کردان څوک دي؟

کردان هغه توکمیزه (اتنیکه) ډله ده چې نن سبا په عراق، ترکیې، سوریې او ایران کې ژوند کوي، د دوی ټول شمیر په ترکیه کې څوارلس نیم ملیونه، په ایران کې اته نیم ملیونه، په عراق کې پنځه نیم ملیونه او په سوریه کې درې نیم ملیونه اټکل شوي دي. همداراز یو شمیر کردان په ډیرو اروپایي هیوادونو او ځینې یې د منځنۍ آسیا په هیوادونو لکه ترکمنستان، آذربایجان، فزاقستان او ارمنستان کې استوګنه لري. کردان زیاتره سني مذهبه دي، خو لږ شمیر شیعه مذهبه هم پکې شته، پاتې یې اهل حق او ایزدیان دي.
په پخوانیو وختونو کې دوی کوچیان وو او د پسونو او وزو(بزو) رمې به یې درلودلې. اوس یې هم ډیر شمیر خلک د څارویو په روزنه بوخت دي.
د کردانو ژبه په څو لهجو ویشلې شوې ده چې کرمانجي، سوراني او کرمانشاهي یې بولي.
نامتو اسلامي مبارز صلاح الدین ایوبی هم چې د بیت المقدس فاتح او سوبمن یې بولي او په ۱۱۸۷ زیږدیز کال کې یې په صلیبي جګړو کې د یورپ متحده پوځ ته تاریخي ماتې ورکړې وه په اصل کې کردی و.
کردان د تاریخ په اوږدو کې د ایران، ترکیی، سوریې او عراق په هیوادونو کې ټکول شوي دي، نو خکه یې تل د دغو هیوادونو پر خلاف خپلو مبارزو ته دوام ورکړی دی. د دوی سیاسي مشران ملا مصطفی بارزاني، جلال طالباني، مسعود بارزاني او عبدالله اوجالان دي. دوي ډیر سیاسي ګوندونه درلودل او لري یې لکه: د ایران د کردستان ګوند، د کردستان هیوادپاله یووالی ګوند، کومله، د کردستان د خپلواکۍ د یووالي ګوند، د دیموکرتیک یووالی ګوند او ځیني نور سیاسي ګوندونه.
د عراق د کردانو پوځ چې (پشمرګه) نومیږي او شمیر یې دوه لکه او پنځه اویا زرو ته رسیږي، په سپکو او درنو وسلو سمبال دی. د ایران او عراق په اته کلنې جګړې، په عراق کې د صدام حسین په راپرزولو کې او هم د داعش په وړاندې جګړه کې د پشمرګه ځواکونو مهم رول لوبولی دی، چې تر اوولسو زرو نه زیاتې یې انجونې او ځوانې ښځې دي. همدغو مېرمنو له داعشیانو سره د تودې جګړې په سنګرونو کې له ځانه اتلولي ښودلې ده.
همدا اوس کردان د امریکي، اسرائیلو او نورو اروپایی هیوادنو د پیاوړي ملاتړ نه برخمن دي. یو علت یې دا دی چې د عراق کردستان د تیلو شتمنې زیرمې لري او لویدیځ وال هم په همدې سبب ورسره مینه ښیی.
په (۲۰۱۷) د سپټمبر په ۲۵ نیټه د عراق په کردستان کې د عراق نه د کردانو د خپلواکۍ ټول پوښتنه وشوه چې په سلو کې ( 92,73%) خلکو ووټ ورکړ چې د عراق کردستان دې د عراق نه د یوه جلا هیواد په توګه بیل شي. د دې پریکړې سره نه یوازې د عراق پارلمان او حکومت، بلکې د عراق ګاونډي هیوادونو ترکیې او ایران هم سخت غبرګونونه وښودل، ځکه دغه هیوادونه له دې نه ویره لري چې د دوی په هیوادونو کې به هم کردان جلا او د لوی کردستان برخه شي. دا چې لوی کردستان به جوړ شي اوکه نه دا بیله خبره ده، خو دغې ټول پوښتنې په دغو هیوادونو کې ویره رامنځ ته کړه چې د ایران، ترکیې او سوریې نه به هم د کردانو برخې را جلا شي او د سیمې د نورو هیوادونو په بې ثباته کولو کې به هم رول ولري. د بیلګې په توګه د یو لوی بلوچستان د جوړولو نظریه چې پاکستان او ایران ته به ترې لوی سرخوږی جوړ شي.
لیکنه: ډاکټر لطیف یاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: