شل کلنې لاس ته راوړنې؟!
عبدالرقیب رقیب
د کابل ادارې واکمنان په دې خبره پسي نښتي دي چې «شل کلنې لاسته راوړنې دي د سولې قرباني نهشي»!
راځئ شل کلنې لاسته وروړنې لږ وڅیړو او د دغې خبري ترشا علت پیدا کړو.
شل کلنې لاسته وروړنې په لاندینیو نقاطو کې خلاصه کوي:
ـ جمهوریت
– اساسي قانون
– د بیان ازادي
– د ښځو حقوق
– د مذهبي لږهکیو حقوق
– اقتصادي پرمختګ
– ملي اردو
لومړی باید ووایو چې په تيرو شلو کلونو کې د دوی لویه لاسته راوړنه دا وه چې هغه حكومت (د برهان الدین واکمني) چې ځینو ورنه د دفاع په خاطر د امارت په وړاندي بغاوت کاوه او نیمه لسیزه یې جنګونه ورباندي وکړل، د امریکا په اداره بدل شو!!
د دوی هغه پاچا د امریکا مدیر ته په رکوع شو چې د مخالفت په اساس یې طالبان باغیان بلل!!
د دوی هغه اصلحې چې ورنه د دفاع په خاطر یې د امارت په وړاندي نيمه لسیزه جنګ ته جهاد ویل او ځانونه یې شهیدان ګڼل «ډي ډي آر» او بیا د اور خوراک شوې!
د قمندانانو په لاس د شورويانو ټانګونه کباړول یې خیانت بلل خو د امریکا په لاس د دوی د اسلحو سوځول یې شل کلنه لاسته راوړنه ده!.
يوه لسيزه کيږي چې حکومت يې دوه سری او وزارتونه له وزيرانو خالي, په سرپرستو چلیږي. د شلوکلونو نيمايې برخه د افغانستان د تجزيي او افغانانو ترمنځ د منافرت دوره وه، پاتي نيمايې د تجزيې عملي دور روان دی. همدغه يې د شل کلنو لاسته راوړنو نمونه ده.
جمهوریت یعني ټولخوښی نظام.
ایا په بون کې د افغانستان ټول خلک راټول شوي و، چې د دغه نظام تأسیس یې وکړ؟! او که هلته یوڅو تجریدشویو اشخاصو د افغانستان د ټولو خلکو استازيتوب کاوه؟! دلته د جمهوریت تأسیس چا او د کوم معیار له مخي وکړ؟! څنګه ثابته شوه چې دغه شلکلنه ګډوله جمهوري یعني د ټولو خوښه ده؟!
ایا د جمهورو نظام اړتیا لري چې له خپلو خلکو نه، د ساتلو لپاره یې د پردیو الوتکې، ټانګونه، فوجونه او رنګارنګ تجهیزات زموږ په خاوره دربه دروبه جوړه کړي؟!
ایا د (ټولخوښي) نظام د ساتلو لپاره پردیو عسکرو ته د خپلو خلکو وینه بښل او هغوی ته د هرډول جنایت په اړه قضائي مصؤنیت ورکول معقول، یا لاسته راوړنه ده؟! ایا د (ټولخوښي) نظام په وړاندي د هیواد د خپلو خلکو له خوا شلکلنه جګړه د انسان په تاریخ کې بیلګه لري؟!
له یوې خوا جګړه د افغانانو ترمنځ جکړه نوموي، له بلي خوا د جګړې د بسکولو لپاره دا شرط ږدي چې جمهوریت به منل کیږي! څه مطلب؟ یعني دوی هم قائل دي چې دغه شلکلنه جګړه د همدغه تپل شوي نظام په مقابل کې روانه ده. بیا نو څنګه ورته «جمهوریت» ویلی شي؟!
د امارت په وړاندي د کولاب نه آخوا د څو میخوهوونکو، سینه پرېکوونکو، انسان داړونکو او راقصینِمرده مخالفت معقول مخالفت ده خو د جمهوریت په وړاندي د هیواد دننه د ولسونو شلکلن مقاومت بې اساسه؟! امارت په پنځه کاله کې تجربه او ناکام ثابتوي؛ حال دا چې یوه وړه سیمه یې په خلاف وه نور نو د امنیت بیلګه وه. خو د دوی د جمهوریت تجربې شل کاله وخت واخیست، لا یې هم ناکامي نه مني، لاسته راوړنه یې بولي او ورنه د دفاع په خاطر کلونه نور هم جنګ غزول غواړي؟!
حقیقت دا دی چې دوی د حال په ژبه د افغانستان ټولو ولسونو ته ښکنځلې کوي، ټول ولسونه دغومره احمق، له عقله خلاص ګڼي او په ادرس یې دغسي اپلتې غږوي!.
اساسي قانون چې دوی یې د (ټولخوښي) نظام شرح ګڼي ایا رښتیا هم د ټولو خوښ دی؟ ایا رښتیا هم د ټولو ولسونو استازیتوب کوي؟ْ ایا رښتیا هم د ټولو ارادې تمثیلوي؟ په دې اړه به د اساسي قانون له لومړیو دوو فصلونو نه څو مادې وڅیړو؛ ځکه همدغه فصلونه د کابل ادارې د سرې کرښې په نوم یاد کړي دي او ورنه د دفاع په خاطر یې سوله په لغته وهي.
د افغانستان نژدې ټول ولس مسلمانان دي، په اسلامي ارزښتونو ایمان لري او د ارزښت یواځینی معیار یې اسلام دی؛ د کابل اداریان چې اساسي قانون اسلامي ثابتوي ټول استدلال یې د اساسي قانون په دریمه ماده وي، حال دا چې همدغې مادې د اسلامي احکامو وزر پرېکړي دي؛ دریمه ماده وایې : «په افغانستان کې هیڅ قانون نهشي نافذیدلی چې د اسلام د سپیڅلي دین مخالف وي..». د اسلام نه تښتیدونکو مذمذبینو تاریخي خاصیت دی چې خپل دریز په داسي دوهمخي تعبیر بیانوي چې د ملامتۍ په وخت کې ورباندي ځانونه خلاص کړي؛ خو اسلام یو کامل او هراړخیز دین دی هیڅوک نهشي کولی چې په فریب یې ووهي. د دوی د اساسي قانون دریمې مادې ویلي دي چې د اسلام مخالف قانون نهشي نافذیدلی. (ځکه په داسي هیواد کې چې ۹۹٪ وګړي یې مسلمانان وي دوی جرئت نهشي کولی چې د اسلام سره د مخالفت اعلان وکړي) مګر ساده مسلمانانو ته یې فریب په دې ورکړی چې د پردې شاته یې د اسلام ټول هغه قوانین تعطیل کړي دي چې دوی ته ناخوښه دي؛ دوی وایې چې د اسلام مخالف قانون به نه نافذیږي. ولي نه وایې چې «د اسلام ټول قوانین به نافذیږي»؟ دا ځکه نه وایې چې دوی د اسلام د قوانینو نفاذ نه غواړي؛
د همدغه قانون اووهویشتمه ماده لومړۍ فقره وایې : «هیڅ یو عمل جرم نه ګڼل کیږي خو د هغه قانون له مخي چې د جرم تر ارتکاب د مخه نافذ شوی وي» اوس نو باید داسي قانون نافذ وي چې ارتداد، زنا، ناروا اختلاط، له محرم پرته سفر، سود، قمار، سروز، رقص، شرابڅښل، حجابغورځول، پردیو ښځو ته په شهوت سره کتل، روژه خوړل، لمونځ پریښودل، زکات نهورکول او… جرم وګڼي، کنه نو دغه یو کار هم د اساسي قانون له مخي جرم نه ګڼل کیږي! دوی که له یوې خوا همدغو نارواو ته قانوني صریحي جواز نه دی ورکړی او د مسلمان ولس له عکس العمل نه یې د ځانساتلو ناکامه هڅه کړې ده، بله خوا یې نیم اسلام تعطیل کړی دی او د اسلام له ډیرو بندیزونو یې پښه اړولې ده؛ ځکه دوی د یادو نارواو د ارتکاب په صورت کې وایې چې د کوم نافذ قانون مخالفت یې نه دی کړی!.
د اووهویشتمې مادې لومړی بند د څلرویشتمې مادې له لومړي بند سره اخلو : « هیڅ یو عمل جرم نه ګڼل کیږي خو د هغه قانون له مخي چې د جرم تر ارتکاب د مخه نافذ شوی وي / آزادي د انسان طبعي حق دی، دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته، چې د قانون له لیاري تنظیمیږي، حدود نه لري.»
اوس نو هرعاقل ته روښانه ده چې دوی ډیرو نارواو ته قانوني غیر صریحي جواز ورکړی ده؛ همدلته یې انسان ته د انسان په حیث آزادي ورکړې ده او د اسلام ټول بنديزونه یې لغو کړي دي، مګر هغه بنديزونه چې په اړه یې دوی قوانین ولري؛ لومړی خو دوی د ډیرو نارواو په اړه د بندیز قوانین نه لري، مګر که حالات یې مجبور کړي او بیا د پارلمان د پریکړې په اساس د ځیني ناروا کارونو په اړه بندیز وضع شي نو هغه بندیز به د الله قانون ته منسوب نه وي بلکي د پارلمان پریکړې ته به منسوب وي؛ ځکه د الله د قانون له مخي هماغه عمل مخکي هم ناروا ګڼل کیده خو دوی اوس ورته ناروا وویل. هرمؤمن په دې عقیده دی چې په اسلام کې دغسي کړنې د قبول وړ نه دي.
په عین حال کې د همدغې مادې دریم بند د قرانکریم د سورهٔ آلعمران له (۱۰۴) آیت سره ښکاره جګړه لري؛ الله تعالی فرمایې : {وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ} [آل عمران: 104]. د قران کريم د همدغه فرمان په اساس په مؤمنانو فرض ده چې یوه ټولۍ د ناروا څخه د راګرزولو او په واجباتو د امر کولو وظیفه اجراء کړي خو د دوی اساسي قانون په صراحت سره وایې چې دولت د انسان د آزادۍ په ساتنه مکلف دی، مګر هغه کړنې چې د نورو آزادۍ ګواښي.
په اسلام کې زیات شمیر کارونه منکر او ناروا یاد شوي دي او حکومت مکلفیت لري چې خلک ورنه په لاس منع کړي؛ خو د دوی قانون برعکس، حکومت ته وظیفه ورکوي چې د خلکو د نارواو مخه خلاصه وساتي، مګر هغه ناروا چې ضرر یې متعدي وي. یو نفر راسره د څلرویشتمې مادې څخه د دفاع په خاطر مناقشه کوله، ویلي چې دلته له آزادۍ ورکولو نه هدف په دین کې ازادي ده چې اسلام هم تضمین کړې ده. نو زما فکر شو چې دوی په دغه قانون سره یوبل خیانت هم ترسره کړی ده، هغه دا چې دوی په دغې مادې سره د ارتداد دروازه پرانیستې ده او ارتداد ته یې قانوني جواز ورکړی ده؛ د دوی له خوا هیڅ داسي قانون نافذ نه دی چې ارتداد جرم وګڼي، نو د اووهویشتمې مادې په استناد ارتداد ته قانوني جواز حاصل ده؛ ومو لیدل چې د دوی د نظام په لومړیو کې د عبدالرحمن په نوم یو نفر له اسلام نه مرتد شو خو بيا له هیواد نه تجرید شو؛ ځکه هغه وخت دوی د خپل فکر خلک نه و روزلي، اساسي قانون یې د لاسته وروړنې په توګه نه و تثبیت کړی، خو اوس وینو چې افغان مرتدین په یوټیوب او خواله رسنیو کې خپل چینلونه او صفحې لري، په ښکاره او ډاډه زړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي کوي، د الله وجود او وحدانیت ردوي، په قران کریم نیوکي کوي او کفر ته دعوت چلوي.. ځیني برملا مرتدینو خو د جمهوري ریاست ځیني وتلیو نوماندانو ته کمپاین هم کاوه، له هماغه چینل نه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف یې ورنه زهر شیندل؛ که د تشهیر خطره یې نه وای د ډیرو نومان او ادرسونه به مې هم لیکلي و، اګرچې فعال او مشهور مرتدین په سلګونو دي خو زموږ په قلم دي شهرت نه وي ورکړ شوی.
د دوی په نافذه قوانینو کې داسي قانون نهشته چې سود جرم وګڼي؛ نو د اووهویشتمې مادې په اساس سود ته قانوني جواز حاصل ده.
د دوی د اساسي قانون یو سل دیرشمه ماده وایې چې د کومې قضیې حکم که په اساسي قانون کې نه وي نو باید د حنفي فقه د احکامو له مخي فیصله شي. د حنفي فقهي د ټولو معتبرو کتابونو دا حکم دی چې کوم ټولی که د دین د منل شوي حکم، حتی د سنت عمل په خلاف توافق وکړي نو داسي جنګ دي ورسره وشي لکه له مرتدینو سره چې کیږي- البحر الرائق (۴/۱۹۲)؛ د دوی په نافذه قوانینو کې د هغه چا حکم نهشته چې سود جرم نه ګڼي؛ د یو سل دیرشمې مادې په اساس به د دغسي خلکو په اړه د حنفي فقه څخه حکم اخیست کیږي، حنفي فقه د دغسي خلکو په وړاندي د جهاد حکم ورکوي. یعني د دوی د اساسي قانون په اساس د دوی په وړاندي جهاد فرض دی. په دوی کې سروز او ګډا روا ده، بلکې هنر ده، حال دا چې په حنفي فقه کې په هغه چا د کفر فتوا ورکړه شوې ده چې ګډا روا بولي ـ رد المحتار (۴/۴۴۶). یعني د دوی د اساسي قانون د همدغې مادې په اساس په دوی د کفر حکم صادر دی.
د اساسي قانون څلوردیرشمه ماده لومړی بند وایې : «د بیان آزادي له تیري څخه خوندي ده هرافغان حق لري چې خپل فکر د وینا، لیکنې، انځور او یا نورو وسیلو له لارې، په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت، څرګند کړي». پینځوسمه ماده وایې : «هیڅوک نهشي کولای په دغه اساسي قانون کې له راغلو آزادیو او حقوقو څخه په ناوړه استفادې د هیواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکنۍ او ملي وحدت پرضد عمل وکړي». که دغه مادې سره پرتله کړو نو جوته به شي چې د اسلام په ډیرو احکامو یې وږي لیوان ورخوشي کړي دي؛ د اسلامي احکامو د تحفظ په اړه هیڅ یادونه نهشته ځکه خو وینو چې آن په ډیرو ګردیو میزونو کې د اسلام احکام د بحث ډګر وي (حال دا چې اسلامي حکمونه باید سرې کرښې وای، د بحث ډګر نه وای) موږ وینو چې د اسلام د الف او با څخه ناخبر انسانان د اسلام د تجدید او تعدیل په اړه څرګندې غوښتنې کوي، په قانون جوړونه کې داسي خلک هم ونډه لري چې بیخي اسلام ته قائل نه دي. دا هرڅه د همدې اساسي قانون په مټ ترسره کیږي!.
کله چې اساسي قانون د اسلام په اړه دومره جفاکار دی بیا نو یو مسلمان څنګه او د کوم معیار له مخي همدغه ظالم قانون ته د «ارزښت» نوم ورکوي؟!
د مذهبي لږهکیو نه مطلب څوک دي؟ که هدف یې ذمیان وي نو دوی باید هغه نقاط روښانه کړي چې اسلام ذمیانو ته نه دي ورکړي او د اساسي قانون په اساس ورکړل شوي دي! که دغسي نقطه نه وي، اسلام او اساسي قانون سره یو وي نو اسلام خو سلګونه کلونه دلته حاکم دی شلکلنه لاسته راوړنه ورته ولي وایې؟! او که داسي حقوق وي چې اسلام ورباندي بندیز لګوي او اساسي قانون یې ورکوي نو دوی دي یې په ډاګه کړي چې افغان ولس هم پوهه شي چې اساسي قانون څنګه حقوق ورکړي دي؟! خو دوی په اوسنۍیو شرائطو کې دغسي ښکاره وضاحت ځکه نه ورکوي چې بیا د دوی د خټو پوزه یعني دریمه ماده له مینځه ځي او بیا ټول ولس پوهیږي چې د دوی لاسته راوړنه یعني د اسلام له مینځهوړنه… او که له مذهبي لږهکیو نه هدف د حنفي مذهب نه سوا نور اسلامي مذهبونه وي نو باید ووایو چې حنفي فقه په صراحت سره وایې چې هرڅوک د خپل معتبر مذهب په اساس خپلې پریکړې ترسره کولی شي، څوک د بل مذهب په إتباع مکلف نه دي. خو هغه هیوادونه چې د هغوی د «بـ – ۵۲» کسلټرو، کیمیاوياسلحو، بمونومور او نورو تباکوونکو وسائلو په توسط یې موږ ته اساسي قانون راوړل شوی ده، د ټولو په اساسي قوانینو کې اساسي مسائل د یوې ځانګړې مذهبي نظریې په اساس ترسره کیږي، تاسي کولی شئ د يونان د اساسي قانون لومړۍ ماده وګورئ چې په عیسویت کې دننه یوه ځانګړې څانګه د رسمي مذهب په توګه مني، نورې څانګې تعطیلوي. اوهڅلویشتمه ماده یې صراحت ورکوي چې فقط د همدغې څانګې پیروان د یونان جمهور رئیس کیدای شي. لکه موږ چې ووایو په افغانستان کې فقط د حنفي مذهب پیروان واکمن کیدای شي. همدارنګه د نروي د اساسي قانون دوولسمه ماده لومړی او دوهم بند همدغسي صراحت لري. د سویدن د اساسي قانون څلورمه ماده دوهم بند وایې چې د هیواد د مجلس اعضاء یواځې د خالص انجیلي مذهب أتباع جوړیدلای شي. حال دا چې د کابل ادارې اساسي قانون په مقننه جلسه کې ذمیان هم د ګډون حق لري! د اسپانیا اساسي قانون نهمه ماده صراحت لري چې د هیواد رئیس یواځي هغه څوک کیدلای شي چې د کالوثیکي کلیسا تابع وي. خو موږ د حنفي مذهب په اتباع مجرمين شوو او د بمونو د بارانونو مستحق ګڼل کيږو!
د امارت په ټول دوران کې مو ونه لیدل چې په ذمیانو برید شوی وي یا تهدید شوي وي او یا له هیواد نه وتلو ته اړ شوي وي، خو د شلکلنو لاسته وروړنو په وخت کې ورباندي مختلف جنایات ترسره شول؛ اوس ذميان تیار دي چې ټول له هیواده ووزي او هیواد بالکل پریږدي. ایا حقوق او لاسته راوړنې دغسي وي؟!
اقتصادي پرمختګ دیته وایې چې د نړۍوالو نه اسلحې او بمونه په سودي قرضو ترلاسه کړي او د هیواد واړه او زاړه، نر او ښځې، دښتې او غرونه ورباندي بمبار کړي، کلي ورباندي هواره کړي، ماشومان رواني ناروغان کړي او بالآخره له جمهورو نه د ژوند او آرام حق واخلي، ګناه یې دغه وي چې د دوی جمهوریت نه مني! اقتصادي پرمختګ دغسي وي چې له نړۍوال بانګ نه ملیاردونه پیسې په سود ترلاسه کړي او بیا یې په تورو بکسونو کې د مختلفو هوایې ډګرونو له لاري مختلفو بهرني هیوادونو ته د غلا په توګه وباسي! اقتصادي پرمختګ دغسي وي چې د ځمکې لاندي ټول منابع مو په پردیو ګرو کړي دي! اقتصادي پرمختګونه مو هم لکه ارضي تمامیت په نیم هیواد مو اغزن تار تاو کړ او پردیو ته مو ډالۍ کړ!.
د یرغلګرو په غیږه کې مو څو چرسیان خمار کړل، د یرغلګرو په روحیه مو سمبال کړل، د یرغلګرو په اسلحو مو اکمال کړل، د يرغلګرو په جامو مو وپوښل، د یرغلګرو ترڅنګ مو د خپلو هیوادوالو عزتونه، مالونه او سرونه ورباندي پایمال کړل، د یرغلګرو پیرې مو ورباندي وکړې، د یرغلګرو په خدمت کې شبګیرې مو ورباندي وکړې، د یرغلګرو دفاع او په هیوادوالو یرغل مو ورپیچکاري کړ، خره مو ورباندي وخوړل، شرابي او چرسیان مو سره راغونډ کړل نوم مو ورباندي د ملي اردو کیښود!. نه دغه ملت دومره ذلیل دی او نه دغه هیواد دومره بي څښتنه ده چې شرابیان او چرسیان به یې اردو وي او د یرغلګرو مزدورانو ته به د ارزښت په سترګه ګوري. کوم ولس چې د دښمن په وړاندي خپله سینه بم ګرزوي او د غوړو په ډبه زغرهوال ټانګونه الوزوي هغوی هیڅکله تیار نه دي چې د یرغلګرو ساتونکو او هیواد پلورونکو ته د ارزښت نوم ورکړي.
دوی د ښځو او نرانو نامشروع اختلاط د حقوقو او ارزښت په توګه يادوي حال دا چې ﷲ ﷻ په دې اړه فرمايې : “وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَـٰعًا فَسْـَٔلُوهُنَّ مِن وَرَآءِ حِجَابٍ ۚ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ”.
ژباړه : او کله چې تاسي له هغوی نه څه غواړئ نو د پردې شاته يې غواړئ; همدا تګلاره ستاسي د زړونو او د هغوی د زړونو لپاره ډيره سپېڅلې ده.
د کابل ادارهچیان د حال په ژبه د پرديو ښځو لاسته وروړل ارزښت نوموي!
ولسي جرګې ته ښځينه وکيلانې يې د جنسي رشوت په پاټک تيريږي; دا د چا ادعا نه ده، بلکي د دوی د وکيلانو خپل راپورونه دي. ارزښت دغسي وي?!
په چا چې د ايشچي قضيه سپره ده هغه يې د جمهوري رياست تر معاونته ورسيد; د اساسي قانون په مټ ورسيد، هغه قانون چې دوی یې ارزښت ګڼي; که جمهور رئیس يې مړ وای همدغه، د دوی د راپورنو لوطي به د هيواد قانوني جمهور رئیس و; په بل تعبير د هیواد پينځوس جمع يو ولس به د همدغه لوطي غوښتونکي و!. ايا دغسي شرموونکې پريکړه د هيواد لپاره د پوزي چاقو او د افغانستان د تاريخ مسخ کوونکې نه ده؟! دا هرڅه د همدغه نظام په خاطر، چې دوی يې شلکلنه لاسته راوړنه بولي او سوله ورته حلالوي, نور هم جنګونه غزوي او د ساتلو په خاطر یې يرغلګرو ته د پاتېدلو سوالونه کوي!
ښځې د فوټبال میدان ته کشول او بیا د ناموسونو لیوان ورخوشي کول د دوی په تعبیر د ښځو حقوق او شلکلنه لاسته راوړنه ده!.
د دفاع وزیر به د هیواد له عزت او ناموس نه د سر په قیمت دفاع کوله؛ خو د دوی د شلکلنو لاسته راوړنو په سبب ورباندي داسي وحشیان وزیران شول چې د دوی د راپورونو په اساس د هیواد د خلکو ښځې او لوڼې پیري، د هغوی مخصوص اندمونه د الماسو د کټوریو په نوم یادوي او د ډالرو په بدل یې تر پښو لاندي کوي، هغه ډالر چې د همدغه ولس د وینو په بدل او د همدې هیواد د منابعو د ګرو په عوض یې ترلاسه کړي دي!.
د دوی بهرنيو دوستانو د افغانستان د خلکو ګوتې او لاسونه پرېکړل اود یادګار په توګه یې خپلو هیوادونو ته ورسره یووړل. د افغانانو ښځې او ماشومان یې په خپلو کورونو کې ووژل او بیا یې د هغوی په جسدونو اورونه بل کړل. د طالب په نوم یې کلیوال ووژل او په جسدونو یې ورته بولي وکړې. په دې هرڅه باندي د دوی د دوستانو رسنۍیو راپورونه جوړ کړل؛ خو دوی ورته خوشحال دي چې په هیواد کې مو ارزښت پلی شوی، د بیان آزادي راغلې ده؛ د بریتاینا او امریکا د عسکرو په اړه راپورونه خپرېږي.!
د هیواد جمهور رئیس د یو داسي امریکایې د کړنو له لاسه د رسنۍیو په مخ کې ژاړې چې امریکا یې لیونی بولي؛ خو دوی خوشحال ځکه دي چې د بیان د آزادۍ غوندي ارزښت یې ترلاسه کړی ده، دا دی د جمهور رئیس ژړا یې ټولې نړۍ ته ورسوله.!
په تعلیمي ادارو کې سلګونه تنکیو ماشومانو له جنسي ځورونې فریادونه وکړل، خو دوی خوشحال دي او وایې چې دا دی موږ د بیان آزادي ترلاسه کړه دغسي راپورونه نشروي!
کومو وکیلانو او د مشرانو جرګې غړیو چې مېړوښې ښځې غصب کړلې هغوی په ډاډه زړونو خپلو دندو ته دوام ورکوي، خو کومو وکیلانو چې د امریکایانو فحاشي وننګوله هغوی ترور او په خپلو کلیو کې په وینو ولړل شول، عبیدالله بارکزی یې ښکاره بېلګه ده.
په نړۍ کې د فساد, انساني قاچاق او نشهيي توکو په راپورونو کې هرکال د دوی جمهوريت لومړی يا دوهم مقام لري; افغانستان يې د نړۍ په کچه اول نمبر مفسد هيواد په توګه معرفي کړ; دا يې شل کلنه لاسته راوړنه ده!.
ارزښت او لاسته راوړنې دي ستاسي سر خوري خو د ارزښت معیار مو هم له مینځه یووړ.