د لغمان مرکز کې د امنیتي بیس تر سقوط وروسته؛ له کابل څخه جګپوړی امنیتي پلاوی دغه ولایت ته تللی

طالب ویاند د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې تیره شپه یې نیول شویو امنیتي مراکزو کې لسګونه تنه عسکر ژوندي نیولي، ګڼ ټانګونه او خورا ډير سپکه او درنه وسله او مهمات یې ترلاسه کړي دي.

  عزم،یکشنبه، ۲غویي۱۴۰۰):وروسته تر هغه چې تیره شپه د طالبانو ویاند خبر ورکړ چې ماښام مهال اته بجې یې د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند ګنجون سیمه کې یوه غټه امنیتي قرارګاه(بیس) او ۲ پوستې ونیولې؛ په تعقیب یې له کابل څخه یوه جګپوړي امنیتي پلاوي دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وایي چې دغه پلاوي کې لوی درستیز او د ملي دفاع سرپرست جنرال محمد یاسین ضیا، د ملي امنیت لومړی مرستیال اوددغې ادارې اوپراتیفي مرستیال خوشحال سادات او ګڼ نور نظامي مسوولین شامل وه، چې تېره شپه ناوخته لغمان ته رسیدلي دي.

خبرپاڼه وایي چې د یاد پلاوي په لارښوونه، لغمان کې د طالبانو د ځپلو په موخه ځمکني او هوایي عملیات پیل شوي او ترڅنګ یې د بېلو بېلو قطعاتو ګڼ سرتېري هم یاد ولایت ته رسیدلي دي.

طالب ویاند د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې تیره شپه یې نیول شویو امنیتي مراکزو کې لسګونه تنه عسکر ژوندي نیولي، ګڼ ټانګونه او خورا ډير سپکه او درنه وسله او مهمات یې ترلاسه کړي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیرماښام طالبانو د علیشنګ ولسوالۍ د «کوټالي» بیز هم نیولی او هلته میشت عسکر له وسلو او مهماتو سره یوځای ورته ورته تسلیم شوي دي.
د ولایتي شورا غړي وایي چې دغه ولایت کې وضعیت د طالبانو په ګټه څرخیږي او که همداسې روان وه، ژر به د ولایت مقام سقوط وکړي.

تر همدې ادعاوو وروسته د لغمان والي “رحمت الله یارمل” د خپلو عسکرو د مرال لوړولو په خاطر په ټولنیزه رسنۍ فسبوک کې یوه ویډیو خپره کړه چې په کې نوموړی د شپې تیاره کې د ښارمنځ کې په ګزمه راوتلی او خپلو عسکرو ته ډاډ ورکوي.

خو نوموړي ته په کمنټونو کې د هغه ملاتړو لیکلي چې والي د ښار څنډو ته نه، بلکې د امنیې قومانداني او ولایت شاوخوا دکانونو ته له یوه لوی کاروان سره راوتلی او په دې ډول کړنو سره خپلو عسکرو ته کاذب مرال هم نه شي ورکولای.
د یادونې وړ ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې ددغه ولایت د دولت ولسوالي هم له دولت پلوه ملیشو تصفیه کړه او دا مهال یې په مرکز مهترلام او علیشنګ ولسوالۍ هم د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: