نبیل: د ارګ لخوا له پاکستان سره شرموونکې معامله روانه ده

  عزم،یکشنبه،۲۶غویي۱۴۰۰):د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي، د اشرف غني په مشري د ارګ ادارې له پاکستان سره شرموونکې معامله پیل کړې او لا هم روانه ده.
نبیل ویلي، تر دې مهاله له پاکستاني لوري سره ګڼې معامله په پټه او ښکاره شوې، چې د افغانستان په زیان دي او یواځې اسلام آباد په کې خپلې ګټې ویني.

د نبیل په وینا، « د ډیورنډ كرښې نه دیخوا د پاکستان راتلل؛ د اغزن تار يو اړخیز تیرول؛ د sop په نامه تړون چې له امله یې پاکستان نوې دروازې او پوستې جوړې کړې؛ د استخباراتي همكاريو په نامه د پاكستان د مخالفينو له منځه وړل؛ سوداګريزو او ګمركي تعرفو ته د پاكستان په نفع تغير وركول او ګڼې نورې معامله منظورې شوې دي »
نوموړی وړاندې وایي، هغه غونډه چې څو ورځې وړاندې د پاکستان او بریتانیا د لوی درستیزانو او غني ترمنځ ارګ کې ترسره شوه؛ په ترڅ کې یې د افغان پوځیانو د شمیر کمولو؛ افغان عسکرو ته د پاكستاني پوځ له خوا پوځي زده کړې ورکولو؛ افغان خاوره کې د کابل او اسلام آباد ګ‌‌‌‌‌‌ډو پوځي او استخباراتى عملیاتو او تمريناتو ؛ د افغانستان پوځ او استخباراتو ته د پاكستان له خوا د تسلیحاتي او تخنیکي مرستو برابرولو او د پاکستان لخوا د افغانستان د پوځ د وسلو او الوتکو ترمیمولو باندې بحث او خبرې شوې دي.

نبیل زیاته کړې ده چې دا ټولې معاملې یو اړخیزې دي
او یواځې د پاکستاني لوري ګټې خوندي کوي.
تر دې مهاله ارګ د ښاغلي نبیل د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: