افغان عسکرو بغلان کې کلنیک، فاریاب کې جومات او لوګر کې ماشومان هدف ګرځولي

  عزم،سه شنبه،۲۸غویي۱۴۰۰: راپورونه وایي چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شهرکهنه «زاړه ښار» سیمه کې د هوایي برید پر مهال یو روغتیایي مرکز “کلنیک” په نښه او په کې میشتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د عامې روغتیا رییس رسنیو ته ویلي چې پیښه کې کلنیک لمنځه تللی او یو روغتیاپال په کې ټپي شوی دی.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې هوایي برید کې د ولسوالۍ عمومي کلنیک په نښه شوی، چې له امله یې ۱ مریض په شهادت رسیدلی او د۲ ډاکټرانو په ګډون ۸ تنه ملکیان ژوبل شوي دي.

مجاهد زیاتوي چې دغه راز دغه برید کې کلینیک ودانۍ تخریب شوې او د یو عراده امبولانس په ګډون یو شمیر وسائط له منځه تللي دي.
آخوا بیا له فاریاب ولایت نه راپورونه وایي چې تیره ورځ د یاد ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ مرکز کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبارۍشوې چې له امله یې ۲ تنه ماشومان په شهادت رسیدلي او یوه ماشومه ژوبله شوې ده.

طالب ویاند د پیښې په تائید او جنایت بللو ترڅنګ زیاتوي چې دغه پیښه کې همداډول یو مسجد، یو کلینیک، ګڼ دوکانونه او ۱۰ بابه کورونه ویجاړ شوي او لسګونه مواشي له منځه تللي دي.

په همهاله توګه له لوګر ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د یاد ولایت د برکي برک ولسوالۍ په چهار راهي سیمه کې افغان ځواکونو د ملکي خلکو پر کورونه د ډیسي توپونو ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې ۲ ماشومان شهیدان او ۴تنه نور ماشومان ژوبل شوي دي.
تر دې مهاله د کابل حکومت چارواکو ددې پیښو په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button