويل: ته يې وګوره، چې څه يې ويلي؟
موبايل مې خلاص کړ، ټويټر ته ورغلم، دوهم ـــ دريم پوسټ کې مې د اميرالمؤمنين حفظه الله د اختر مبارکۍ پيغام وليد؛ چې په ويډيويي بڼه ښاغلي مولوي صاحب احمدالله وثيق لوستی ؤ.
د انټرنيټ سګنلو هم ياري وکړه او ټول پيغام مو واوريد، خلکو ډېر په شوق غوږ ورته نيولی ؤ، آن چا ټوخل هم نه.
کله چې پيغام خلاص شو، خلکو پرې تبصرې پيل کړې.
عموماً؛ ټولو د اميرالمؤمنين حفظه الله پيغام وستايه او هېواد ته يې په ګډه د دعا لاسونه لپه کړل.
يو حاجي صيب وويل: ياره! زه خو ډېر ډېر ډاډه شوم، ملا صاحب اخندزاده ډېر ښه او ډاډمن پيغام نشر کړی، ان شاء الله نور به حالات نه خرابيږي، خدای دې ژر دغه د کفارو سپي هم ورسره ورک کړي؛ چې زياتي مو د شهيدانو ارمانونه پوره شي.
يوه بل مشر وويل: مخکې هم څو ځله کفارو پر افغانستان حمله وکړه، بيا شورويان راغلل او د خدای په فضل دلته يې داسې ماته وخوړه چې آن خپل حکومت يې هم پر خپل حال پاته نه شو، له غټ شوروي څخه وړه روسيه جوړه شوه، خو چا عبرت ترې وانخيست، دا ځل د دنيا ټول کفار په يو ځايي راغلل او حمله يې راباندې وکړه، د چا په خيال خاطر کې هم نه تېرېدل چې دوی به مات شي، خو د الله تعالی فيصلې بدلې وي؛ دا دی الحمدلله دوی هم مات شول! نو که دا ځل دلته زموږ خپل اسلامي حکومت جوړ شو او کفار ووتل، نو زما په نظر بيا به تر ډېره وخته بل هيڅوک پر افغانستان باندې د حملې لپاره زړه ښه نه کړي.
هاخوا يو بل سپين ږيري وويل: جار يې شم! څومره ښه پيغام يې نشر کړی، رښتينی مشر همداسې وي، ان د وچکاليو، غريبي او بې وزلي يادونه يې هم پکې کړې، خلک يې تشويق کړي چې يو له بل سره مرسته وکړي او خپله نوړۍ بل ته ورنيمه کړي. خدای دې بيا د طالبانو حکومت راولي، ډېر ښه مشران لرو!
د جومات مولوي صاحب په انجنير عبيدالله غږ کړ: انجنير صيب! دعا کوه چې خدای وطن ازاد کړي، ته به هم چېرته وظيفه تر لاسه کړې، ډېر افسوس دی چې يو انجنير او تعليم يافته سړی خلکو سره خټې کوي او له دومره تعليم وروسته هم د لاس په تڼاکو روزي ګټي! که د واسطې او رشوت خوري خبره نه وای او هر څوک د خپل لياقت او استعداد له مخې په يوه دنده ټاکل کېدلی، نو ته به ولې بې روزګاره وې؟
خدای دې وطن ازاد کړي، دا وطن هر چا ته ضرورت لري، دلته استادان په کار دي، ډاکترانو ته ضرورت شته، انجنيرانو ته ضرورت شته او همداسې نور هره برخه کې اړوندو مسلکي کسانو ته حاجت دی. دا وطن په شريکه ابادول غواړي. هر کار چې په اخلاص تر سره شي او وطن او مسلمانانو ته ترې فايده ورسيږي، عبادت دی.
انجنير عبيدالله په ډېرو ښو نومرو له پوهنتونه فارغ شو، خو ډېرې څپلۍ يې په دنده پسې زړې کړې، مګر دنده يې ونه مونده. هر ځای به يې د واسطو او رشوت له امله تش تور را رخصت کړ، بالآخره دلته نژدې مکتب کې په پنځه زره تنخوا معلم شو او پس له وخته يا خلکو سره خټې کوي، يا سنګ کاري کوي او يا هم کوهيانو کې کار کوي.
ښه شېبه ټولو کليوالو مجلس وکړ، خو د مجلس تر پايه مې د چا له خولې منفي خبره وانه ورېده، نو زه هم ډېر ډاډه او خوشحاله شوم. کله کله چې دغسې مجالسو او آزاده فضا کې د خلکو نظرونه واورېدل شي، نو معلوميږي چې لا تر اوسه زموږ په ولسونو کې د ايمان او ازادۍ قوي جذبې شته، خصوصاً له ښارونو لرې اطرافو کې خو الحمدلله بيخي د خلکو ذهنونه جوړ دي. د صليبيانو تبليغاتو چندان اغېز نه دی پرې کړی. اوس هم خلک د خپل کلي د امام خولې ته غوږ دي او هره خبره کې له خپل امام څخه د شريعت حکم پوښتي.
دا وطن د همدغو دينداره ولسونو دی، تر څو چې زموږ مساجد له لمونځ کوونکيو ډک وي او فيصله د علماء کرامو په لاس کې وي، هڅکله به صليبيان کامياب نه شي. دلته څوک د صليبيانو راډيو ګانو، تلويزيونونو او بيانونو ته غوږ نه نيسي، دلته لا هم د علماء کرامو خبره تر هر څه ارزښتمنه ده!
هغه محدود شمېر خلک چې اکثريت يې په ښارونو کې اوسي او د صليبيانو له فکري او کلتوري يرغل لاندې راغلي او د کفارو ړوند تقليد کوي، دغه ډول خلک په دغه متدين ولس کې هيڅ ځای او ريښه نه لري. دوی به يا سميږي او يا به ورکيږي. دا وطن د اسلام وطن دی، دلته فقط اسلام چليږي، دلته نه څوک کمونيزم مني، نه ديموکراسي، سيکولريستي، نشنلستي او نه نور باطل نظامونه.

د يو پاک او سوچه اسلامي نظام په هيله
عبدالرحمن سعيد
د روژې اته ويشتمه، ۱۴۴۲ه.ق کال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button