د مسجد او کليسا جګړه؛ د شکردرې مسجد هم په وینو سور شو!

عبدالرحمن سعيد
د اسلام او صليب، د مسجد او کليسا، د حق او باطل او د حزب الله او حزب الشيطان د جګړې په دوام کې نن د واړه اختر په دوهمه د جمعې په مبارکه ورځ د کابل ولايت په شکردره ولسوالي کې په يوه مسجد کې هغه مهال ماين چاودنه وشوه، چې خلک د الهي فريضې د اداء کولو لپاره د جمعې لمانځه اداء کولو ته راغلي ؤ او امام يې (شهيد مفتي محمد نعمان فضلي) خلکو ته الهي احکامات بيانول.
دغه بريد نه لومړی او نه يې وروستی دی، بلکې پخوا هم تر دې بدتره وحشيانه بريدونه شوي او تر دې وروسته به هم وشي، حتی دا لړۍ به تر قيامته روانه وي. د حق او باطل جګړه د حضرت آدم عليه السلام د دوو زامنو؛ هابل او قابل تر منځ پيل شوې او د قيامت تر ورځې به دوام کوي.
خو متأسفانه اوس زموږ يو شمېر مسلمانان وروڼه دومره غافل شوي، چې په دغه ډول بريدونو يې هم سر نه خلاصيږي او لا هم خپل دوست او دښمن نه پېژني. زموږ ډېر وروڼه او هېوادوال نه پوهيږي چې دغه بريد چا وکړ او ولې يې وکړ؟
سره له دې چې په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې په ډېره واضحه توګه ويل شوي چې کفار (جني او انسي شيطانان) له مسلمانانو سره فقط له دې امله دښمني لري چې ولې يې په الله تعالی او د هغه په برحقه پېغمبر ايمان راوړی؟. دغه دښمني به آن تر قيامته دوام لري او کفار به هيڅکله د مسلمانانو دوستان نه شي.
خو دا چې بيا هم زموږ له ځينو مسلمانانو وروڼو حق او باطل او دوست او دښمن غلط دي، وجه يې دا ده چې يو خو مسلمانانو خپل دين ته شا کړې، د خپل دين او الهي احکاماتو څخه نا خبره د جهل او غفلت په تيارو کې پراته دي او بل دا چې کفارو له همدې کمزوري څخه په استفاده د نظامي ډګر په پرتله تبليغاتي اړخ ته دومره زور ورکړی چې له هغه منافقينو او ضعيف الايمان خلکو پرته؛ زموږ ډېر دينداره وګړي يې په غير شعوري توګه د ځان ملګري کړي دي.
په (۲۰۰۱م) کال کله چې د امريکا متکبر، متعصب او اسلام دښمنه واکمن (بوش) په ګران هېواد افغانستان د يرغل اراده وکړه او په لسګونو نور صليبي هېوادونه او پوځونه يې هم دعوت کړل، نو ټولو ته يې په وينا کې وويل چې دغه جګړه د امريکا او افغانستان نه، بلکې د صليب او اسلام جګړه ده! هغه ويډيو کليپونه اوس هم په ټولنيزو رسنيو کې موجود دي او هم به دغه کبرجنې او بوينې خبرې د تاريخ په پاڼو کې د تل لپاره ثبت وي. امريکا او ټول اشرباڼي صليبي ملګري يې دغه جګړه د صليب او اسلام جګړه بولي، دلته پر موږ راتپل شوي تش په نوم چارواکي هم نارې وهي چې موږ ديموکراسي غواړو او ديموکراسي مو سره کرښه ده، زموږ اسلامي نظام يې راونړاؤ، دوه لسيزې کيږي دلته د کفر نظام حاکم دی، د صليبيانو لويې لويې اډې دي، د هېواد ګوټ ګوټ کې بمبارۍ کوي او چاپې اچوي، لوی لوی زندانونه يې زموږ له علماوو ډک کړي هيڅوک په ښکاره توګه حتی د قرآن کريم ترجمه په صحيح او کما حقه ډول نه شي کولای، خو عجيبه ده! بيا هم زموږ يو شمېر ناپوهه، غوليدلي او صليبي تبغلياتو ځپلي هېوادوال چې ځانونه تر هر چا ښه مسلمانان هم بولي، د اسلام او کفر تفکيک نه شي کولای!
ولې زموږ له هېوادوالو حق ورک دی؟! ایا دوی دغه نظام او عسکر نه ويني؟ دوی دغه يرغلګر صليبيان نه ويني؟ ايا دوی نه دي خبر چې دغو په اصطلاح افغاني عسکرو ته تنخوا، وسله او دريشي څوک ورکوي؟ د چا له خوا ګمارل شوي او د څه لپاره؟ او په ټوله کې دغه نظام له کومه شو؟ دلته خو اسلامي نظام حاکم ؤ، يرغلګرو هغه نسکور کړ، نو دغه نظام چا جوړ کړ او چيرته يې جوړ کړ؟ کوم قانون پکې تطبيقيږي، اسلام که ديموکراسي؟!
ولې زموږ هېوادوال ويده دي؟!
ايا دوی د الله تعالی دغه ايتونه هېر کړي چې له کفارو سره دوستي حرامه ده، چا چې له کفارو سره دوستي وکړه؛ هغه د هغوی (کفارو) له ډلې دی، کفار به هيڅکله له مسلمانانو راضي نه شي؛ تر څو چې د هغوی دين ونه مني او کفار يوازې له دې کبله مسلمانانو سره دښمني لري چې ولې د يو الله تعالی عبادت کوي.
نو ای هېوادوالو، ای مسلمانانو!
تاسې مسلمانان ياست، ستاسې پلرونه او نيکونه مسلمانان وو، ستاسې نيکونو د کفارو خلاف ډېرې قربانۍ ورکړې او دا وطن يې د هغوی له شره ساتلی، ستاسې پلرونو د اسلامي نظام لپاره وينې توی کړې او تاسې ته يې له ځانه وروسته د اسلام سپېڅلی دين پرې ايښی، تر څو تاسې عمل پرې وکړئ او دنيا او آخرت مو برې سم کړئ.
نو ای مسلمانانو!
خپل دين باندې کلکې منګولې ولګوئ، له خپلو ديني احکامو ځانونه خبر کړئ، هره فيصله د الهي احکاماتو په چوکاټ کې وکړئ او ومنئ، خپل دوست او دښمن وپېژنئ او د کفارو تبليغاتو ته هيڅ غوږ مه نيسئ.
زموږ سپېڅلی دين اسلام د نړۍ پر مخ سيال نه لري، زموږ دين الحمدلله يو شامل او کامل دين دی، اسلام د بشري ژوند په هره برخه کې خپل قوانين لري، موږ د هيچا قوانينو، نظريو او مفکورو ته حاجت نه لرو. په اسلامي نظام کې زموږ هر ډول خير نغښتی. له اسلامي نظام ور هاخوا، هيڅ يو نظام او قانون هم د منلو نه دی، کمونيزم، ديموکراسي، سيکولريستي، نشنلستي او نور ټول نظامونه د کفارو په لاس جوړ شوي باطل نظامونه دي.
مسلمانان بايد تل د اسلامي نظام د اقامې او د الله تعالی د کلمې د لوړاوي لپاره مبارزه او جهاد وکړي. هر څوک بايد د خپل توان مطابق هڅه وکړي، په توره، قلم، ژبه او د مال دولت په مصرفولو سره بايد په خپل ټول طاقت د کفر خلاف مبارزه وکړو.
د مسلمانانو سره کرښه فقط سوچه اسلامي نظام دی. موږ نه قوميت او ملت ته څه اهميت ورکوو، نه ژبې او توکم ته. هر هغه څوک چې د اسلامي نظام مخالف او خنډ وي، بايد له منځه يووړل شي، اګر که زموږ خپل افغانان او تش په نامه مسلمانان وي.
تر څو چې دغه حکومت او چارواکي سم شوي نه وي او اسلامي نظام يې نه وي منلی، تر هغو بايد ووژل شي. همدغه تش په نامه مسلمانان له صليبيانو سره يو ځای زموږ پر کورونو چاپې اچوي، بمبارۍ کوي، خلک وژني او بنديانوي او مدرسې او جوماتونه مو بمباروي.
دغه درواغجن او بې غيرته افغانان او مسلمانان! د اسلام تر ټولو لوی دښمنان او د کفارو د صف اعضاء، اجيران او غلامان دي. همدا د نن ورځې بريد يې ښه مثال دی.
فاعتبروا يا اولی الالباب…!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: