له شهید شمس الشهداء منصور صاحب تقبله الله سره د بیعت په لړۍ کې؛ زما لاس په لاس بیعت…!

 

فیض صمیم

په ټولنیزه او غږیږه میډیا د امیرالمؤمنین ملا صاحب رحمه الله د وفات قیصه ډیره ګرمه تاوېدله، له عادت سره سم به مې په ټولنیزه میډیا اعتبار نه کیدل ځکه دغسي اوازې به ډیر وخت دروغ ثابتېدلي.

مازدیګر مهال د یو شناخته ملګري خوا ته ورغلم هلته به اکثر وخت مشرانو ناسته کوله. یو مشر چې هغه مهال یې په دعوت ارشاد کمیسون کې دنده کوله بلا اختیاره وویل چې صبا ورځ کېدای شي اهل الحل والعقد شورا د اسلامي امارت نوی زعیم وټاکي…

د دې خبر له اوریدو سره سم مې په خولۀ کې ناړي وچي شوې ما ورته کړۀ!
مولوي صیب دا څه وایې؟
ملا صاحب ریښتیا وفات شوی؟

د مولوي صیب جواب سکوت وو نور یې غږ نه کول…

هغه مهال امریکا د وتلو اعلان هم کړی وو په ما دا خبر ډیره درنه شوه، سل او زر سوچونو واخیستلم ما ویل اوس به دا امارت ټوټه ټوټه شي ، اختلاف به راشي او کاش یو څه وخت د امریکا تر وتلو نه وای وفات”!

په سبا مې یو بل مشر ته دا خبر وکړه هغۀ له ډیري خوشکي نور څه نه وویل صرف راته کړه یې، که دي بل ځل وویل خپه کوم دي.

بالاخره دوهمه ورځ د دغه مشر ملګري زنګ راغی چې فلان ځای ته یې غوشتي یو نامعلوم ځای کې غونډه ده راسره لاړ به شي نور څوک مه خبره وه.

ما ته د تګ په وخت کې هماغه د ملا صاحب د وفات خبره را یاد شوه بیا ځل مې ورته وویل د ملا صیب د وفات په اړه خو به غونډه نه وي؟

هغۀ د پخوا په څیر په خوشکه راته وویل چې دا خبر څنګه په خوله درزي؟ بیا ونه وایې څنګه انسان یې؟

ما ورته کړۀ سخت په تشویش کې یم خدای مکړه دا ستر د شهیدانو صف مات نشي….

هلته چې د غونډي ځای ته یو کس رهبري کړو او ورغلو د تالاشي بعد یو ستر سالون ته ننوتلو چې کتل مې ټول لوړ رتبه مشران وو د سالون په کونجانو کې د امارت سپین بیرغونه رپاند وو، له چوپه چوپتیا سره د غم فضا خوره وه د غم احساس کېدۀ.

د غونډي په پیل کې د تلاوت بعد لومړی د قطر د دفتر د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اوسنی مشر شیخ عبد الحکیم خبري شروع کړي خو د صبر توصیې یې وکړي د ملا صیب د وفات په اړه یې یادونه نه وکړه.

دوهم ځل اوسنی امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده خبري وکړي خو څنګه چې یې دا ایة (وما محمد الا رسول قد خلت من قبله الرسل…) تلاوت کړ پوه شوم چې د ملا صاحب د وفات قیصه لکه چې ریښتیا ده.

بالاخره یې یادونه وکړه چې اهل الحل والعقد شورا د امارت نوی زعیم امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور تعین کړ ملا صاحب رحمه الله دوه کاله مخته په فلان تاریخ وفات شوی.
دلته نو په غونډه کې یو دم د ژړا او ساندو دروند غږ را پورته شو خو د شیخ صاحب مبارک له حکمته او ترغیبه ډکو خبرو ټول مشران ارام کړل،
ویل یې چې د تأسف ځای به دا وای چې دا امارت ړنګ شوی وای او زعامت ته مو څوک نه درلودای یا توافق نه را تلای…
خو الحمدلله امارت ودان دی، فعال دی ،علماء او روحانیون لرو.
شیخ صاحب زیاته کړه چې منصور صیب هغه شخصیت دی چې د ملاصاحب د وفات وروسته یې په دوه کلن بهیر کې دا امارت تر دغه ځایه په خپل متأنت را رسولی اوس علماؤ په منصور صیب اعتماد وکړ، مونږ او تاسو به یې حمایه کوو او د سر په بیعه به یې د شریعت په چوکاټ کې دفاع کوو،
د امارت ترکیب جوړ له مونږ او تاسو دی مونږ او تاسو به د ملا صاحب سره د وفا په خاطر له امارت سره وفا کوو او د مایوسۍ احساس به نه کوو…

بیا همدا راز شیخ مولوي کبیر صاحب خبري وکړي هغه هم ورته خبري وي.

په پای کي شهید منصور صاحب تقبله الله خبري پیل کړي چې يوه نیمه ګنټه یې هر اړخیزه وینا وکړه.

او د خپل نفس د شکستګۍ په موخه یې دا ستر مسئولیت پر ځان دروند بلل او د مشرانو علماؤ د باعث کيدلو او د امارت سره د وفا په خاطر یې دا دروند بار پر ځان منلی وو.

خو یادونه یې په تقریر کې وکړه چې دوۍ دا دروند بار زما په اوږو واچول نو زه هم اوس دوه معاونان د ځان لپاره انتخابوم چې دواړه دلته ناست دي یو یې سراج الدالدین حقاني دوهم یې شیخ هبة الله اخندزاده.

د خبرو په پای کې د ټولو مشرانو په ټنډو کې د خوشالۍ مسکا خپره شوه او هېله یې پیدا شوه چې اِنْ شَاءَالله د امارت دا متحد صف به ضرور تر خپل منزله ځان رسوي.

په اخیر کې د بیعت لړي شروع شوه په قطار کې له ور رسیدو سره سم مې د نوموړي خوږه غیږ په غیږه کې ټینګه او د لاس په ښکولولو مې بیعت ورسره وکړ..

پای…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: