مظلوم فلسطينيان او اسلامي نړۍ!

مولوي نورالحق مظهري

تاسو به هم اورېدلي وي چې له څو ورځو راپه دې خوا غاصبو يهودانو د فلسطين مظلوم مسلمانان په اقصی مسجد کي حصار کړيدي غواړي دوی د مسجد څخه وباسي او مسجد وران کړي.

د امريکا په شمول د هيڅ کافر هيواد څخه موږ نه ګيله لرو او نه هم د مرستې او زړه سوي طمعه ځينې کوو ځکه چې موږ د کافر په دوستۍ او د مسلمانانو سره د دوی پر زړه سوي باور نلرو.

ګيله مو د اسلامي هيوادونو د واکمنانو څخه ده چې ډېری يې چوپ دي هيڅ نه وايي، ځينې يې هم د موقف په ښکاره کولو کې دومره احتياط کوي چې امريکا او اسرائيل ورڅخه خوابدي نسي.

که سړی فکر وکړي دا به ورته ثابته شي چې د اسلامي نړۍ اوسني حاکمان ډېر بې غيرته او بې ايمانه خلک دي ځکه د ايمان يوه اساسي غوښتنه د خپل مسلمان ورور سره تر خپل آخري توانه غم شريکي ده چې له بده مرغه دوی نده کړې.

چې ډېر لرې ولاړ نسو، په دغه دوو لسيزو کې چې د کفارو لخوا د مظلومو مسلمانانو سره څومره ظلمونه سويدي د هيڅ اسلامي هيواد څخه يې د پام وړ ګټه نده ليدلې.

افغانستان او عراق امريکايانو اشغال کړل، هيڅ اسلامي هيواد يې په وړاندې ځان مسئول ونه بللو او نه يې هم د امريکا په مقابل کې کوم تند عکس العمل ښکاره کړ، سوريه، ليبيا، يمن او سوماليا د کفارو د لاسوهنې له امله تباه او برباد سول، هيڅ اسلامي هيواد يې مرستې ته ونه دانګل او په برما کې په زرګونو مسلمانان ژوندي په اورونو کې وسوځېدل او ټوکر ټوکر سوه خو هيڅ اسلامي هيواد يې د ژغورنې لپاره د پام وړ کار ونکړ.

دا منم چې د برما، فلسطين او سوريې په اړه رجب طيب اردوغان ډېرې بغارې ووهلې او مالي مرستې يې هم وکړې، همدا راز ډېرو سوريايي مهاجرو مسلمانانو ته يې په خپلې خاورې کې ځای ورکړ او دا هم منم چې څو ځله يې د اسرائيلو لومړي وزير ته ډېرې تندې خبرې وکړې آن تردې چې په يوه غونډه کې يې مخامخ ښه خوشکه ورته وکړه او غونډه يې پسې پرېښودله، خو زه يې دا د ديني او ايماني مسئوليت %1 برخه هم نه بولم ځکه د مسلمان مسئوليت د بل مسلمان په حق کې پداسې ديپلوماتيکي او لږ خيريه کارونو باندې نه ختميږي.

همدغه ترکيه اوس هم د اسرائيلو سره ډېرې نژدې د دوستۍ اړيکي لري، د اسرائيلو اشغالګر نظام په رسميت پيژني او په ترکيه کې اسرائيل خپل سفارت لري، د کال د اسرائيلو سره تقريبا درې ميليارده ډالر تجارت لري او ښه مې په ياد دي چې کله په اسرائيلو کې لويه اورلګېدنه وسوه همدغه ترکيه وه چې خپلې طيارې يې ور واستولې او په اور وژنه کې يې مرسته ورسره وکړه او دا مې هم په ياد دي چې خپله رجب طيب اردوغان ويل: موږ ته دا مهمه نده چې اسرائيل څوک دي موږ ته د بشر ژغورنه مهمه ده ځکه يې په اور وژنې کې مرسته کوو.

همداسي د برما د حکومت سره اوس هم ديپلوماتيکې اړيکې لري او په نورو هيوادونو کې خو د امريکا سره د هغه ځای د مجاهدينو پر ضد د تروريست ببولالې زمزمه کوي.

خو بيا هم نسبت نورو اسلامي هيوادونو ته دغه لږ مرسته يې هم د ستايلو ده او ددغه لږ مرستې برکت و چې رجب طيب اردوغان يې په اسلامي نړۍ کې د غمخوار مسلمان ولس مشر په نوم مشهور کړ آن تردې چې ځينو خو د امام المسلمين لقب هم ورکړ او پر فيسبوک يې دده انځورونه پر خپل اکونټ باندې کښېښودل، الله دې ځيني قبوله کړي او د هدايت ذريعه دې وګرځوي.

خو د نورو اسلامي هيوادونو د حاکمانو دي الله ملا ماته کړي چې د مسلمانانو د ژغورلو لپاره يې هيڅ ندي کړي، د مصر او ايران ځواکمن پوځ، د ماليزيا، اندونيزيا او عربي هيوادونو قوي اقتصاد، او د پاکستان اتومي وسله هيڅ د مسلمانانو په درد باندې ندي‌خوړلي الله دې ورڅخه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: