منصور؛ د عمر او صدیق جانشین

لیکنه: سید عبدالرزاق
یوې خیریه ادارې یو وخت دا پوښتنه وکړه چي موږ دخپلي ادارې لپاره یو نوم غوره کوو نو باید کوم نوم ورکړل سي؟ ځکه اکثره وخت یو اداره او مرکز یوازي په خپل نامه کي هغه ټول شیان راټولوي چي ددوی په منشور او اهدافو کي شامل وي،نو دوی هم ویل چي یو داسي نوم ورته انتخاب سي چي په هغه کي دخیریه ادارې کارونه او اهداف راټول سي،د ډېر سوچ وروسته مي ذهن ته د منصور نوم راغی او دراتلو سره سم مي ورته انتخاب کړ،هغو کسانو رانه پوښتنه وکړه چي په دې نامه کي اغراض او مقاصد څنګه راټول شوي دي که مو تاسو لږ پوه کړئ؟ ورته ومي ویل چي یو منصور هغه و کوم چاچي دحق دنامه په نعره اوچتولو خپل ځان ددار سره مخامخ کړ او بالآخر ددې سپیڅلي لاري لاروی سو،او یو منصور زموږ امیر و چي کله یې دځان لپاره دحق دلاري انتخاب وکړ نو داسي استقامت یې نصیب سو چي بیا یې تر شا هم ونه کتل،هغه منصور چي داولس دآزادۍ او خپلواکۍ بیرغ یې اوچت کړ نو هیڅ یو مانع یې مخ ونه ګرځاوه،هغه منصور چي دخپل دین او ملت لپاره یې هلي ځلي دهیڅ یو فشار له مخي مخ په ټیټېدو نه شوې،هغه منصور چي په رشتیا یې ملت یو موټی او دکفر لپاره انګاره جوړ کړ،او هغه منصور چي ټولي نړۍ ته یې خپل رعب او دبدبه وښوده، ځان یې په اور کباب کړ خو دټیټو سترګو ژوند یې قبول نه کړ او دا خبره یې دنیاوالو ته په عملي بڼه ښکاره کړه.
هسي زه ګورم چي زموږ دویاړلي امیر لپاره د ملامحمد عمر دځای ناستي لفظ کاریږي،که څه هم دا لفظ ډېر لوړ او دویاړلي امیر دمفاخرو راڅرګندولو لپاره مناسب دئ ولي که څوک تاریخ پوهنه ولري هغه به دده دکارنامو لپاره دا لفظ کم وبولي،ځکه چي منصورصاحب یوازي دا نه چي دعمر جهادي صف یې رهبري کړ بلکه ده خو هغه فتنې ختمي کړي چي کور دننه یې سر اوچت کړی و،د ملامحمد عمر دوفات سره سم که له یوې خوا دکفر او هغو دبچو تحرکاتو زور واخیست له بلي خوا په صف کي دننه ځیني ناخوالي راپورته سوې،او دا ددنیا اصول دئ چي یو ملک او تحریک که ځوک کمزوری کېدل او له منځه وړل وغواړي نو په هغه کي دي دننه اختلافات را برسېره کړي،چي په دې سره هغه تحریک او نظام په خپله له مځکي سره مښلي او د ترقۍ مخه یې ډب کیږي،ځکه نو دمنصور صاحب لپاره تر ټولو ستر جیلنج هم دا دکور دکور دننه اختلافات و،خو منصور صاحب په خپل عظیم بصیرت او الهی پوهي او حکمت هغه مهم رول ادا کړ چي چا هغه خپل منځي اختلاف له سره محسوس هم نه کړ،کوم چاچي اختلاف ته لمن وهل هغوی کي یې اکثر یا خو په ډېر دانش او عقلمندي سره یو ځل بیا صف ته راوستل او یا یې دهغوی حقیقت دنیا ته څرګند کړ چي دا خلک له اوله سره داشغال ملګري خو اوس یې ځان ښکاره کړ، زه چي کله هم دمنصور صاحب دې کارنامې ته ګورم نو خدای شاهد دئ چي ذهن ته مي درسول الله صلی الله علیه وسلم جانشین خلیفه اول حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه راسي،داسلامي خلافت په توسیع کي دحضرت عمر فاروق رضی الله عنه نوم ډېر بلند او لوړ دئ،او په دې کي شک هم نسته چي څه دپاسه ۲۲۰۰۰۰۰ لکه مربع میله ځمکه دفاروق اعظم رضی الله عنه په خلافت کي داسلام تر ولکې لاندي راغله،خو دتاریخ پوهان وایي چي دفاروق اعظم رضی الله عنه دکامیابۍ او فتوحاتو ستر راز هم دا و چي دده تر مخه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه زمینه مساعده کړې او د خپل منځي ناخوالو او نانندریو څخه یې فضا پاکه کړې وه، ځکه حضرت عمر رضی الله عنه مخته تګ پېل کړ او مسلسل پر مخ لاړ.
په معاصر تاریخ کي که څوک دابوبکر رضی الله عنه د سیرت سره لږ هم مشابهت لري نو هغه دمنصور صاحب شخصیت دئ،دخپل صف دتصفیې سره دی لومړی شخصیت و چي دداعش فتنه یې درک کړ او وخت له مخه یې تیاری ورته ونېو،په موجوده وخت کي په تاریخي توګه دومره مشکلات هیچا ته هم نه دي متوجه شوی لکه څومره چي شهید منصور صاحب ته متوجه شوه، ددې سره سره ده ته وخت هم ډېر کم میسر شو،خو په څومره میړانه او کلک عزم چي ده هغه مشکلات رفع دفع کړل او دهر نوع فتنو مقابله یې وکړل هغه یوازي دا نه چي داسلامي امارت صف یې له خپل منځي نانندریو وژغوره او دلا پرمختګ یې ورته زمینه مساعده کړه بلکه دا یو داسي کارنامه وګرځېده چي د منصور صاخب تګلاره یې د صدیقي سیرت سره یو ځای کړه.
شهید منصور صاحب دخپل عزم او اخلاص په وجه داسي تګلارو ته موفق و چي دهغه تصور هم جا نسو کړای،شهید منصور صاحب په سختو شرایطو او کمو وسایلو کي داسلامي امارت لپاره ځیني داسي ګامونه اوچت کړل چي په هغه سره اسلامي امارت دیو غورځنګ په ځای دیو عالمګیر او نړیوال نظام اسلوب اختیار کړ،شهید منصور صاحب په فوځي ډګر کي خپل فوځ منظم او دقطعاتو باقاعده تشکیل یې وکړ،دفوځ انواع واقسام یې دنیا ته ښکاړه کړه،داشغال په وړاندي یې مقاومت ته یو نوی دریځ ورکړ،ددښمن له تحرکاتو نه دآګاه اوسېدلو په موخه یې داستخباراتو ځانګړې شعبه فعاله کړه چي په دې توګه یې ددښمن پلانونه وار له مخه شنډ او خنثی کړه،د نظامي ډګر تود ساتلو سره سره شهید منصور صاحب دسیاسي او دپلوماتي هڅو یوه نوې لړۍ پېل کړه،دسیاسي دفتر په وسیله یې دنیا ته خپل سم تصویر او رښتونی دریځ روښانه کړ،داشغال دتسلط په وجه جي دنیا کي داسلامی امارت کوم منفي اړخ دنیا کي مشهور و هغه یې تر ډېره حده ختم او په ځای یې داسلامي امارت هغه اصل او دخپلواکۍ موقف ودوی ته ورکړ،خپله شهید منصور دسر په بیعه د ډيرو ځایو سفرونه وکړه،او ټول ابهامات یې ازاله کړه،چي دیو داسي سفر په جریان کي ددښمن دیو نامرده ګزار په نتیجه کي دشهادت په لوړ مقام فائز شو.
له دې جهته مه دمنصور صاحب ژوند ته وکتل شي نو څرګنده ښکاري چي منصور صاحب په خپل مختصر ژوند کي داسلام ددوم خلیفه حضرت عمر رضی الله عنه په قدم قدم ایښی و،لکه څنګه چي حضرت عمر رضی الله عنه نوي نوی ابتکارات کول،نوي نوي شعبې یې فعاله کولې،همدا راز شهید منصور صاحب ددې مفکرې څخه برخمن و چي هر یو شي ته یې ځانګړې توجه وه او په هماغه بخش کي یې دپام وړ قدمونه اوچت کړه.
دعمري سیرت سره دمنصور صاحب دژوند یوه بله بېلګه داسي نښلي چي حصرت عمر رضی الله عنه دخپل قام او اولس دسوکالۍ او هوسایني ډېر خیال ساته،دهغه ترتیب داسي و چي داولس عام او خاص هر فرد تر امیرالمؤمنینه خپل شکایت رسولای شو،شهید منصور صاحب ته الله پاک دا سعادت ورپه برخه کړی و چي خپل اولس ته یې هر څه آسانه کړي او ځای په ځای یې سره ددې سختو شرایطو داولس دشکایاتو داورېدلو انتظام کړی و او په دې هکله یې نه یوازي دا چي دشکایاتو ځانګړې شعبه فعاله کړې وه بلکه دعمر په شان یې دهېواد دګوټ ګوټ سفر وکړ او دخپلو ملګرو او اولس حال یې خپله وکاته.
شهید منصور صاحب دعظمت یو بله بېلګه چي دده سیرت دتاریخ دعظیمو خلکو سره یو ځای کوي دا چي شهید منصور صاحب دامیرالمؤمنین په صفت خپل ځان داسلام او حق کلمې لپاره قربان کړ او دشهادت جام یې نوش کړ،چي دا یو داسي کارنامه ده چي په معاصر او قدیم تاریخ کي یې پرته له څو کسانو مثال نه موندل کیږي،ددې لړۍ بنسټ ګر حضرت عمر فاروق،حضرت عثمان غني او حضرت علي رضی الله عنهم دي چي په دې توګه شهید منصور صاحب ددوی هم زلف او ددوی په نقش قدم تلونکی شخصیت شو.
نن چي دجوزا لومړی ورځ ده دشهید امیرالمؤمنین دشهادت پنځه کاله پوره کیږي خو اسلامي امارت دشاتګ په ځای داسي پرمختګونه کړي چي نړۍ ورته حیرانه ده،ددې اصل لامل همدادئ چي د اسلامی امارت باغ شهید منصور صاحب په خپلو وینو او دور اندېشه فیصلو سره داسي اوبه کړ چي تر قرنونو به ورته داوبو ضرورت نه وي،کافران به همېش دده دحکمت او بصیرت له ډکو فیصلو سرخوږی محسوسوی او دده کاروان به همداسي مخ په بهی وي ان شاءالله ـ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: