لغمان: مرکز مهترلام کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده

  عزم،یکشنبه، ۲غویي۱۴۰۰): راپورونه وایی چې طالبانو د لغمان ولایت کې په الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې د پرمختګونو تر څنګ، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د دولتي ځواکونو پر مرکزونو درانه بریدونه پیل کړي دي.

عیني شاهدان وایي چې نن له غرمې وروسته د مرکز مهترلام اړوند ۴ پوستې او د قلعه نجیل لوی بازار د طالبانو لاس ته لویدلی دی.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو دامهال د ښار دوه کيلومترۍ کې، په محبس باندې جګړه روانه کړې ده.

امنیتي چارواکي تائیدوي چې په دې ولایت کې د بادپښ، الینګار او الیشنګ ولسوالۍ د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دي.
که څه هم تیره شپه د دفاع وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ لغمان ته د ملي اُردو تازه قطعې رسېدلي، خو لا هم ددې ولایت یادې درې ولسوالۍ او مرکز د طالبانو لخوا محاصره دی.
سرچینې وایي چې کمانډو ځواکونو ټولې هغه سیمې هدف ګرځولې چې یا د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې، یا هم جګړې په کې روانه ده، چې له امله یې زیات زیان د سیمې عامو خلکو ته اوښتی دی.
په یوه ویډیو کې چې تازه خپره شوې ښکاري، چې د ملي اردو لسګونه ټانګونه پر یوه ځای ولاړ دي او په بې هدفه توګه د درنو او سپکو وسلو ډزې د ښار پر مختلفو سیمو ترسره کوي.

امنیتي سرچینې وایي چې د لغمان د مرکز اړوند سیمو کې تر دې مهاله، شاوخوا (۱۷) پوستې د طالبانو لاس ته لویدلې، چې نومونه یې په لاندې توګه دي.
۱- ملاقد رت کور داردو ټولي.
۲- ملک نصرالله کور د محلي اردو.
۴- تماسیان پوسته.
۵- مدیر معصوم دکور پوسته.
۶- استانه ګل د کور پوسته.
۷- فاروق کور پوسته.
۸- ببرک کور پوسته.
۹- بریالی کور پوسته.
۱۰- حاجي یعقوب کور پوسته.
۱۱- حاجي ظاهر کور د زمان قرارګاه.
۱۲ لیونیانو بیله.
۱۳-دبصرام د ټولي د سرک پوسته.
۱۴ زرګرانو پوسته.
۱۵کټل پوسته.
۱۶- خان قلعه پوسته.
۱۷- د ارمل خوړ پوسته.
له سیمې څخه یو شمېر سرچینې وایي، دولتي ځواکونه نن له  غرمې وروسته د مرکز اړوند اب زايي، خان قلعه، ساپیو کلا او میدان سیمو څخه هم پر شاه شوي دي.
د لغمان یو تن اوسېدونکي صاحب نور قادري طلوع نیوز ته ویلي چې جګړه د مهترلام ښار په دوه سوه مترۍ ته رسیدلې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: