طالبان وایي د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یو عسکر له وسلو سره ورغلی

عزم(شنبه، ۲۴ غویی ۱۴۰۰): طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د مراد په نوم یو تن عسکر له وسلو سره ورغلی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې یاد عسکر د کندز اوسیدونکی دی چې په هلمند کې یې دنده ترسره کوله له شپږ میله وسلو سره دوی ته ورغلی دی.

هلمند کې په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی چې ورسره هم مهاله د عسکرو د تسلیمي خبرونه هم ډیر شوي او طالبانو ویلي چې په څو ورځو کې لسګونه عسکر ورسره یوځای شوي دي.

د یادونې وړ دی چې طالبانو اختر کې درې ورځنی اوربند اعلان کړی چې په دغو ورځو کې د عسکرو د تسلیمي دا لومړی خبر دی چې طالبان یې ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: