طالبان: له کړنو او ویناوو ښکاري چې کابل اداره لا هم په جګړه ټینګار کوي

  عزم،سه شنبه،۲۸غویي۱۴۰۰):طالبانو په خپله اوونیزه سرمقاله کې د هیواد وروستي وضیعت ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې له وروستیو اقداماتو داسې ښکاري چې مقابل لوری یې لا هم جګړه ییز حل غواړي.

طالبانو د خپل مشرتابه اختریز پیغام ته کتنه کړې چې په وینا یې، له عفوې، زغم او تفاهم له روحیې مالا مال و او مقابل اړخ ته یې په ښکاره ټکو د سولییز حل وړاندیز کړی وه. « د عالیقدر امیر المؤمنین پيغام یوازې د کاغذ د مخ خبرې نه وې، بلکې د حسن نیت د اثبات لپاره په بیلابیلو ولایاتو کې لوی شمیر د مخالف لوري بندیان هم له زندانونو څخه خوشي شول. د کوچني اختر په ورځو کې سرتاسري اوربند اعلان شو او حتی په رسنیزو څرګندونو کې اسلامي امارت نرمه ژبه کاروله.»
سرمقاله زیاتوي، دې ته په غبرګون کې بیا ددوی مقابل لوري د اختر په شپو کې هم د تیر په څیر جګړه ییز ګواښونه تکرار کړل او د نزاع په اور د تیل پاشلو هڅه یې وکړه. «که تاسو د ارګ د ویاندویانو، د اشرف غني د لومړي مرستیال او د ملي امنیت شوری د مشر وروستي اظهارات وګورئ نو له پیغور، سپکو خبرو او جنګي ګواښ او لاپو پرته په کې بل هیڅ شی هم نه شئ موندلای.»

طالبان وایي، که څه هم دوی د حسن نیت په موخه د روژې میاشت کې سلګونه عسکر له بنده خوشي کړل، خو په وینا یې چې مقابل لوري یې د دوحې تړون خلاف، د پاتې بندیانو له خلاصون سره یو ځل بیا مخالفت څرګند کړ.
که څه هم اختریزو شپو او ورځو کې اوربند اعلان شوی وه، خو د بریښنا پایو الوزول او د کابل په شکردره کې د یوه جید عالم په ګډون د لسګونو کسانو وژل کیدل، هغه څه دي چې د طالبانو په وینا، ترې جوتیږي چې مقابل لوری یې د جګړې په دوام ټینګار لري «او همیشه یې د اسلامي امارت د حسن نیت په مقابل کې په جنګي غبرګون سره خپل شوم نیت ښودلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button