أموي خلافت: الحلقة الخامسة/ أمویون د حضرت أبوبکر الصدیق رضي الله په دور خلافت کې

د رسول صلی الله علیه وسلم د وفات وروسته مسلمانان د ستړي حالت سره مخ شول ، ټول را جمع سوه پر خلافت د أبو بکر الصدیق رضي الله عنه ، هغه یي خلیفة د اسلام و ټاکه ، أبوبکر الصدیق رضي الله عنه د ټولو أخطارونو او تهدیدونو و مخ ته ودرید ، د مرتدینو سره یي قتال وکړ تر څو چي و اسلام ته یي را وګرځول ، د فتوحاتو سلسله د فارس او روم په ښارونو کي په حرکت شوه.
أول خط چي حضرت أبو بکر الصدیق رضي الله عنه ولیږه هغه یي د مکي مکرمي و والي ته (عتاب بن أسید أموي) ته ولیږه ، هغه ته یي أمر ورکړ که څوک د اسلامه رد کیدله جهاد ورسره وکړه ، هغه هم دده د أمر مطابق په تهامه نومي ځای کي د مرتدینو سره مخامخ شو ، او هغوی ته یي شکست ورکړ ، بیا یي پنځه سوه مجاهدین نور تیار کړل د خپل ورور (خالد بن أسید) په مشرۍ یي یمن ته ولیږل چي د هغه ځای د مرتدینو سره جهاد وکړي، او (حضرموت) او (کندة) بیرته و اسلام ته را وګرځوي.
کوم جنګونه چي مسلمانانو د (مسیلمة الکذاب) پر خلاف وکړه په هغو کي عمومي قائد أو مشر خالدبن الولید رضي الله عنه وو ، هغه بیا په خپل لښکر پر مهاجرینو صحابه ئي کرامو یي (أبوحذیفة بن عتبة أموي) قمندان ټاکلی وو ، زید بن الخطاب رضي الله عنه هم ورسره وو ، أبو حذیفة أموي د کذاب د لښکرو په مقابل کي و جنګیدی تر څو چي په شهادت ورسیدی ، د هغه وروسته بیا د مهاجرینو بیرغ (سالم) چي د أبو حذیفة أزاد سوی مریی وو، هغه واخیست ، هغه هم وجنګیدی تر څو چي په شهادت ورسیدی.
لومړی د مجاهدینو لښکر چي حضرت أبوبکرالصدیق رضي الله عنه و شام ته ولیږی د خالد بن سعید بن العاص أموي په رهبرۍ یي ولیږه ، بیا یي هغه عزل کړ ، پر ځای یي یزید بن أبي سفیان أموي و ټاکه.
امام ذهبي فرمایي چي یزید بن أبي سفیان یو د هغو څلورو أمیرانو څخه وو چي حضرت أبوبکر الصدیق رضي الله عنه و شام ته د غزاء لپاره ولیږل ، أبو بکر الصدیق رضي الله عنه پر پښو ورسره روان وو او د غزاء پر لور یي رخصت کوی او توصیې یي ورته کولي ، همدا دده پر کمال تقویٰ او دیانت أو مرتبي باندي دلالت کوي.
بیا یي ورپسي نور مجاهدین د حضرت معاویه بن أبي سفیان په مشرۍ کي ولیږل ، أبو سفیان رضي الله عنه چي په دي وخت سپینږیری شوی وو دی هم ورسره ملګری شو ، په همدي غزاء کي د سعید بن العاص أموي دري ځامن ، خالد بن سعید ، أبان بن سعید ، عمرو بن سعید تر سختي غزاء وروسته په شهادت ورسیده.
د یرموک د غزاء د شروع کیدو څخه لیږ وخت مخکي د جنګ قمندانان سره کښیناسته د جنګ لپاره یي ترتیب او لائحه عمل برابروله ، أبو سفیان رضي الله عنه پر دوی تیریدی او دوی یي ولیده نو ویي ویل ما کله هم دا ګمان نه کاوه چي د قریشو یو څو هلک ګوټي دي د جنګ نقشه برابروي او زه دي حاضر نه یم ، بیا هغوی ورته په مجلس کي ځای ورکړ ، دی هم د جنګ پر ترتیب برابرولو کي ورسره شریک سو.
خلاصه داچي د حضرت أبوبکرالصدیق رضي الله عنه په دور خلافت کي أمویین د جهاد په سرلارو کي وه.

د أموینو کردار د حضرت عمر رضي الله عنه په دور خلافت کي … نور بیا….

چي و مو لوستل لطفا و لیکئ: ولوستل شوه.

لیکنه: عبدالرحمن محمود

#المصادر :
– تاريخ الطبرى
– اﻟﺒﺪاﻳﺔ ﻭاﻟﻨﻬﺎﻳﺔ
– ﺳﻴﺮ ﺃﻋﻼﻡ اﻟﻨﺒﻼء
– ﻓﺘﻮﺡ اﻟﺸﺎﻡ ﻟﻠﻮاﻗﺪﻱ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button