طالبانو د بریښنا پایو ویجاړول او د برق سیستم پرې کول غندلي

  عزم،شنبه،۲۵غویي۱۴۰۰):وروسته تر هغه چې د تیرې اونۍ په ترڅ کې د کابل په شمال کې څوځله د غیر مسؤلو وسلوالو لخوا د بریښنا پایې ویجاړې او د هیواد پلازمینې کابل او ورڅیرمه ولایاتو ته د بریښنا د لیږد بهیر قطع شو؛ تازه یې طالبانو په هکله وضاحت خپور کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام پاڼه کې په دې کار کې لاس درلودل رد کړي او دا ډول کړنې یې غندلې دي «د کابل په شمال کې د بریښنا د پایو تخریبول او د برق سیستم قطع کول د اسلامي په مجاهدینو پورې اړه نه لري، موږ داسې اعمال غندو.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کابل په شمال کې د بریښنا یوه پایه ویجاړه او د برق د لیږد سیستم قطع شوه؛ چې بالأخره تیره ورځ ماسپښین مهال یاده پایه بیرته د مؤقت وخت لپاره ورغول شوه، خو تیر ماښام یوځل بیا د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د میرغلام ښارګوټي سیمه کې د نا مسؤله وسلوالو لخوا یوه پایه لمنځه یووړل شوه؛ چې ورسره د کابل او ځینو ولایاتو بریښنا یوځل بیاپرې شوې ده.
د رسنیزو راپورونو له مخې، د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې تر لس ځله زیات د بریښنا پایې ویجاړې شوې چې هیوادوال یې له سختو ننګونو سره مخ کړي.

د پیښو څارونکي دا کار د هغې مافیایي کړۍ کار بولي، چې غواړي په دې توګه خلک اړ کړي، څو دوی ته باج ورکړي او تر څنګ یې د هیواد د وضعیت د نا امنه کولو هڅې وکړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: