دشهید امیرالمؤمنین منصور صاحب تواضع اودعلم سرہ محبت

 

لیکوال: محمد مختار

په شهید امیرالمومنین کې الله رب العباد ھغه عادات او خویونه ایښي وه، کوم چې الله رب العزت په نبي کریم صلی الله علیه وسلم، کې پيدا کړي وه، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ، عادت دا جوړ وو، چې کله به له صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین، سرہ ناست وو نو دخپل شپنۍ. او چوپانۍ خبري به یې کولې، دا ځکه چې غرور او لویي پکښي رانه سي، شهيد امیرالمؤمنین تقبله الله، ھم داغه عادت او مزاج درلودی ،چې کله دی تقبله الله نائب دلوی ملاصاحب رحمه الله وو موږ به دمدرسې طالبان چې به کله ددہ و ځای ته دجمعې په شپه ورغلو ،نو ده تقبله الله به موږ ته ځانګړی وخت را کاوه، او زموږ دمجلس لپاره به یې ځان فارغه کاوه، او زموږ سرہ به يې دخپلي طالبۍ دوخت قصې کولې،

چي هر وخت به موږ ورسره يوځای سو، نو زموږ څخه به يې علمي ، صرفي او نحوي سوالونه کول.
په څو ځله داسي پېښه سوله
يو وخت يې دا راته وويله که خدای لږ او ډېر وخت راکړی نو د صرف بهايي څخه به سبقان شروع کوم بيا تر لوی دورې پوري
نو د دومره غټ منصب سره سره يې بيا هم دعلم دومره تمنا درلوده
او دا خبره ما په خپلو غوږو ځني واورېدله
نو دعلم سره يې محبت تر داسي اندازې پوري وو
خپل منصب ته يې نه کتله او دعلم پوښتني يې زموږ څخه کولې او موږ یې پر علم باعثه کولو
او د علم مجلس ډېر خوند ورکاوه

کوم وخت چې امیر المؤمنین لوی ملاصاحب رحمه الله وفات سوی وو،
او دمنصور صاحب تقبله الله دزعامت دوه نیم کال کيدل نو په همداغه دوه نیم کاله وخت کې منصور صیب شهيد پر هم هاغه مخکني حال پاته وو زموږ سرہ یې ھغه ډول عادي گذارہ کوله تابه ویل چې یو عادي مجاھد دی ھیڅکله یې موږ د حالاتو په تغیر او تبدیل نه یو پوہ سوي.

ها چې ځان یې سوی سکور کړو دخدای دين ته،
دهغه منصور احد احد نعرې وې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button