د مسجد اقصی د نړولو پلان! د اسلامي امت چوپتیا

د یهودو د شلو څخه زیاتې مذهبي ډلې د بیت المقدس د ړنګولو لپاره کار کوي د بیت المقدس شاوخوایې ژور خندوقونه ایستلی تر څو د زلزلې پواسطه د مسلمانو لومړی قبله ونړوي او په ځای یې هیکل سلیماني جوړ کړي.
په ۱۹۶۹ز کال کې د استرالیا څخه راغلی یهودي مایکل اوهن د مسجد اقصی یوې برخی ته اور ور واچاوه چې د سلطان صلاح الدین ایوبي د ممبر په شمول ۱۵ سوه مترو په اندازه وسوځول شو د مسجد اقصی ټول مساحت ۴۴۰۰ متره مربع دی پدې ورځ د اسرائیلو غاصب رژیم اوبه هم ورباندې بندې کړې وې.

د ۱۹۶۷ ــ ۱۹۶۸ م کال پورې یهوادنو د مسجد اقصی جنوب لور ته تر دیوال لاندې شاوخوا ۷۰ متره سرنګ وکیند چې ۱۴ متره پلنوالی لري
په ۱۹۶۹ م کال یهوادنو د مسجد اقصی جنوب لویدیځ ته د ۸۰ مترو په اندازه سرنګ وکیند چې تر باب المغاربه پورې رسیدلی
په ۱۹۸۰ ز کال کې یهو دو غوښتل چې په ماینونو مسجد اقصی وران کړي خو دا پلان یې رسوا شو
په ۱۹۸۴ او ۱۹۹۰ کال کې یهودو د مسجد اقصی په داخل کې په لس هاو مسلمانان په عبادت شهیدان کړل.
د ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې د سرنګ کیندلو لړی په حرم کې د شرعي محکمې د پخوانی ودانۍ څخه او د پنځو دروازو د ودانیو لاندې تیره شوه چې د ۴۰۰ مترو په اندازه یې سرنګ اوږد کړ.

نړی چوپه خوله ده تر دې چې د یوې کلمې وروڼه د غفلت په خوب ویده دي وړاندې نه ځم په ۲۰۰۵م کال کې مشهور ترهګر تنظیم رفافات اعلان وکړ چې مسجد اقصی به نړوي او پر ځای به یې ( هیکل سلیماني) جوړوي ددې لپاره د نړی د ګوټ ګوټ څخه یهود را وغوښتل ټوله اسلامي نړی چوپه وه صرف د فلسطین باتور ځوانان یې لکه د غره په شکل په مخ کې ودریدل او په چلنج یې ورته وویل چې تاسو را مخ ته شی.
په ۱۹۷۴ کال کې یې د جبوب دیوال وروستی برخې لاندې یې ختیځ پلو ته د ۸۰ مترو په اندازه سرنګ وکیند او بیا دا سرنکونه د اقصی مسجد تر تعمیر لاندې ۲۰ متره اوږده کړل.
۱۹۷۷ کال کې یې د مقدس مسجد ختیځ دیوال لاندې خندق وکیند.
د حرم د میدان لاندې یې په ۱۹۸۱ م کال کې یو سرنګ وایست چې ۲۵ متره لوړ والی او ۶ متره لوړ والی لري.
دا پلانونه ټول یهود او اسرائیل په ګډه عملي کوي
فعلا دا دی عملا مسلمانان شهیدان کوي او د په نړولو یې لاس پورې کړی، اسلامي امت چوپ دی په اسلامي هېوادونو کې بلواکې او غربي رسنۍ هیڅ نه نشر کوي
یهود او اسرئیل هغه قوم دی چې تل یې د الله په ځمکه د الله د احکامو څخه بغاوت کړی.
مسلمان ټول په فحشاوو او غلامیو کې وخت تیروي خپلو مقدسو ځایونو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي یهود ورځ په ورځ د اسلام د تخریب او خپلې بقاء لپاره قدمونه اخلي.
یا الله ته یې پخپل قدرت هلاک کړې.

سید معصوم الله عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: