موټر چلوونکي: د ننګرهار ګمرک چارواکي باج اخلي

عزم (یکشنبه، ۲۶غويي ۱۴۰۰): د ننګرهار ولایتي او د کابل ادارې چارواکي وايي، چې ګمرکونو او مالیاتي ادارو کې به شفافیت رامنځته کړي.
دوی زیاتوي: هڅه کوي د فساد لوی عاملین محکمو ته راکش کړي.
خو د لویو او بار وړونکو موټرو چلوونکي ادعا کوي چې: د ګمرک چارواکي باج ترې اخلي.
د دوی په وینا: لویو لارو کې پولیس، د پوستو اربکیان او ګمرکونو کې ترې لوی او واړه مامورین په بېلا بېلو نومونو او بهانو پیسې ټولوي او د دوی شتمني لوټي.
دوی وايي: د حکومت له لوري ځینې نوي قوانین جوړیږي او تر څو چې موټر چلوونکو باندې تطبیقیږي؛ نو څو نوې مادې رامنځ ته شوې وي او دغه چاره د سوداګرو او موټر چلوونکو له پاره سر خوږی جوړوي.
دوی زیاتوي: د ګمرکي تعرفو لوړوالی او ځینې نورې ننګونې هم د دې لامل شوې، چې سوداګریزې جوپې له ځنډ سره مخ او فساد ته لاره هواره کړي.
که څه هم د ننګرهار چارواکي وايي، چې د سوداګرو زیاتره ستونزې یې حل کړې او د نورو د هواري له پاره یې هم لوړو مقاماتو سره خبرې شریکې کړې؛ مګر موټر چلوونکي وايي: د سکنرونو بندښت، ناسمه کارېدنه، د تعرفو لوړوالی او رشوت اخیستنه هغه ستونزې دي، چې لا هم له منځه نه دي وړل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: