راپور: د اختر په ورځو کې دولت پلوه ملیشو په ځلونو د اوربند ماتولو هڅې کړې

  عزم،شنبه،۲۵غویي۱۴۰۰): په داسې حال کې چې طالبانو او مقابل لوري یې د اختریزو ورځو شپو پر مهال د اوربند اعلان کړی وه، خو معلومات ښیي چې دولت پلوه عسکرو په ځلونو د اعلان شوي اوربند د ماتولو هڅې کړې دي.
راپور وایي چې تیره ورځ په ارزګان ولایت کې دولتي ځواکونو هڅه کوله، له اعلان شوي اوربند څخه په استفادې، وړاندې تګ وکړي، چې د طالبانو له غبرګون سره مخ او څو تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو د یاد ولایت والي محمد عمرشیرزاد بیا په دې کار کې طالبان ملامت بولي او وایي چې هغوی په قصدي ډول د اعلان شوي اوربند د ماتیدو هڅه کړې.

بل لور ته په غزني کې هم طالبانو د هغو عسکرو مخه نیولې چې غوښتل یې له موقع څخه په استفادې سره امنیتي پوستو ته اکمالات وکړي.

آخوا بیا هلمند کې دولتي چارواکي وایي چې طالبانو تیره ورځ غوښتل پر نادعلي ولسوالۍ برید وکړي، خو شاتګ ته یې اړ کړي، طالبانو بیا د دې ادعا پخلی نه دی کړی، خو سیمه ییزې سرچینې وایي چې تیره شپه د نهرسراج ولسوالۍ دمکتب په سیمه کې د هغو عسکرو پر کاروان چې سیمې ته یې د عملیاتو لپاره د تګ اراده درلوده، د ماین چاودنه شوې او یو ټانګ یې لمنځه تللی دی.

په فراه کې هم دولتي عسکرو له اوربند سرغړونه کړې او داختر په تیرو ۲ ورځو کې یې د یاد ولایت د مرکز اړوند “دهیک” سیمه کي د “دنو قلعه” په نامه کلی چي دکورونو شمیر یې تر۵۰ زیات دی، له کورونو ایستلي او له موقع څخه په استفادې سره یې د هغوی په کورونو کې پوځي قرارګاه ایجاد کړې ده.

په همهاله توګه تیره ورځ د کابل شکردرې ولسوالۍ کې پر یوه ملا امام چې وخت ناوخت یې د ارګ پر چارواکو نیوکې کولې، مرموزه چاودنه وشوه چې د نوموړي په ګډون ۱۲کسان په کې شهیدان شوي دي.
تر ډیره د یادې چاودنې د ترسره کیدو پړه هم د حکومت پر استخباراتي حلقاتو ور اچول کیده.

نن د اوربند وروستۍ ورځ ده او په پام کې ده چې د شپې تر ۱۲ بجو دوام وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: