لغمان: دولتي ځواکونو کوم پرمختګ نه دی کړی؛ طالبان لا هم نیول شویو سیمو کې دي

  عزم،سه شنبه، ۴غویي۱۴۰۰):که څه هم دولتي چارواکو تیرو ورځو کې د لغمان ولایت په مرکز او ورڅیرمه ولسوالیو کې د پرمختګ ادعاوې وکړې، خو له سیمې تازه راپورونه وایي چې دواړه لوري خپلو سیمو کې قرار لري او هیڅ لوري کوم پرمختګ یا شاتګ نه دی کړی.

سرچینې وایي، د دولت شاه ولسوالي چې څو ورځې وړاندې طالبانو نیولې وه، لا هم د هغوی په ولکه کې ده او له هغې سیمې بیا تر علیشنګ او بیا د لغمان مرکز مهترلام ښار پورې، ټوله سیمه دطالبانو
ترکنترول لاندي ده.
د سرچینو په وینا، د علیشنګ ولسوالۍ یواځې تعمیر د دولتي ځواکونو لاس کې ده چې هغه هم تر کلابندي لاندې ده.
طالب ویاند هم په خپله تویتر پاڼه کې لیکلي چې لا یې هم ټولې نیول شوې سیمې په ولکه کې دي او مقابل لوری یې کوم پرمختګ نه لري.
مجاهد په ټوله جګړه کې د خپلو دریو وسلوالو د وژل کیدو او ۱۱ نورو د ټپي کیدو پخلی کوي او زیاتوي چې «د دښمن لخوا مجاهدینوته د نورو تلفاتو د اوښتو ادعاوې تش پروپاګند دی، حقیقت نلري.»

مجاهد وایي چې تر دې مهاله یې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼ نور یې ژوندي اسیران کړي یا هم له سیمې تښتیدلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button