شهید امیــر الـمــؤ مـنـیـن؛ د لوی هدف لپاره لویې قربانۍ ته وړاندې شو!

محمد آصف آزاد

شهید امیـر الـمـؤ منــیـن ته له هر لحاظه په یوه خورا سخت او حساس وخت کې د داسې تحریک د رهبرۍ دروند مسؤلیت ور وسپارل شو، چې نیږدې ټولې نړۍ سره په مخامخ نظامي، سیاسي، فکري او تبلیغاتي جګړه کې ښکېل و.
کله چې د ا.ا د بنسټګر مشر مرحوم امیـر الـمـؤ مـنـیـن د وفات خبر اعلان شو، نو که له یوې خوا د نړیوال تېریګر اشروال دښمن پر مخ د ماتې درنه څپېړه وار کړل شوه، ځکه چې له ټولو استخباراتي امکاناتو، پوښښ او د دوی د زور او قوت دعوو سره سره یې د مرحوم امیـر الـمـؤ مـنـیـن وفات کېدلو څخه دوه کاله خبر ترلاسه نکړای شو؛ خو له بل پلوه دښمن چې دا مهال نیږدې پنځلس کاله جګړه او ټولې هڅې او کوښښ په کولو سره یې کومه بریا ترلاسه نکړای شو او د ماتې او ناهیلۍ په درشل ولاړ و، د ا.ا د بنستګر مشر په وفات کېدلو سره د بري نوې هیلې ورسره پیدا شوې او په دې تمه چې ګوندې ا.ا صف به د لومړني مشر په وفات کېدلو سره کمزوری شي او آن چې منحل او وبه پاشل شي!
د همدې هدف لپاره یې له سره نوې هڅې پیل کړې. په نظامي لحاظ هم او تر ټولو ډېر په استخباراتي، تبلیغاتي او سیاسي برخه کې یې هم ډېرې هڅې او کوښښونه پیل کړل. له یوې خوا یې د صف د پاشلو لپاره یو ځای بل ځای مختلف کسان را پورته کړل، ناوړه تبلیغات او پروپاګند خپرول یې پیل کړل او بل خوا یې د سولې په نامه د ا.ا د تسلیمولو یا له منځه وړلو هڅې پیل کړې!

خو شهید امیـر الـمـؤ مـنـیـن د هیڅ لرې او نیږدې دښمن پروا ونه کړه او د نړۍ هیڅ ظالم او جابر په وړاندې د تسلیمۍ څه چې، آن د کمزوري او ضعیف دریځ له خپلولو څخه یې هم ډډه وکړه او په یوه نړۍ مېړانه او جرئت د دښمن د ټولو هڅو او حربو په وړاندې ودرېد او د مسلمانانو د دې لوی کور (ا.ا) د متحد او په خپل سپېڅلي دریځ د ثابت ساتلو لپاره هرې قربانۍ ته تیار په میدان ودرېد. هغه پوهېده، هغه د خپل ځان په وړاندې شته تهدیدونه او خطرونه تر بل هر چا ښه درک کولای شول، خو هغه د دې ور سپارل شوي امانت په ساتلو کې قربانۍ ته په وړاندې کېدلو کې دوه زړی هم نشو!

هغه پوهېده چې د دې دریځ خپلول به ورته حتماً له ستر خطره خالي نه وي، خو دی فکر کوي چې د دې لوی امانت ساتل لوی خطر ته وړاندې کېدلو باندې ارزي، آن که د خپل ځان په ټوټه ټوټه کولو هم وي. شهید امیـر الـمـؤ مـنـیـن په یوه غونډه کې وایي: “موږ ته مسؤلیت را سپارل شوی، موږ ته قرباني را سپارل شوې او موږ ته خدمت را سپارل شوی، پاچاهي نه ده را سپارل شوې؛ او څومره چې مسؤلیت درنیږي، مشکلات یې هم درنیږي…”
په دې لاره کې هره قرباني ورته اسانه وه، هرې قربانۍ ته تیار و، ځکه د ا.ا ساتل لوی هدف دی او د لوی هدف لپاره لویې قربانۍ ته وړاندې کېدل اسانه دي. د هغه خپله خبره ده چې ویل یې: “موږ ته تر ژوند خپل اهداف لومړیتوب لري، که موږ ژوندي نه یو خیر دی، خو مهمه داده چې زموږ مبارزه روانه وي”

هغه په دې ټولو ستونزمنو حالاتو او سختو مشکلاتو په وړاندې پوره صابر و، چې د همدې صبر په پایله کې الله تعالی په سترو بریاوو هم ونازوه. الله تعالی په نظامي او سیاسي ډګرونو کې سترې بریاوې ورکړې، د صف په متحد ساتلو کې بریالی شو، د دښمن په ټولو حربو او دسیسو شنډولو بریالی شو، د صف په منظم کولو او هرې برخې ته سیستم او چوکاټ په جوړولو بریالی شو، پر حق دریځ باندې ثابت پاتې کېدلو بریالی شو او… او بلاخره د شهادت لوړ بریالیتوب ورته په برخه شو، دومره ستر بریالیتوب، چې الله تعالی هم لوی بریالیتوب بللی:
إِنَّ اللَّهَ اشْتَرٰى مِنَ الْمُؤْ مِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوٰلَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِى التَّوْرٰىةِ وَالْإِنجِيلِ وَالْقُرْءَانِ ۚ وَمَنْ أَوْفٰى بِعَهْدِهِۦ مِنَ اللَّهِ ۚ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِى بَايَعْتُم بِهِۦ ۚ وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ. سورة التوبه: ۱۱۱
حقيقت دا دى چي الله له مؤمنانو څخه د هغوى نفسونه او د هغوى مالونه د جنت په بدله کې اخیستي دي. هغوى د الله په لار کې جنګيږي، نو وژني او وژل کیږي. له هغو سره په تورات، انجيل او قرآن کې (د جنت وعده) د الله پر ذمه باندې يوه كلكه پخه وعده ده. او څوک دى چې له الله څخه زيات د خپلې ژمنې پوره كوونكى وي. نو خوښ اوسئ په خپلې دغې سودا چې د خداى سره مو کړې ده، همدا تر ټولو ستر برياليتوب دى.
تقبله الله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button