له چین سره د نښلېدونکي سړک چارې په چټکۍ روانې دي

عزم(سه شنبه، ۲۱، غويي ۱۴۰۰): د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، له چین سره د نښلېدونکې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه ۴۹ کیلومتره سړک چارې یوازې ۱۵ سلنه مخته تللي دي. «دا جغلي سړک چې ۴۹.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان ولایت د پامیر له بزهای ګُنبد خورد سیمې څخه پیل او د واخان ولسوالۍ تر پای پورې چې کابو د چین هېواد سرحدي نقطې ته رسېږي غځېدلی، د دې سړک رغنیزې چارې ۱۵ سلنه بشپړ شوې دي.»

یاد سړک چې د افغانستان دولت له راتلونکي پلان سره سم د واخان کوريډور برخه جوړوي پر مټ به يې افغانستان د سیمه ییز نښلون اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې کړي.

واخان د بدخشان یوه غرنۍ ولسوالي ده چې وړاندې تر دې پکې پر یاد لوري د موټرو د تګ راتګ لپاره لار نه وه خو ټولګټو وزارت اوس مهال پکې جغلي لار جوړوي تر څو له چین هېواد سره د نښلېدونکي اسفالټي سړک لپاره بنسټ شي.

دا جغلي سړک چې پرمټ به یې افغانستان او چین هیوادونه سره ونښلي، د څه باندې ۳۶۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له خوا له ۲۲ سیمه ییزو شوراګانو سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

واخان ولسوالۍ د بدخشان په لوړو څنډو کې پرته ده چې د حوا حالت یې د هیواد له نورو سیمو سره توپیر لري او له همدې کبله یې په ځینو سیمو کې چې سړه هوا او واوره لري کاري چارې ځنډنۍ خو په ځينو نورو کې چې هوا پکې متعدله ده کار جریان لري.

واخان کورېډور به نه یوازې د چین او افغانستان تر منځ لنډه لار وي چې خام مواد او تولیدات به یې له لارې تبادله کیږي بلکې د واخان ملي پارک ته به هم د سیلانیانو په تګ راتګ کې مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: