اخ! زما شهید منصور رهبره…!!

لیکنه: أنس أفغان

د تاریخ په رڼا کي معلومیږي چي په هر عصر کي په هر بخش او څانګه کي بعضي داسي کسانو شتون درلودلی چي د هغوی شتون د هغه بخش د پیاوړتیا، پرمختګ، او د تکمیل لازمي جزء ګڼل سوی. د هغوی وجود د هغه بخش د ترقي او کامیابي لامل ګرځېدلی. د هغوی په اهلیت، ځراکت او په ویاړمن موقف نړۍ ته د هغه بخش لیاقت څرګند شوی وي.

همدا شان د شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ زعامت، او رهبري د اسلامي امارت د پیاوړتیا یو ستر لامل وګرځېدی. د هغوی بصیرت، ځراکت، ښې سابقې، ستر شخصيت، لوړ عزم او د شجاعت، او شهامت تر سیوري لاندي د هغوی ستر ویاړمن موقف نړۍ ته د امارت اسلامي موقف، نظامي قوت، سیاست او بصیرت روښانه کړ، اسلامي امارت یې نړۍ ته د یو پیاوړي اسلامي سیاسي خوځښت په نوم ور وپېژانده.
شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ د خپل ذاتي صفاتو لکه: اخلاص وتقوی، شجاعت وغیرت، سیاست وبصیرت، ددې هر څه علاوه د اسلامې تربیت نړیواله اسلامي مدرسه، د جهادي اعداد نړیوال اسلامي معسکر، د سیاسي بصیرت نړیوال اسلامي سیاسي دفتر، او د نظامي ډګر نړیوال جهادي سنګر و.

شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ په خپل ویاړمن سیاست، او بصیرت د اسلامي امارت هغه خلاوې ډکې کړې، د کومو څخه چي اشغالګرو، او ګوډاګیانو فکري، او نظامي بریدونه کول.
هغه د اسلامي امارت خوځښت ته داسي نړیوال شکل ورکړ چي دښمن هم ګوته په غاښ ورته حیران پاتي شو.
هغه په داسي وخت کي اسلامي امارت منظم، متحد، او پیاوړی کړ، چي دښمن یې د بې نظمي، اختلاف، او ضعف شیطاني خوبونه لیدل.
هغه د دښمن هغه دسیسې، چل، او مکر د اوبو سره لاهو کړ، د کوم لپاره چي کفري نړۍ د ناټو په نوم اتفاق کړی و.
‏هغه په ډیر تدبر د داعشي فتنې او بغاوت پر ضد کامیاب ګامونه پورته کړل، که چیري هغه وخت ددې فتنې مخنیوی نه وای شوی، اوس به هم د اسلامی امارت په مخ کي ډېر خنډونه وای.
‏د هغوی په هڅو د اسلامي امارت هره څانګه: هغه که فرهنګي، مطبوعاتي، نظامي او اقتصادي وي او یا هم تربیتي مبارزه وي، ټولې پیاوړې او غښتلې شوې. د دې څخه علاوه د دښمن په منځ کې د جلب وجذب او دعوت سلسله هم په چټکتیا پیل شوه، چي په نتیجه کي یې اوس هم هره میاشت سلګونه او زرګونه ګوډاګیان د دښمن د صف څخه جلا او د اسلامي امارت تر سیوري لاندی آرام ژوند اختیاروي. هغه د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره هر رنګه خدمات وړاندي کړل او د هغه لپاره ځانګړې اداره تشکیل شوه. تعلیم ته دومره وده ورکول شوه چې د نویو تعلیمي ښوونځیو د تعمیر سره سره د جګړې له امله تړل شوي او زیانمن زیات ښوونځي هم بیرته فعاله اوپرانیستل شوې.

د شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ اخلاص وتقوی، سیاست وبصیرت، او د قدرت نه شوق ددې څخه واضح څرګندیږي چي:
هغه د خپل اخلاص په برکت خپل زعامت او رهبري په ډېر ستونزمن حالاتو کي په ډېر بصیرت او پوره اخلاص سره څو کاله مخفي وساتل.
هغه د خپل بصیرت په رڼا کي د ملا صاحب مرحوم د وفات خبر د مجاهدینو د عزم او مورال د قوي ساتلو په خاطر څو کاله د هغوی څخه مخفي وساتی.
هغوی د خپل نوم او نښان د پټ ساتلو په خاطر خپله مبارزه او رهبري د یو مجاهد په صفت څو کاله په داسي میړانه او ځراکت پر مخ یووړل چي د اسلامي امارت په سپېڅلي صف کي هیڅ تغییر او بدلون هم رانغی.

کله چي بیا د اسلامي امارت لخوا د محترم ملا صاحب ـ رحمه الله ـ د وفات د خبر تصدیق وشو، هغه وخت د اسلام د دښمنانو لخوا د اسلامی امارت د متحد صف د ټوټه ټوټه کولو کوششونه، او تبلیغاتې ضربې ډیرې زیاتې شوې، چي د اختلافاتو خوا ته مختلفې لارې په مختلفو بڼو پرانیستل شوې.
شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ هغه وخت د خپل سیاسي بصیرت په رڼا کي د مجاهدینو د مورال د قوې کېدو لپاره د قندوز ښار د نیولو امر ورکړ.
د قندوز ښار فتح شو دا یوازې نظامي فتحه نه وه، بلکه په حقیقت کي دا یو داسي سیاسي کارنامه وه چي د یوې خوا د مجاهدینو روحیه پکي تازه شوه او له بلې خوا دښمن ته په یوه وخت کي یوه داسي سیاسي، فرهنګي، او نظامي پېچلې زوروره ضربه ورکول شوه، چي د دښمن ټول هغه تبلیغات چي د مجاهدینو تر مینځ د اختلاف پیداکولو لپاره یې کول هغه ختم، اختلاف یې هیر او په خپل غم اخته شوه.
د مجاهدینو توجه، او فکر بیرته د خپلې سپېڅلې مبارزې خواته را جلب شو او د دښمن توجه او فکر د تبلیغاتو څخه د ارګ د چار دیواري پر حفاظت را چاپېره شوه.
هغه وخت زه په خپل علمي سفر کي وم، اختر مي هم پر بل وطن و، خو ښه مي یاد دي چي عام اولس په قندوز کي د مجاهدینو دروند استقبال وکړ، د نړۍ مسلمانانو په رسنیو کي امارت اسلامي ته د قندوز د فتحې مبارکۍ رالېږلې، هغوی یې ستایل…هغه کیف، هغې خوشحالي او هغې فتحې یقینا د امارت اسلامي د مجاهدینو روحیه پیاوړې او یو وار بیا یې د اسلامي فتوحاتو یاد راتازه کړ.

د شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ
یوه وینا چي په سرو زرو د لیکلو قابلیت لري، چي هغه مرحوم په خپله یوه وینا کي مجاهدینو ته داسي وايي: ‏
«موږ ته دخپلو سرونو تر حفاطت د خپلو اهدافو ساتنه لومړیتوب لري».
د وخت امام شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ د خپل دې قول مطابق خپل هدف ته د رسېدو په خاطر خپل ګران وجود هم په اور کباب کړ. د هغه له فعالیت او ویاړمن موقف څخه کفري نړۍ ډېره په ډار کي وه، له مختلفو لارو یې د نوموړي د ترور هڅې وکړې، خو کومه نتیجه به یې ور نه کړه، بالآخره د اسلام سرسخته دښمنه امریکا د خپلو جاسوسانو په کومک وتوانېده چي د افغان ولس دخپلواکۍ امام شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ د بې پیلوټه الوتکې په مټ په یو بې رحمه برید کي په نښه او شهید کړي. ـ إنا لله وإنا إليه راجعون! روح دې ښاد او یاد دې تازه وي.

【اللهم اغفرله، وارحمه، وأكرم نزله، وأسكنه فسيح جنانك! يا أرحم الراحمين!】

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button