د ارګ او دوستم شخړه؛ نن ورځ جوزجان او فاریاب کې وسلوال لاریونونه ترسره او د ترکستان بیرغ پورته شو

  عزم،سه شنبه،۲۸غویي۱۴۰۰):د مارشال دوستم په مشري د جنبش ګوند سلګونو پلویانو نن ورځ په فاریاب او جوزجان ولایتونو وسلوال لاریونونه او پاروونکي اقدامات تر سره کړل.
دوی چې له ځانه سره یې په لوی شمیر سپکې، درنې وسلې او مهمات لیږدول، د ترکستان بیرغونه یې هم رپول او ارګ یې په وسلوال غبرګون تهدیداوو.

د جنبش ګوند لاریونونه

لاریونوالو ویل، دوی کله هم په خپل ولایت کې یو پښتون والي نه غواړي او نه هم د دوی له خوښې پرته یاد ولایت ته څوک د والي د ور لیږلو صلاحیت لري.

دواړو ولایتونو کې د جنبش ګوند وسلوالو ارګ د قومي تربګنیو په پارلو او تعصبي کړنو په ترسره کیدو تورناوو او خبرداری یې ورکاوو، چې که ارګ له خپل دریځ پر شا نه شي، عواقب به یې خطرناک وي.

ارګ تر دې مهاله، د دې وسلوالو لاریونونو او تحریک آمیزه کړنو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ سرچینو د ارګ له قوله راپور ورکړ چې ګواکې د فاریاب، جوزجان او تخار ولایتونو لپاره د جنرال دوستم ستر مخالفین، «جنرال مالک، احمد ایشجي او محمد عالم ساعي» د والیانو په توګه انتخابیدونکي دي او ترڅنګ یې له دوستم څخه د مارشالي او له لور څخه یې د انتصابي سناتوري رتبه اخیستل کیږي.
خو د دې په غبرګون کې راپورونه خپاره شول چې جنرال دوستم خپلو پلویانو ته لارښوونه کړې چې د طالبانو پرضد د مقاومت له سنګرونو او پوستو را شاته شي او د جمهوریت د ټیم پرضد ودریږي

د جنبش ګوند لاریونونه

د دوستم د ډلې لاریون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button