د بدخشان د ولایتې شورا غړې پر موټر چاودنې شپږ تنه ټپیان کړي

عزم(شنبه، ۱ غبرګولی ۱۴۰۰): نن ماسپښین مهال د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار اړوند پنځمه ناحیه کې د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړې منیرې عالمیار پر موټر چاودنه شوې.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ سرپرست مصدق الله مظفري د پیښې په تایید سره وایي چې نن ماسپښین ۱:۴۵دقیقې د فیض اباد اړوند پنخمې ناحیه کې د حمام کوڅې سره د منیرې عالمیار موټر ته څیرمه موټرسایکل چاودنه شوې چې نوموړې پکې ټپي شوې ده.

د یاد ولایت د ولایتي شورا یوه بل غړي عبدالله ناجي هم وایي چې په دغه چاودنه کې خپله منیره عالمیار، موټر چلوونکی یې، یو تن ساتونکی یې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

منیره عالمیار

د بغلان د والي ویاند نیک محمد نظري وایي په دغه پیشه کې درې تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي خو وایی چې د ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ نه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: