جمهوریت ولې په ټینګار نه ارزي؟

خط اول

افغانستان اوسمهال له سخت پړاو څخه تېرېدونکی دی، ځکه له یوه لوري بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي او له بله اړخه ځينې مغرض افراد د عامه اذهانو د مغشوشتیا په موخه زهر جن تبلیغات کوي،  غواړي په دې توګه افغانان له راتلونکي ووېروي او د سولې په ټينګښت يې بدګمانه کړي.

 اوس چې امریکا او  متحدینو يې د دوحې تړون خلاف د سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو پرېکړه کړي؛ ورسره سم ځينې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ غواړي په افغانستان کې په نوې بڼه د جګړې دوام ته افراد استخدام کړي. ترڅو دوی وکولای شي له دې لارې خپلې همیانۍ ډکې کړي او په بهر هیوادونو کې د خپلو اولادونو د هوساینې لپاره دنګې او ښایستوکې ماڼۍ وپېري. دوی د جګړې او اشغال د دوام لپاره کابو هره ورځ مختلفې او غولوونکې برنامې په لاره اچوي. تر څو په دې توګه د افغانانو ترمنځ نفرت لا زیات او په خپل منځي جګړو کې يې د اوږد مهال لپاره ښکېل وساتي. دوی همدارنګه د دې لپاره چې پر افغانانو غربي افکار او ارزښتونه ومني، د خپلو حقیقي ارزښتونو مسخره کولو ته کار ویلی او غواړي په دې توګه افغانان له خپلو ارزښتونو سره هم په جګړه کې ښکېل کړي. دغه کسانو د جګړې د دوام او خپلو نا مشروع ګټو د خوندیتوب په موخه خورا چټک او غولونکي تبلیغات پيل کړي.

په همدې موخه اوسمهال ځينې اشخاص – ځينې يې په بې خبره توګه او ځينې قصداً – راولاړ شوي د جمهوریت او امارت د پرتلنې کمپاین يې پيل کړي او غواړي په واسطه يې د افغانانو ترمنځ نفرت زیات او له یو بل سره يې په مخالفت کې واقع کړي.

دوی سره له دې چې پوهېږي په افغانستان کې د جمهوریت تر شعار لاندې یو بل واکه، زور واکه، فساد واکه، غل واکه او په نورو بد رنګیو ککړ نظام شتون لري، بیا يې هم د نوي افغان نسل د غولولو او په خپلو جګړه ییزو لیکو د استخدامولو په هدف يې له جمهوریت څخه د شیدو غوا جوړه کړې او خلکو ته دا په نظر ورکوي چې که څوک جمهوریت ومني، له هر ډول ناورین څخه به لیرې او له هر ډول پرمختګ و هوساینې څخه به برخمن وي. دوی سره له دې چې د جمهوریت په نوم د یوه بې خونده او ګنده نظام د حاکمیت لپاره کمپاین پيل کړی او غواړي په دې توګه خلک دوکه کړي، مګر بیا هم په ډېره سپين سترګۍ سره د خپلو ناوړه موخو د پوره کولو په تکل بې خونده او غولونکي کمپاینونه کوي. دوی پوهېږي چې په افغانستان کې اوسنی د اشغال تر سیورې لاندې حاکم جمهوریت نه د جمهوریت په معیار برابر دی او نه هم د جمهوریت اصولو ته ژمن دی؛ بلکې دغه نظام د بهرني یرغل تر سیورې لاندې وارد شوی او که د یرغلګرو سیوری يې له سره ایسته شي، دغه نظام به هم ورسره کډه وکړي او په افغانستان کې به ښخ کړل شي. ځکه خو يې سره له اوسه لا د جمهوریت(!) د پياوړتیا او بقاء لپاره پراخ کمپاینونه او تبلیغات پيل کړي او هره ورځ د میلیونونه پيسو په بدل کې د جمهوریت په ملاتړ تبلیغاتي غونډې جوړوي او له امارت یا اسلامي نظام سره مخالف څرګندوي. له اسلامي نظام سره مخالفت کوونکي، هغه کسان دي چې یا خو د اشغال په شل کلنه موده کې را لوی شوي، یا يې په دغه موده کې د اشغالګرو تنخواګانې خوړلي او یا هم په غرب کې لوی شوي او په پوره مانا له غربي مفکورې څخه اغېزمن دي.

دغه کسان، کوم چې اوسمهال د جموریت د بقاء لپاره لابي کوي، غواړي په حقیقت کې د جمهوریت تر شعار لاندې خپل فساد، فحشاء، بې دینۍ او نورو ورته کړنو ته مشروعیت پيدا او دوام ورکړي.  دوی ځکه له امارت سره بدي اعلان کړي او امارت په اوسني شعاري جمهوریت معاوضه کوي چې که چېرته امارت حاکم شي دوی به پکې خپل اهداف له لاسه ورکوي او بیا به د اوس په څېر بدرنګیو کې ښکېل ونه اوسي. دغه کسان نه یوازي دا چې له امارت سره یې ورانه او منلو ته يې حاضر نه دي؛ بلکې هغه جمهوریت چې په غرب کې حاکم دی، هم نه مني او له هغه جمهوریت سره يې هم ورانه ده. دوی غواړي له امارت سره د مخالفت له لارې د جمهوریت په چوکاټ کې اوسنی ګنده نظام پر افغانانو تحمیل کړي او له دې لارې په افغانانو خپل راج وچلوي. دوی په حقیقت کې داسې یو نظام او حاکمیت غواړي چې دوی يې تر سیورې لاندې وکولای شي هر ډول ناوړه اعمال ترسره کړي.

په  ټوله کې که د امارت او جمهوریت ترمنځ پرتلې ته وګورو او پرتله يې کړو؛ وبه ګورو چې د جمهوریت په پرتله د اسلام له اصولو سره سم نظام څو چنده غوره او د ټولنې له نبض سره برابر دی. د لنډ مثال په توګه ویلای شو چې په جمهوریت کې کمیت ته کتل کېږي او په اسلامي نظام کې کیفیت ته. دوی یعنې د جمهوریت پلویان د زعامت په ټاکلو کې افراد تلي نه، بلکې شمېري يي. د هر هغه چا په مشرۍ اعتراف کوي چې  زیاتو وګړو تائيد کړی وي، نه د هغه چا په زعامت چې نخبه ګانو ټاکلی وي. دوی د لیوني، فاسق، غله، زاني، قطاع الطریق او نورو ورته افرادو رايې ته هم په اهمیت قایل دي او هر کس چې د همدغه افرادو له لوري د مشر په توګه و ټاکل شو، دوی ته د منلو دی او په مشري يي مني. هغه فرد که هر څومره فاسق، غل، غاصب او په نورو بدرنګیو ککړ هم وي خو دوی ته تر هغه چا افضل دی چې د هیواد برجسته افرادو له لوري ټاکل شوی وي. مګر  په اسلامي نظام کې بیا دا شی نشته. د غوره والي معیار تقوی او دیانت دی. اسلامي نظام پلویان د هر هغه چا رايې او نظر ته احترام لري چې تقوی ولري او د علم په لرلو سره د زعامت په ټاکلو کې غوره پرېکړه کولای شي او هره پرېکړه د تقوی په اساس کوي نه د شتمنۍ او مالي امتیازاتو په اساس. په جمهوریت کې هغه څوک د مشرۍ لیاقت لري او د مشر په توګه ټاکل کېږي چې ډېرې رايي خپلي کړي. خو په امارت یا اسلامي نظام کې هغه څوک د زعیم په توګه ټاکل کېدلای شي چې نخبه ګان، عالمان، پرهېزګاران او ورته نور هغه افراد يې په مشرۍ اعتراف وکړي چې په ټولنه کې خلک ورته په ارزښت قایل وي او خلک د ژوند په نورو چارو کې مشورې ورسره کوي. په جمهوریت کې غل، فاسق، ظالم او… د مشر په توګه ټاکل کېدلای او غل، فاسق، ظالم او.. مشر ته رایه ورکولای او مشر ټاکلی شي؛ خو په امارت کې بیا نه یوازې دا چې غل، فاسق، ظالم او… نه مشر کېدلای او نه مشر ټاکلی شي، بلکې په سپکه ورته کتل کېږي او د جزا وړ بلل کېږي او جزا ورکول کېږي. په پای کې ویلای شو چې د امارت پلویان هغه څوک دې چې په ټولنه کې ښه نوم لري او خلک ورته په ارزښت قایل دي؛ خو د جمهوریت پلویان بیا تقریباً ټول غله، فاسقان او هغه کسان دي چې په ټولنه کې ښه نوم نه لري او خلک ترې بد وړي او کرکه ځينې کوي.

نو دلته ده چې په افغانستان کې دا چې کابو ټول وګړي يي مسلمانان دي، پرته له اسلامي نظام څخه بل هیڅ نظام د استفادې وړ نه دی او نه هم کوم بل نظام د افغانانو ستونزې هوارولای شي. ځکه موږ په تېرو تاریخونو کې تجربه کړي او راته څرګنده شوي چې له اسلامي نظام پرته د نورو نظامونو حاکمیت د افغانانو لپاره کومې ناخوالې درلودلې دي؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button