آه زما شهید رهبره!…

د شهید امیرالمؤمنین د شهادت د پنځم تلین په مناسبت

لیکوال: ابوصهیب حقانی
ژباړه: بلال کریمي
مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا – الأحزاب : 23
کله ناکله د ځینو خبرونو اوریدل سخت، بې خونده او د باور وړ نه وي، مګر انسان د هغه له منلو څخه هیڅ چاره نه لري.
یوازینی شی چې د مسلمان زړه ته قوت ور بخښي او مومن په هغه باندې د منګولو خښولو په وسیله د زړه ډاډ ترلاسه کوي، هغه د الله تعالی سپیڅلی کلام او د هغه د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم ارزښتناک فرامین دي، چې د قرآن کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت او د نبوي احادیثو په مطالعه کولو سره د مرګ، شهادت، د فاني نړۍ د ژوند، د صبر او استقامت د فضیلت په اړه او داچې دنیا د الهي آموینو ډګر دی. که چیري مسلمان په هر حالت کې د الله سبحانه و تعالی د فرامینو منونکی اود هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د نوراني او پاکیزه سنتو عامل وي؛ نو بې له شکه چې د هر ډول غم او کړاو زغمل ورباندې آسانه کیږي.
زما د شهید رهبر (عالیقدر امیرالمومنین منصور صاحب رحمه الله) د شهادت خبر د هماغو غمجنو او سختو خبرونو له جملې څخه و.
دا خبر شاید و زغمل شي، ولې د هغه ناڅاپي تګ یوه سخته ضربه او تکان و، چې له حسبناالله و نعم الوکیل او د صبر او استقامت اړوند ایاتونو او احادیثو پرته بل هیڅ شی انسان ته آرام او تسلي نشي ورکولای، بیا داسي فرزانه او مدبر رهبر، چې خپل عمر یې د فی سبیل الله جهاد او اعلاء کلمة الله له پاره وقف کړی و.
آه زما شهید رهبره!…
تاسي لاړئ؛ خو په خپل تګ سره مو د خپلو لارویانو اوسرښندونکو مجاهدینو زړونه غمګین کړل او د هغوی اوښلنې سترګې مو د تل له پاره د خپل ځان په لور و ګنډلې.
تاسی لاړئ؛ خو د خپلو سربازانو په زړونو کې مو داسي ځای نیولی و، چې هیڅکله هیریدونکی نه دی.
آه زما شهید رهبره!…
موږ غوره ګڼله چې تاسي همداسي ژوندي اوسئ او همیشه د جهاد او انقلاب په مسیر کې په خپلو فرمانونو سره زموږ مرسته وکړئ، تر څو د اسلامي امت او شهیدانو هیلې پوره شي.
موږ غوره ګڼله، چې د غمونو، خوشالیو او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت د غیرتي زلمیانو د فتوحاتو او سوبو په مهال له هغوی سره په څنګ کې و اوسئ او ستاسي سترګې هم د نور اسلامي امت په څیر پر کفري لښکرو او د هغوی پر غلامانو باندې د اسلام د ځوانانو د ورځ تربلې په زیاتیدونکو سوبو اوفتوحاتو سره یخې او نازنین زړه مو ورباندې خوشحاله شي.
آه زما شهید رهبره!…
یوه نړۍ کفر ستا (د عظمت څلي اومیړني) شخصیت ته متوجه و، ستا دښمنانو ستا په شهادت سره ستا په عظمت اعتراف وکړ او اسلامي امت ستا په قدر او قیمت باوراو یقین لري او په شهادت دې ویاړ کوي.
آه زما شهید رهبره!…
په دې کلونو کې دې یوه شیبه آرام و نکړ او ټول وخت د افغانستان سپیڅلي جهاد ته متوجه وې! د صدر اسلام د صالحو امیرانو په څیر شپه او ورځ د اسلامي امت له حاله غافله نشوې او د اسلامي امت د سرلوړۍ او افتخارګټلو له پاره دې هیڅ ډول هڅه ونه سپموله، ته نه غافله کیدلې، ځکه پوهیدلې چې مکار او فریبګر دښمن دې ویښ او هره شیبه په کمین(څو)کې بیدار درته ناست دی، تا او ستا لوړ اهداف او آرمانونه نشي زغملی.
آه زما شهید رهبره!…
ستا د شهادت خبر ستا د لارویانو او ملګرو زړونه زخمي کړل؛ مګر ستا ویاړمنه او سوررنګه وینه عزائم قوي کوي او ستا د سرښندونکو مجاهدینو او د اسلام د ځوانانو په مورال به مثبت اغیز وښندي او د شهیدانو او ستا له ویاړمنو وینو سره د وفا له مخې به ستا د لوړو آرمانونو ترتحقق پورې، ستا له لائق نائب سره پر شهادت او اطاعت باندې بیعت کوي.
او ای د اسلام رشید زلمیه! ستا ویاړمن شهادت به د اسلام د مضبوطې ونې د لا پياوړتیا باعث ګرځي او د کفارو او د هغوی د مزدورانو په وړاندې به په فولادي عزم او کلک هوډ سره د مبارزې پیلامه شي.
آه زما شهید رهبره!…
هغه صلیبي دښمنان چې ته یې په شهادت و رسولې، په حقیقت کې هغه حرفه ایي جنایتکاران دي، چې زرګونه مظلوم او بې ګناه افغانان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې عاجز او بې کسه مسلمانان یې شهیدان او بې کوره کړي دي.
هغوی فکر کاوه،چې د نړۍ له صفحې څخه ستا په حذفولو سره به خپلو شومو موخو ته نژدې شي؛ مګر هغوی په ړندو سترګو لوستي وو، بلکې ستا په ویاړمن شهادت سره زرګونه د اسلام په مبین دین او سپیڅلي شهادت باندې مین ځوانان جهادي لیکو او ګرمو سنګرونو ته ځي.
یرغلګر دښمن ګومان کاوه، چې یو منصور و او هغه یې شهید کړ، مګر له دې بې خبره و، چې د منصور له وینو سره به د منصور په څیر زرګونه نور ځوانان سر راپورته کړي او د منصور له ویاړه ډکه لاره به د شهادت تر مقامه د رسیدو او یا د منصور د آرمانونو تر پوره کیدو پورې طی کوي.
آه زما شهید رهبره!…
ته بختور یې چې د خپل ویاړمن شهادت په وسیله د اسلام د شهیدانو او تللیو حماسه جوړونکو اتلانو له قافلې، په ځانګړې توګه له خپل محبوب ملګري امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله سره یو ځای شوې.
ستا فراق او بیلتون له هغوی سره ډیر وخت وانخیست، مګر ایکاش زما محبوب رهبره! تاسي موجود وای او هغه ونه چې تا او مرحوم امیر المؤمنین په یې شمیره فداکاریو او زحمتوتو سره غرس کړې وه، داسي مهال چې له پخې میوې ډکه شوې وای، هم لیدلې او مشاهده کړې وای او ایکاش چې تاسي ډير کلونه نور هم ژوندي پاتي شوي وای.
اللَّهُمَّ اغْفِرْ لَهُ، وارْحمْهُ، وعافِهِ، واعْفُ عنْهُ، وَأَكرِمْ نزُلَهُ، وَوسِّعْ مُدْخَلَهُ، واغْسِلْهُ بِالماءِ، والثَّلْجِ، والْبرَدِ، ونَقِّه منَ الخَـطَايَا، كما نَقَّيْتَ الثَّوب الأبْيَضَ منَ الدَّنَس، وَأَبْدِلْهُ دارا خيراً مِنْ دَارِه، وَأَهْلاً خَيّراً منْ أهْلِهِ، وزَوْجاً خَيْراً منْ زَوْجِهِ، وأدْخِلْه الجنَّةَ، وَأَعِذْه منْ عَذَابِ القَبْرِ، وَمِنْ عَذَابِ النَّار.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: