د خلکو هڅوني لپاره ښه کار ښکاره کول

ځینې خلک وایي موږ د خیر کارونه د خلکو د هڅونې لپاره په ډاګه او ښکاره کوو، دوی ته باید وویل شي چې د خلکو د هڅونې لپاره د خیر کار په ښکاره کولو لپاره شریعت یو اصل ټاکلی، هغه داسې که څوک کولی شي د عمل ښکاره کولو په وخت ځان له ریاکاري ساتلی شي او زړه یې ډاډه وي چې دا عمل یې خاص د الله لپاره دی؛ نو ده ته اجازه شته چې د خلکو د هڅونې لپاره د خیر کار ښکاره وکړي.

او که یو څوک له ریاکاري ځان نه شي ساتلی، که د خیر کار ښکاره کړي په ریا د اخته کیدلو خطره یې وي؛ د داسې انسان لپاره لازمه ده چې د خیر کار یا کوم عبادت پټ وکړی. او د خلکو هڅونې په نیت یې ښکاره نه کړي، ځکه د ریا په صورت کې ښه عمل ختمیږي او الله تعالی په غوسه کیږي، نو څوک چې عقل لري هغه د خلکو د هڅونې لپاره ځان تاواني کوي او الله تعالی غوسه کوي؟

د دې دواړو ډوله خلکو مثال داسې دی لکه دوه کسان دي، د یوه ښه لامبو زده ده او د بل لامبو کمزورې ده، ایله ځان پرې ژغورلی شي. کمزوری لامبوزن لکه هغه څوک چې د ښه عمل ښکاره کولو په صورت کې یې د ریا خطره وي، دا کس که سیلاب کې د نورو خلکو د ژغورلو کوښښ کوي څوک به ونه ژغورلی شي او ځان به هم غرق کړي. او څوک چې د خلکو د هڅونې لپاره ښه کار په ښکاره کوي او له ریکاري هم ځان ساتلی شي؛ هغه لکه ښه لامبوزن داسې دی؛ چې ځان هم ژغورلی شي او خلک هم له غرقیدا ساتلی شي.

له مختصر منهاج القاصدین، نه په تغیر او زیاتونه.

یادونه: باید ووایم چې دا ډېره مهمه او باریکه خبره ده، خصوصاً خیراتیان او د خیریه بنسټونو مسؤلین دې ښه متوجه شي.

استاذ حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button