شهید امیرالمؤمنین به تل زموږ په زړونو کې وي

لیکنه بلال کریمي
شهیدامیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله لوړ قیادي شخصیت درلود.
هغه رحمه الله له نن څخه پوره پنځه کاله وړاندې د امریکایي اشغالګرو د ډرون په یوه بزدلانه حمله کې په شهادت و رسید، انالله واناالیه راجعون؛ خو یاد یې لاهم داسي تازه دی، ته به وایې چې همدا نن د اسلامي امارت له کاروانه جلا شوی دی.
شهید امیر د یو قائد په توګه ډیرې داسي ځانګړنې درلودې چې په معاصر تاریخ کې به یې د نورې نړۍ په رهبرانو کې بیلګه و نه موندل شي.
یو شمیر هغه موارد چې له امله به یې شهید منصور صاحب تل د یو محبوب امیر او لوړ قیادي شخصیت په توګه زموږ په زړونو کې وي، په لاندې ډول دي:
ـــ هغه رحمه الله د اسلامي امارت د نیابت او وروسته د زعامت په مهال د خپل خدای ورکړي استعداد او ژور فراست په وسیله د دین او هیواد د دښمنانو له هر ډول دسیسو او نیرنګونو سره په خورا ښه ډول مقابله وکړه او د همدې سپیڅلي جهادي صف په متحد، قوي او مستحکم ساتلو سره یې د اسلامي امارت لرزانده بیړۍ د نجات ساحل ته سوق او بقا یې ور تضمین کړه.
ـــ شهيد قائد رحمه الله د حجرې طالب، د سنګر مجاهد، اسیر، مهاجر او بالاخره نه ستړی کیدونکی مبارز و.
ــــ شهید امیر رحمه الله د اسلامي امارت د تأسیس له پیله بیا د شهادت تر ورځې پورې په پرلپسې توګه له داسې چلینجوونکو او سختو ستونزو سره مقابله وکړه، چې له برکته به یې نوموړی د اولوالعزمه مشرانو په نوملړ کې ځای ولري.
ـــــ شهيد منصور رحمه الله د امريکايي استکبار د وحشیانه يرغل د پیل په مهال هیڅکله متزلزل نشو او د یو صدیق، رښتیني او متعهد مجاهد په توګه د مرحوم امیر المؤمنین وفادار او معتمد ملګری پاتي شو.
ـــــ شهید منصور رحمه لله د نه ستړي کیدونکو سیاسي او نظامي هڅو په وسیله وکولای شوای چې اسلامي امارت په اشغالګر دښمن باندې د یو واقعیت او قوي مبارز جهت په حیث ومني او د مذاکراتو میز ته یې حاضر کړي.
ـــــ شهید منصور رحمه الله د اميرالمؤمنين ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله په غياب او د هغه له وفات وروسته هم د اسلامي امارت سياسي او هم نظامي پاليسي په خورا بریالي ډول وساتله، چې آن تر ۲ کلونو وروسته هم چا دا احساس ونکړ چې مرحوم امیر المؤمنین وفات شوی دی.
ــــــ شهید منصور رحمه الله د داعش په نوم پدیده نژدې په نطفه کې خنثی کړه او په دې سره یې داشغالګرو او جاسوسي کړیو دا حربه ناکاره او خواري یې په اوبو ورلاهو کړه.
ـــ شهید منصور صاحب خپل سر قربان او مبارک وجود یې په امریکایي بارودو کباب کړ؛ خو د دین او هیواد په لوړو ارښتونو او مصالحو یې سودا ونکړه.
ــــ د شهید منصور رحمه الله په اړه لیکوالانو ډير څه لیکلي او لا هم لګیا دي لیکي به یې؛ خو زما په نظر یو شی چې منصور صاحب ته یې تر ټولو لوړ امتیاز او معنوي تفوق وربخښلی دی، هغه دا چې نوموړی د امیرالمؤمنین په توګه یوازینی امیرالمؤمنین دی، چې له عثمان ذی النورین رضی الله عنه څخه څورلس سوه کاله وروسته د اسلام د دښمنانانو له لوري په شهادت و رسول شو.
ـــ شهید منصور رحمه الله په ټولو جهادي امورو کې له خپلو مؤتمنو ملګرو څخه مشورې اخیستې، محتاط، باحوصله، مدبر او اسلامي امارت ته تر ټولو وفاداره امیر و.
ـــــ هغه مبارک د متواضع، خوشطبعه، سخي، حلیم او نرم مزاج درلودونکی و.
خلاصه داچې شهید منصور رحمه الله د پورته مواصفاتو په لرلو سره د اسلامي امارت د نیابت او بیا د زعامت په مهال داسي کارنامې ثبت کړې، چې د راتلونکو نسلو له پاره به د لارې مشالونه وي.
په پای کې الله تعالی ته لاسونه لپه کوم.
ای شهید امیره! په قبر دې بې شمیره رحمتونه نازل شه او الله تعالی دې دا ستره قرباني قبوله کړه! آمین.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button