امير المؤمنين شهيد شو!

 

لیکنه: ابومحمدصدیقي

دا يو واضح حقيقت ده چې اسلامي تاريخ له قربانيو او سرښندنو ډک ده.
د اسلام دا ګلشن د مسلمانانو دغيرتي زلمو په وينو ساتل شوی او تر موږ پورې په قربانيو را رسيدلی.
خو په اسلامي تاریخ کې د مجاهدينو تر څنګ د اميرانو شهادت دا هم د اسلامي تاريخ يوه ځانګړتيا او خصوصيت ده.
د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په خپله په غزاو کې شرکت کړی.
آن چې غاښونه مبارک يې شهيدان شوي.
له هغه دور راوروسته صحابه کرامو رضی الله عنهم د اسلام دا ګلشن همدغه شان په خپلو وينو اباد وساته.
د پرلپسې ۳ خلفاء راشدینو شهادت یې ښه مثال ده.
چې په هغه وخت کې به دا خبر د خلکو په منځ کې تکرار شوه، چې امير المؤمنين شهيد شو.
لکه امير المؤمنين حضرت عمرفاروق رضی الله عنه شهيد شو.
امير المؤمنين حضرت عثمان رضي الله عنه شهيد شو.
امير المؤمنين حضرت علي کرم الله وجهه شهيد شو.
همدغه شان نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم.د اسلام‌ د‌دښمنانو خلاف په غزاو کې برخه اخيستې چې زيات شمير يې شهيدان شوي.
همدارنګه له صحابه کرامو څخه را وروسته د مسلمانانو جنګي امیران شهيدان شوي.
خو دغه خبر له ډيره وخته د خلکو له ذهن څخه وتلې وه.
چې امير المؤمنين شهيد شو.
دغه وياړ بيا الله تعالی څو سوه کاله وروسته اسلامي امارت ورکړ.
چې امير المؤمنين شهيد شو.
يقينا که موږ دخپل شهيد‌ رهبر امير المؤمنين شهيد سعيد ملا اختر محمد منصور تقبله اللّٰه ژوند او کارنامې مطالعه کړو.
الله تعالی په ډيرو ځانګړتياوو نازولی وه.
منصور صيب د اسلامي امارت رهبري په داسې نازکو او پيچلو حالاتو کې وکړه. چې اسلامي امارت له ډيرو ستونځو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان وه.
د امیر المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه اللّٰه دوفات خبر يې له نړیوالو کفري استخباراتو څخه څو کاله پټ وساته.
چې په دې سره يې دنړۍ پرمختللي استخبارات وننګول.
د اسلامي امارت د مجاهدينو په صفونو کې يې د کار د لابهبود او طرقي په خاطر قطعات جوړکړل.
د دښمن د مهمو پلانونو دخنثاء کولو او داسلامي امارت د مشرانو د حفاظت په خاطر يې داستخباراتو کميسيون فعال کړ.
خلاصه دا چې منصور صاحب د اللّٰه تعالی له طرفه اسلامي امارت ته يوه تحفه او انعام وه.
همدغه شان منصور صاحب د داعش په نوم د يوې غټې پتنې په خونثاء کولو کې هم ښه بريالی رول ولوباوه.
چې په دې سره يې نړیوال نور هم حيران کړل.‌او د ده خلاف دهغوي په زړه کې هغه پخوانۍ کرکه او حسد‌ نور هم زيات شو.
داسلام دښمنانو ونه نشو زغملی او بالاخره يې ۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د بې پيلوټه الوتکې په يو ناځوان مردانه بريد کې په شهادت ورساوه.

روح يې ښاد او ياد يې تل تر تله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: