شهيد مفتي محمد نعمان ولې ترور شو؟

عبدالرحمن سعيد
د کابل بې دينه ادارې د جنايتونو په دوام کې نن د کوچني اختر په دويمه د جمعې په مبارکه ورځ د جمعې د خطبې او لمانځه پر مهال د کابل ولايت په شکردره ولسوالۍ کې د بمي چاودنې پر مټ يو مشهور ديني عالم، واعظ او داعي مفتي محمد نعمان فضلي له دولس نورو لمونځ ګذارو سره يو ځای په شهادت ورسواؤ او تر شلو زيات نور ټبيان هم دي.
شهيد مفتي محمد نعمان وسله وسله نه درلوده، هغه د ولس له منځه يو مشهور واعظ او داعي ؤ. خو د هغه ګناه فقط همدا وه چې د کابل چارواکي يې اسلام ته رابلل!
فقط همدا يې ګناه وه چې نارې يې وهلې، ای خلکو! اسلامي نظام کې زموږ خير او الهي امر دی. ای خلکو! ديموکراسي او نور فاسد او باطل نظامونه د ولس درد نه شي دواء کولای. چارواکي ټول فاسد دي، فقط خپل جيبونه ډکوي او د ولس په تړاو هيڅ غم او اندېښنه نه لري.
شهيد مفتي صاحب به کله نا کله پخواني جهادي مشران هم ننګول چې تاسې خو غريب او بېچاره خلک واست، دغه دومره مال او دولت مو له کومه کړ، دغه لوړې لوړې بنګلې مو له کومه کړې او ايا تاسې خپل هدف (اسلامي نظام) تر لاسه کړ.
از کجا کرد اين قدر سم و زر
يا خودش دزد بود يا پدرش
مفتي صاحب به پخوانيو جهادي مشرانو ته ويل: ولې حق نه واياست؟ ستاسې هغه پخواني کليپونه خو اوس هم د مجازي رسنيو پر مخ موجود دي؛ اوس ولې نور نور څه واياست؟، ايا تاسې بدل شوئ او که (نعوذ بالله) اسلام بدل شو؟!
کله چې امريکا او نورو صليبي يرغلګرو په افغانستان يرغل وکړ، نو د ملا، طالب او هر دينداره وګړي لپاره يې دوه انتخابه درلودل: با دا چې وژل کيږي به او يا به بندي وي.
شل کاله وشول، بې شمېره علماء يې په شهادت ورسول او بې شمېره اوس هم ورسره بنديان دي، خو نه علماء ختم شول او نه د اسلام غږ خاموش شو. بلکې ورځ تر بلې د اسلام ناره اوچتيږي او د کفارو او د هغوی د داخلي ملګريو خلاف خلک راپاڅيږي او راويښيږي.
اوس چې د ماته خوړليو يرغلګرو او د هغوی د داخلي غلامانو؛ يا په اصطلاح د کابل حکومت شپې هم په آخر دي، نو يو ځل بيا يې د علماوو خلاف مټې رابډوهلې دي. هر هغه عالم چې د حکومت د ناړاميو او بې دينيو خلاف معمولي شان خبره وکړي او د اسلام احکام تشريح کړي، بل ورځ ترور شي.
حال دا چې دوی خپلو ځانونو ته مسلمانان هم وايي او د بيان د ازادۍ دعوه داران هم دي. خو اخلاق يې تر دې حده خراب دي چې حتی د خدای په کور کې هم په وژلو، بمبارولو او چاودنو نه دي بند.
خو دوی دې په دې پوه شي، چې دا د اسلام وطن دی، دلته له اسلام پرته بل هيڅ نظام نه چليږي، تاريخ ته بايد مراجعه وشي. هر څومره چې دلته دوی د اسلام خلاف سنګر نيسي، هماغومره د خلکو کرکه ورسره زياتيږي او د واک شپې يې کميږي.
له شهید مفتي صاحب پخوا هم د کابل ادارې استخباراتي کړیو زموږ په لسګونو، بلکې په سلګونو استادان، دیني علماء، سیاسیون، قومي مخور او نخبه ګان ترور کړل او دا لړۍ لا هم ادامه لري. له همدې امله زموږ ګڼ شمېر هېوادوال مجبور شول چې د خپل سر د خوندیتوب لپاره خپل ګران وطن پریږدي او نورو ځایونو ته پنا یوسي.
خو د دوی ټولو ګناه فقط همدا یوه ده، چې اشغال ضد فکر لري.
هر هغه څوک چې د هېواد ازادي غواړي، د خپل دین، کلتور او فکر لپاره مبارزه کوي، په غلامو او اجیرو چارواکو نیوکې کوي، د هغوی له جنایت، غلا او فساد څخه پرده پورته کوي، ولسونه بیداروي او را ويښوي او په مجموع کې هر هغه څوک چې د اسلامي نظام لپاره مبارزه کوي، هغوی به حتماً د کابل ادارې د استخباراتو او عسکرو له خوا هدف او ټارګیټ ګرځي او ترور کیږي به.
نو ټول هغه اشخاص چې د کابل ادارې له خوا ورته یو ډول ګواښ متوجه وي، باید چې ډېر متوجه او محتاط واوسي او داسې ځای او سیمې ته پنا یوسي چې هلته د دوی کرغیړن او وحشي لاسونه نه رسیږي.
الله تعالی دې دغه جابر، فاسد او ګوډاګی رژیم ژر تر ژره رانسکور کړي، الله دې زموږ د شهیدانو ارمانونه پوره کړي او الله تعالی دې زموږ د مسلمانو هېوادوالو حافظ او ناصر شي.

آمین…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button