هسپانیا خپل وروستی عسکر هم له افغانستانه خارج کړ

  عزم،یکشنبه،۲۶غویي۱۴۰۰): د هسپانیا هیواد اعلان وکړ چې خپل ټول سرتیري یې له افغانستانه ایستلي او نن یې د وروستي سرتيري په ایستلو سره، افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ته د پای ټکی کیښووده.
د یاد هیواد یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې وروستي ۲۴تنه هسپانوي عسکر نن ددغه هیواد په مادرید پوځي مرکز کې له الوتکې ښکته شول او هرکلي ته یې د هسپانیا پاچا “شپږم فیلیپ” او د دفاع وزیره «مارگاریتا روبلز» ورغلي وه.
د هسپانیا د دفاع وزیرې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي چې افغانستان کې پوځي ماموریت د دغه هیواد په تاریخ کې بیساری ستونزمن ماموریت وه، چې له شاوخوا شلو کلونو وروسته پای ته ورسیده.

د ۲۰۰۱کال له پیله تر دې مهاله، شاوخوا ۱۰۲تنه هسپانوي سرتیري افغانستان کې وژل شوي او ګڼ نور ژوبلیدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: