د اوسپنې پټلۍ اداره: د هېواد  له شته پټلیو سمه ساتنه کوو

عزم(سه شنبه، ۲۱، غويي ۱۴۰۰): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د هېواد له ټولو اوسپنیزو پټلیو سمه ساتنه کېږي او اوس یې د حیرتان ـ مزار شریف د اوسپنې د پټلۍ ساتنه د یوه ازبکستاني شرکت سره په ګډه همکارۍ ترسره کوي.

«د تاسیساتو خونديتوب، د انتقالاتو دوام، د امنیت ټینګیښت او د قطارونو لېږد ـ رالېږد لپاره د اوسپنې پټلۍ ساتنې یوه دوامداره او مهمه پروسه ده. له همدې امله، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د زیربنایي پروژو د پلي کولو ترڅنګ، تل هڅه کړې چې له شته امکاناتو، تجهیزاتو او تاسیساتو په غوره توګه ساتنه او څارنه وکړي. د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست، په ورځنۍ، اوونیزه او میاشتنۍ کچه د مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ له تمځایونو، پلچکونو، لوکوموتیفونو او واګونونه په منظمه توګه نظارت او ساتنه کوي.»

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مزار شریف د اوسپنې پټلۍ ریاست په هلو ځلو تر اوسه دغه پټلۍ سمه ساتل شوې ده.

«یاد ریاست، د (سوګدیاناترانس) ازبکستاني شرکت په همکارۍ سره په دوامدار توګه د دې اوسپنې پټلۍ له احتمالي نیمګړتیاوې او احتمالي زیانونه او د دمخابراتي سیستم (سیګنالیګ) څخه نظارت کوي او د هغوی مشکلاتو ته یې رسېده‌ګي کړې ده. د مزارشریف- حیرتان اوسپنې پټلۍ په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې بشپره او ګټې اخیستلو ته سپارل شوي وه او له هغې وخت وروسته د نړیوالو معیارونو سره سم ساتل شوې ده.»

د مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ اصلی کرښې ۷۵ کیلومتره او فرعی کرښې یې ۳۱ کیلومتره اوږدوالۍ لري، چې په مسیر یې د حیرتان، جیرتان، تازه امید، نایب آباد او مزارشریف عملیاتي او ترانزیتي تمځایونو کې قرار لري.

د اوسپنې یاده پټلۍ د ازبکستان اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته د منځنۍ آسیا سره نښلوي او د هېواد سوداګریزو او ترانزیتي لیږد رالیږد یوه له اصلی لارو څخه ده چې هره ورځ د سوداګریزې توکې په سلګونو لارۍ لیږدوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: