ها چې د امت سترګې ورواوښتې!

 

سالم ځيرک

د ټولي نړۍ استخبارات شپه اور ورځ لګیا دي تر څو د طالبانو تر منځ درز واچوی؛ دا بنیان مرصوص صف ونړوي خو دا صف یې ونشو ویشلای.
په دې منځ کې څو د کمزوري ایمان خاوندانو، د لوی ملا صاحب د وفات خبر لاس په لاس کړ؛ دا خبر تر راز ووت او د ځنګله د اور په څير، په جهان کې په ساره او اوږده خپور شو.
دا په ظاهر د یو چا د مرګ خبر خو په حقیفت کې د یوه کاروان او یوه ولس د روح وتلو په معنی و: د امارت له کشره تر مشره پر ټولو د دې صف د انشعاب او ټوټه کېدو خپسې پنجه ښخه کړې وه ، هر چا داسي انګېرله چې د کلونو مبارزه او د شهیدانو سپیڅلې وینې نور هدر شوې، ان تر دې چې ځينو د شهرت او واک لیونیو د یوه نوي امارت اعلان هم وکړ.
په همدې طوفاني حالت کې مو هیواد له یو نوی سرطان سره مخ و، ټولي نړۍ ورته تبلیغات کول او له داعشه یې راته کاغذي پړانګ جوړ کړی و.
خو د لوی خدای جل جلاله فیصله بیا بیله وه، په همدې وخت کې د الله جل جلاله د شفقت او خاص رحمت یو نوی څرک؛ د مسلمة امت تر منځ سر را ښکاره کړ، او د نفاق دا توره بلا یې په خپل اخلاص، تقوا او نهایت ځراکت دړي وړي کړه، د داعشي فتنې پر مرۍ يې پښه کېښوده او دا فساد يې په نطفه کې خنثی کړ، خپل صف یې د اتحاد په مزي داسي کلک کړ چې بیلول يې اوس د هر چا له وسه بر دي.
دا د جګریز ډګر نومیالی قومندان او د سیاسي میدان وتلی رهبر ملا اختر محمد منصور تقبله الله وو.
چې په ډير لنډ وخت کې د امارت پوځي لیکي په قطعاتو وویشلې، نظامي ځواک يې د یو جوړ نظام په څير منظم، او هغه طالب چې له مرګ ، زندان یا تسلیمۍ ور ها خوا یې بل انتخاب نه درلود سیاسي سټيج ته داسي ورپورته کړ، چې نړیوالو قوتونو یې پر سیاسي درایت او قوي مدیریت اعتراف وکړ.
هوکې! همدا د سپیڅلي کاروان سرلاری منصور صاحب و چې د لوی ملا صاحب لښکر یې په سختو شرایطو کې هم د پرمختګ په حال کې وساته، دده تر مشرۍ لاندي د ولایاتو مراکزو سقوط وکړ، دا په داسي حال کې وو چې په ګرد اسلامي نړۍ کې په اسلامي فکر سمبال خوځښتونه د کفري هیوادونو د نوي پوځ (داعش ) له لوري له سختو چیلنجونو سره مخ وو او په ډيري چټکۍ يې سیمې له لاسه ورکولي، په همدې حالت کې د ټول امت سترګې همدې واړه خو د ایمان په وسله سمبال ټولي، او د دوی د فولادي هوډ خاوند رهبر ته ور اوښتې وې او شهید منصور صاحب یې د امید وروستۍ څرک باله.
خو وخت ډير ناړامه لټ وخوړ هغه امیر چې ټولي ورپوري زیاتي هیلي تړلې وي له نن پنځه کاله وړاندي د صلیبي وحشیانو په هوايي برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسيد.(انا لله وانا الیه راجعون) الله جل جلاله دي جنت الفردوس ځای کړي
هوکې!! منصور صاحب وکوچید خو تر شا یې داسي قافله پریښوده چې دده د هیلو او ارمانونو د تحقق لپاره یې شپه او ورځ یوه کړې.
منصور صاحب د تاریخ یو زرین باب شو داسي چې عمر یې لنډ خو د کارنامو او افتخاراتو پاڼي یې له شماره وتې دي.
ريښتیا ده چې د ملتونو تاریخ د هغو شازلمیو په وینو لیکل کېږي چې تویدلو ته بې تابه وي کله چې ویني وچې شي د تاریخ په لیکلو کې اوښکو ته اړتیا نه پیدا کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: