سیرت النبي (۳۰ برخه): د مؤته سریه او د مکې فتحه

مؤته «۱» د شام د بلقاء ښار خوا و شا سیمه کې چې له بیت المقدس څخه دوه پړاوه لرې دی، د یو ځای نوم دی، دلته د مسلمانانو او رومیانو تر منځ لومړنی جنګ وشو، د دې لامل دا و چې: د روم پاچا د بصری حاکم عمرو بن شرجیل د رسول الله استازي حارث بن عمیر رضی الله عنه وواژه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د اتم هجري کال په نیمايي کې د صحابه کرامو رضی الله عنه دری زره کسیز لښکر د هغه په لور ولېږه، کله چې لښکر مؤته ته نژدې ورسېده؛ نو رومیانو ته خبر
ورسېده او یو نیم لک لښکر یې د مسلمانانو مقابلې ته راوست، له څو ورځو جګړې نه وروسته الله جل جلاله د کفارو یو نیم لک لښکر باندې د مسلمانانو رعب او ډار واچولو، چې هغوی له شاتګ نه پرته د نجات او خلاصون بله لاره نه درلوده. (تلخیص السیرة).
د مکې فتح
په حدیبه کې تړون ولیکل شو، مسلمانانو د خپل عادت سره سم په بشپړه توګه پر هغه عمل کولو. په اتم هجري کال قریشو ژمنه ماته کړه. نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو استازی ولېږه او قریشو ته د تړون د نوي کولو په موخه څو شرطونه وړاندې کړل او په پای کې یې ولیکل که دا شرطونه ونه منل شول؛ نو د حدیبې تړون مات شو. قریشو د تړون ماتول خوښ کړل.
لنډه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جهاد پوره چمتوالی پیل کړ، د هجرت په اتم کال د رمضان المبارک په لسمه نېټه د چهارشنبې په ورځ له مازدیګره وروسته له لس زره کسیز لښکر سره له مدینې منورې ووت، کدیدیه کې ماښام شو، نو روژه یې ماته کړه. مکې مکرمې ته ورسېده، خالد بن ولید رضی الله عنه یې د لښکر له یوې برخې سره ولېږه، چې د مکې له برنۍ خوا داخل او ورته ویې ویل چې: له تا سره څوک مقابله نه کوي، ته هم جګړه مه کوه. دلته له بل لوري رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله مکې ته ننوت او اعلان یې وکړ؛ څوک چې بیت الله ته ننوت هغه په امن دی. څوک چې د ابو سفیان رضی الله عنه کور ته داخل شو، هغوی خوندي دي. او چا چې د خپل کور دروازه ځان پسې بنده کړه، هغه مصؤن دی. البته یوولس نارینه او څلور ښځينه یې معاف نه کړل، چې دوی د هر ډول فتنو سرغنه وو خو دا ټول خواره واره شول، بیا له هغوی نه زیاتره، د مکې له فتحې وروسته مدینې منورې ته لاړل او مسلمانان شول.
د رمضان په شلمه د جمعې په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم طواف وکړ، تر دې مهاله د کعبې خوا و شا درې سوه او شپيته (۳۶۰) بوتان ایښي وو. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک لاس کې لکړه وه، د کوم بوت سره به چې تېرېده په هغه به یې اشاره ورته وکړه پړ مخې به رانسکور شو او دا ایات یې لوستلو: جاء الحق وزهق الباطل ان الباطل کان زهوقا. حق راغی، باطل لاړ، بېشکه باطل تلونکی دی.
د مکې له فتحې وروسته له قریشو سره د مسلمانانو چلند
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له طوافه وزګار شو، د کعبې منتظم عثمان بن طلحه شیبي څخه یې کیلي (کونجي) واخیستله، دننه لاړ، بهر چې ووت په مقام ابراهیم کې یې لمونځ وکړ. له لمانځه چې فارغ شو، په مسجد کې و، خلک دې ته سترګې وو، چې نن به د قریشو په اړه څه پرېکړه کوي؟ خو د عالم رحمت قریشو ته په وینا کې وویل: تاسو هر ډول ازاد او خوندي یاست! بیا یې د کعبې کیلي بیرته هغه ته وسپارلې. (تلخیص السیرة).
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اخلاق او د ابو سفیان رضی الله عنه اسلام راوړل
ابو سفیان رضی الله عنه چې تر دې وخته د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خلاف د قریشو تر ټولو ستر بیرغچي (علمبردار) او تقریباً د قریشو په ټولو جګړو کې هغه د لښکر مشر هم و. د مکې له فتحې مخکې د اسلامي لښکر د خبر اخیستلو لپاره له مکې مکرمې بهر ووت. صحابه کرامو رضی الله عنهم ونیو، کله چې ونیول شو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې حاضر کړل شو، نو له هغه لوري د بښنې حکم وشو، اغیز یې دا شو چې ابو سفیان رضی الله عنه سمدلاسه اسلام راوړ او اوس حضرت ابو سفیان رضی الله عنه ورته وایو. د مکې فتحې په مهال یوه ورځ بېوزله کس د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې حاضر شو، رحمت للعلمین ورته وویل: ودرېږه، ډاډه اوسه! زه کوم پاچا نه یم، د بېوزلې عامې کلیوالې ښځې زوی یم. د مکې له فتحې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم «۲» پنځلس ورځې مکه معظمه کې هستوګن و، په دې وخت کې انصار خپه شول لکه چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم دلته پاتې کیږي او له مونږه به لرې وي. خو کله چې هغه ته د دوی د سوچ خبر ورسېده، ورته ویې ویل: نه داسې نه ده! بلکې زما مرګ او ژوند له تاسو سره دی، بیا یې حضرت عتاب بن اسید رضی الله عنه د مکې مکرمې امیر وټاکه او په خپله د مدینې طیبې لور ته روان شو.
……………………………………………
۱ ــ میم په پېښ د واو په غړوندي له همزې پرته او د ځينې په آند په واو باندې همزه ده. (زرقاني ۲۶۷ مخ ۲ جلد)
۲ ــ د مغلطايي سیرت د بخاري شریف په روایت ۱۷۰ مخ، په دې کې نور اقوال هم شته.
لیکنه: مفتي محمدشفیع
ژباړه: ا. محمدعلي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button