د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې پنځه پوستې سقوط شوې

عزم(یکشنبه، ۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د لوګر ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې بیګا شپه او نن ورځ د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې پنځه پوستې سقوط شوې دي.

راپور کې راغلي چې بیګا شپه د کیشم د غونډۍ او د غزني خیلو د کلي پوستې تللي او نن مازدیګر بیا د کوډګي پوسته، د سيند د غاړې پوسته، او د بټی پوستې تخلیه شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تیره ورځ د برکي برک ولسوالۍ کې هم درې پوستې سقوط شوې وې او دغه ولسوالۍ اوس هم د محاصرې په حالت کې قرار لري.

په ورته وخت کې نن غرمه مهال د دغې ولسوالۍ په زاهد اباد سیمه کې د کابل ګردیز پر لویه لار د ملي امنیت اړوند اربکیو پولیسو باندې برید شوی وو چې په ترڅ کې یې پنځه تنه وژل شوي او څلور میله وسلې یې طالبانو وړي.

نیول شوې وسلې

د یادونې وړ دی چې نن ورځ سلام وطندار د ځینو باوري سرچینو په حواله لیکلي وو چې له دغه ولایت څخه لوړپوړي چارواکي، د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او خینې نور خلک د ولایت د سقوط له ویرې وتلي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب‌الله ستانکزي هم سلام‌ وطندار ته ویلي و چې ځايي مسوولان د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي چې له امله یې ځینې خلک د ولایت پریښودو ته اړ شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button