شهید منصور د نني عصر بې مثاله رهبر

شهید منصور د نني عصر بې مثاله رهبر
لیکوال: عاکف مهاجر

د اسلام په تاریخ کې له رسول الله صلی الله علی وسلم راوروسته که څه هم د ابوبکر صدیق، عثمان ذالنورین او علی المرتضی رضی الله عنمهم دورې هم له عدالت ډکې وې، البته د امیرالمؤمنین عمربن الخطاب او امیرالمؤمنین عمربن عبدالعزیز دوره د عدالت یو مثال یادیږي، خو عمر ثالث یا ملا محمد عمر مجاهد د اوسني عصر داسې واکمني وکړه چې خلکو ته یې د دواړو عمرینو وخت بیا وریاد کړ.

هوکې! همغه ملا عمر وو چې په صف کې یې داسې خلک موجود وو جې شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور یې یوه بیلګه وه.

شهید ملا اختر محمد منصور هغه څوک وو چې یو پاشل شوی تیت او پرک امارت یې بیا د یو نظام په توګه منظم کړ او دا دی لا هم د هغه د زیار په واسطه ورځ تر بلې منظم کیږي.

تیر کال د لوګر پکتیا او خوست ولایتونو ته په یو سفر تللی وم، هدف مو د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې د خلکو د ژوند ارزول وو، خو چې تعليمي ادارو، مدرسو یا مکاتبو ته به ورغلو ویل به یې دلته د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مدیر یا رئیس زمونږ له درسي نظام او هر څه څارنه کوي او ارزوی به یې، که به روغتون ته لاړې هلته به یې ویل د اسلامي امارت د صحت مدیر یا رئیس دلته مونږ ته دغه خدمات وړاندې کړي او دا یې راسره مرسته کړې، که به کومه سیمه کې د بیا رغونې کار روان وو ویل به یې د اسلامي امارت د موسساتو کمیسون اړوند مسئولینو دغه مرسته راسره کړې، مطلب هره برخه یې فعاله او غني وه چې دا هر حه د شهید امیرالمؤمنین منصور صیب تقبله الله د ښې رهبرۍ غوره مثال و او دا هر څه د هغه د زعامت او نیابت پر وخت ترسره شوي وو.

شهید منصور تقبله الله یواځې په دغه اړخ کې نه بلکې نظامي اړخ کې یې امارت داسې رهبري کړ چې د افغانستان د کلونو غمیزو څخه یې په میړانه دفاع وکړه او د خپل مظلوم ملت غږ یې تر نړیوال سټیج ورسولو او خپل دشمنان یې داسې مات کړ چې د خپل مرحوم مشر هغه خبره یې رشتیا کړه چې ویل یې دا کفار چې ټول راشي ټول به په یو وار مات کړو تر څو بیا څوک د راتګ پاته نشي، همداسې وشول د ناټو کفري اشر یې له مخکښې کافرې امریکا سره یوځای مات کړ او دا دی زر ده چې هیواد مو د خپلواکي پوړ ته ورسیږي، د ازادۍ مؤذن طالب د ازادۍ اذان یو خل بیا د پامیر له هسک غره ترنم کړي.

هوکې! هغه رهبر چې د دغو تولو لاسته راوړنو لپاره یې هره شیبه ځان قربانۍ ته تیار کړی وو او د اسلام په تاریخ کې یې یو خل بیا دا کلمه ورزیاته کړه چې امیرالمؤمنین شهید شو.

روح دې ښاد او یاد دې تل تر تله وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button