شهيد منصور صاحب د مشر ملا صاحب د ابتكارونو د بشپړتيا نووښتگر !!

سعد كټوازی (جبريل امين)
د بېلابېلو لاملونو له وجې چې له بدې مرغې زياتر يې د ښكاره او پټو غليمانو لنډ مهالې او اوږد مهالې پلانونه دي نننۍ مسلمانه نړۍ گڼو اسلامي غورځنگونو، ډلو او گوندونو، سيمه ييزو او نړيوالو تنظيمونو، اسلام پالو او هېواد پالو خوځښتونو، ملي او مذهبي لږكيو،پر ديني او وضعي بنسټونو ولاړو ادارو، نيم خپلواكو او ټول بلواكو حكومتونو، خپلو او پرديو ملېشو او… پر سر اخيستې چې هر يو يې په رأس كې ستر او بدنه كې واړه رهبران لرل/لري چې له شمېره وتلي.
كه ډېر ليري او ټولو پسي لاړ نشو او يواځي د افغانستان څلوېښت كلن (وسلوال او فكري) جهاد كې د ملموس او محسوس نقش څښتن او د هغه معاصر او همزولي جهادي رهبران را واخلو، دوی تر خپل منځ هم يو له بل څخه پر خپلو ځانگړنو مخ او وروسته دي، آن د سايس بيكو رامنځته كړو پولو په يوه څلور ديوالۍ كې، هلته د يوه غورځنگ مرستيال د هغه له رأس څخه، د غورځنگ د بدنې رهبر له مرستيال او فرد يې له مافوق (بدنې) رهبر څخه په ځينې ځانگړنو مخكي شوي چې نږدې بېلگه يې په شهيد دكتور عبدالله عزام فلسطيني پسي شهيد شيخ اسامه بن لادن رحمهمالله او د اسلامي امارت مؤسس مرحوم مشر ملاصاحب پسي شهيد ملا اختر محمد منصور صاحب رحمهمالله و.
دا حقيقت يو موږ ته نه بلكې لا نړۍ ته واضح دی چې مشر ملاصاحب رحمه الله د كرامت څښتن شخص و، د قيادي صلاحيتونو يو مجسمه نمونه وه او د خپل ځانگړي رسا-رښتوني- حق-معتدل جهادي فكر تر څنگ يې دغه صلاحيتونه هم د خپل تأسيس كړي غورځنگ (اسلامي امارت) په اشخاصو او افرادو كې وپنځول چې له امله يې د ياد غورځنگ ټولې لاسته راوړنې د هغه ابتكارونو ته ور گرځي.
نو كه څه هم د هغه د كرامت او بيا جهادي او فكري روزنې او غوراوي پر اثر به شهيد منصور رحمه الله يو خورا بريالی مشر ثابت شوی وي، خو د منصور صاحب خپل خدای ج وركړی شخصيت، ځراكت، ظرافت، ظرفيتونو، تدبر، متانت، گڼو وړتياوو، مهارتونو، هر اړخيزو تجربو، قاطع دريځونو، پر ځای او پر وخت پرېكړو، زړورتيا، د ټولو جهادي چارو او چارواكو نږدې څارنې، د وخت پر غوښتنه د دې ټكو تر ټولو حياتي اړتيا او… د مشر ملاصاحب ابتكارونو ته په نوې بڼه نووښت ور كړ، هرڅه يې لا زيات او تر بسې منسجم كړل، ولس-كدرونو او ځوانانو ته يې د جهاد او جهادي ابتكارونو رامنځته كولو لپاره نوې سا، نوې ځواني، اسانې او ارزانې لارې چارې پر لاس وركړې.
كه نن طالبانو په نشت وسائلو وسلواله او تبليغاتي جگړه گټلې او دښمن يې را پرزولی، كه د نړۍ پر كچه تر ټولو ځيرك، له سياسي بصيرت او منطق څخه برخمن ډيپلوماټان او بريالۍ ډيپلوماسي لري، كه له نړيوال سټيج څخه يې خپله داعيه د نړۍ كوټ گوټ ته رسېدلې او دښمن يې هم پرې قانع او ورته پر ملا خم دی، كه دښمن مو د مشرانو له وژلو او پرې د دې سپېڅلي صف د تضعيف په هڅو كې نامراده او پړ راغلی، كه نن مشر ملا صاحب مړ، خو مېړانه-نر دريځ-پر دښمن رعب او پر نړۍ نوم يې ژوندی دی، كه د طالبانو ليكو ته مرصوص بنيان او بنياد ايجاد شوی او هغه پرې مستحكمې ولاړې دي، كه په مشر ملا صاحب پسې د هغه د وړ ځايناسي او غوره خلف له پله د طالبانو گام لوېشت قدري هم نه اوړي، كه هغوی د غورځنگ او د هغه د بنسټگر سپېڅلو ارمانونو او موخو ته پر رسېدو دي، كه نن د طالبانو۲۷كلنې وينې او افغان ولس۴۰كلنې قربانۍ رنگ راوړي او په هېواد كې د اسلامي نظام د راتلو هيلې تر بل هر وخت غښتلې دي.
كه نن مو هېواد له پوځي او سیاسي اړخونو د نړۍ لومړنيو رتبو هېوادونو پر كتار په ور گډېدو دی، كه موږ پر نړۍ يو ځواكمن او له سياسي ځواك او غوره ډيپلوماسۍ څخه برخمن پر دين مين ولس او اسلامي هېواديادېږو، كه طالبانو ته د نړۍ د گوټ گوټ مسلمانانو د اسرې سترگې را اوړي او په همدې كچه يواځينی ځواك يادېږي، كه نن د كفري نړۍ، كفري واحد او متحد ملت او د هغه هېواد برم پر ځمكه پر خاپوړو او رغړېدو دی چې يو وخت د نړۍ پر مخ ځواكمن او لومړۍ رتبه يادېده او … ډېرې نورې سوبې د شهيد منصور صاحب له نوښتونو ډكې لنډ مهالې مشرۍ او مبتكرانه رول ته ور كرځي او راپېژني چې نوموړي د خپل قيادت له لومړي سره په جهاد، مبارزې او مقاومت كې په بېلابېلو بڼو اغېزمنو لارو چارو كار كاوه، د پايلې په توگه يې پورتنۍ لاسته راوړنې په پام كې لرلې او آن د هغه اسلامي نظام د راتلو لپاره يې تابيا نيوله چې پر هدف يې د طالبانو غورځنگ را پورته شوی او له ښې مرغې دا دی د اسلامي نظام اقامې او د سپېڅلي شريعت نفاذ تر درشله را رسېدلی دی.
د مشر ملاصاحب د وفات د ځای ناستې په توگه يې د منصور صاحب د زعامت له اعلان وړاندي په عام ډول د منصور صاحب په اړه دومره لوړ فكر هم ښايي نه و شوی لكه څرنگه چې وروسته هغه په عمل كې ثابت شو او دا ځكه چې هغه يواځي د طالبانو د رهبرۍ په كچه پېژندل شوی و، هغه هم دومره چې كه څه هم د ملا صاحب پر ژوند يې لا اوږده موده چې پكې ملا صاحب د مړينې پر بستر پروت و، د هغه مطلق او په ټولو چارو كې ځايناستی و او بيا يې د هغه په مړينه همدې ځايناستۍ ته څه باندي دوه كاله نور هم دوام ور كړ، خو چې خپله ټوله رهبري يې د مشر ملاصاحب پر نوم پر مخ وړله د رهبري شورا او بيا د اهل الحل والعقد شورا غړي (چې وروسته يې منصور صاحب رسماً د ملاصاحب رحمه الله ځای ناستی وټاكه) هم له دې وړاندې د منصور صاحب له مبتكر شخصيت او پر مټ يې د مشر ملاصاحب مطلقې ځايناستۍ څخه پوره واقف نه و.
هغه مهال چې مشر ملاصاحب د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ كې استوگن و، مرستيال يې مولوي عبيدالله آفتاب آخند رحمه الله ونيول شو او منصور صاحب دوهم مرستيال په توگه وټاكل شو، د وخت او سيمې شرائطو ته پر كتو مشر ملاصاحب اړيكې كمې كړې او يواځي مولوي محمود صاحب په ورځني ډول هم ورسره ليدای شول، د هغه له لارې ملا صاحب لومړي مرستيال ملابرادر آخند ته په يو پيغام كې ويلي وه چې د اړيكې نه كېدو په صورت كې پر منصور صاحب باندې د بشپړ باور پر اساس تاسو زما پر ځای له هغه څخه مشورې او لارښوونې اخيستلای شئ.
د ملابرادر آخند له نيول كېدو وروسته د ژوند تر وروستۍ شېبې د مشر ملا صاحب له لوري پر منصور صاحب باندې د يواځيني مرستيال په توگه بسنه ياد باور لا ښه جوتوي او دا پيغام لري چې ملاصاحب په خپل نه شتون كې د ځای ناستۍ لپاره هم منصور صاحب غوره كړی و تر څو خدای مكړه داسي نه چې په نه شتون كې يې د ځای ناستي په توگه د كوم مرستيال په ټاكنه كې د رهبري شورا اختلاف راشي او ياپه تېروتنه له منصور صاحب پرته دوهم مرستيال ياهم د رهبرۍ بل غړی وټاكل شي چې هغه وړتياوي او نوښتگر ذهن ونلري كوم چې منصور صاحب درلود.
دا ټكي جوتوي چې له هغه پرته چې د مشر ملاصاحب ځانگړنې وې په بل هرڅه كې هغه پر منصور صاحب دومره ځواكمن باور درلود چې له ځانه يې كم نه، بلكې ښايي د منصور صاحب ځانگړو وړتياوو او مبتكر پوځي او سياسي ذهن له مخې يې ترځان لوړ گاڼه او بيا چې منصور صاحب د مشر ملاصاحب پر ژوند او مرگ، پټ او ښكاره د هغه څرنگه نيابت او ځای ناستي وكړه، په دغه موده كې يې كوم نوښتونه چې رامنځته او څه چې يې په عمل كې ثابت كړل، مشر ملاصاحب يې تمه هم ترې درلوده او ښايي ډېر نور څه يې هم د هغه د بخت په ټنډه ليدلي وي چې د ژوند د وفا په صورت كې به منصور صاحب په عمل كې ثابت كړي هم وای.
نور آن د رهبري او اهل الحل والعقد شوراوو غړو هم منصور صاحب د مشر ملاصاحب پر ژوندون د هغه پر نيابت او پر مهال يې فعاليتونو باندې تر هغه نه پېژاند چې په لومړي ځل د منصور صاحب په گډون څو تنه د مشر ملاصاحب له مړينې خبر شوي نه و، د نوموړو له خبرېدو وروسته هم د شاوخوا دوه كاله مودې غير رسمي نيابت او زعامت څخه يې هم له همدوی پرته د يادو شوراگانو نور غړي خبر نه و او په دې ډول له اوږدې مودې د ملا صاحب رحمه الله په نوم د هغه تر څادر لاندي خپله مشري او پر مهال يې گڼ او ستر فعاليتونه او سوبې له خورا برياليتوب سره پټ ساتل هم د منصور صاحب له ابتكارونو څخه و چې پرې يې د دښمن د جاسوسۍ رادار له خپل ټول زور، پرمختگ او ټيكنالوجۍ سره سرچپه و څرخاوه، پرې پر دښمن يې د مشر ملاصاحب رعب دوه برابره كړ او كلونه يې همداسي د هغه تر رعب لاندې وساته.
منصور صاحب د دې ترڅنگ د جهاد او اسلامي امارت اهدافو ته د ټينگ تعهد، د ور له غاړي مسئوليتونو په غوره معيار ترسره كولو، ترې ځان نه مصروفولو، په ترسره كولو كې يې د خنډ او خطر مخنيوي، د مجاهدينو د پوځي-فرهنگي-سياسي فعاليتونو نه ټكني كېدلو، راز ساتنې او له شهرت څخه د تېښتې په پار په خپل ټول توان هڅه كوله خپل شخصيت، فعاليتونه او لاسته راوړنې پټ وساتي چې له امله يې بيا يو نا څاپه د رسمي مشر په توگه اعلانېدو داسي اټكلونه را ولاړ او دښمن ورته له فضا او شرائطو سره سم هوا ور كول او كمپاين پيل كړ چې خدای مكړه د طالبانو ترمنځ د تشتت او تشطط لامل گرځېدلي وای.
او دا ځكه چې مشر ملا صاحب نه يواځي د افغانستان، اسيا او سلامي نړۍ، بلكې د درست جهان په كچه د يو قطبه نړۍپر وړاندې ولاړ او د طالبانو غورځنگ د رهبري وړ يواځينی شخص پېژندل كېده او د هغه پر لاس جوړ شوي اسلامي نظام ړنگېدو پسې يې دا ځل په مړينه او نه شتون خدای مكړه خپله غورځنگ د بشپړې محوې او نابودۍ له گواښ سره مخ شوی وای، منصور صاحب په عام نظر او ښايي د منځني او ټيټ پوړ طالبانو ترمنځ هم د مشر ملاصاحب له دواړو مرستيالانو (شهيد ملاعبيدالله آخوند رحمه الله او ملاصاحب برادر آخند حفظه الله) څخه را ټيټ او د رهبري شورا عادي غړی تصور كېده، د نوښتونو سابقه يې تر ډېره پټه او دا تمه ښايي بېخي نه وه چې يادي تېر څو كاله مشري او فعاليتونه د هغه ابتكارونه او ياهم دي د راتلونكي لپاره د مشر ملا صاحب پر ځای د اسلامي امارت زعيم وټاكل شي.
له همدې امله د ملاصاحب د مړينې او ورسره د منصور صاحب د مشرۍ اعلان په لومړيو شېبو كې څو تنو (چې پكې د مشر ملاصاحب د كورنۍ غړي هم و) تر بشپړ ډاډ ترلاسه كولو پوري توقف غوره كړ او بيا يې بې له ځنډه منصور صاحب مشر ومانه، ځينې مغرضو كسانو چې د ژور نفوذ، رتبو او واك هوس په مخه كړي و، خو تر لاسه يې نكړې او ياهم د ځينې كړيو تر اغېز لاندې و، لاره يې بېله كړه، خو دا چې منصور صاحب لا له وړاندې په دې موكه د دا ډول ممكنو حساسيتونو او نزاكتونو د حل لارې خريطه درلوده، پر وخت او پر ځای اقدام يې وكړ، له هرې ممكنې لارې يې د بغاوتونو د مخنيوي او خاموشولو بريالۍ هڅې وكړې.
دښمن څو ځله مخكي هم د يوې داسي خيالي موكې رامنځته كولو هڅه كړې وه چې پكې د مشر ملاصاحب د مړينې په اوازو گډولو د هغه خلا تشه وبرېښوي او د هغه له رعب څخه د نفوذي دښمن زړه او اوږې ور سپكې كړي،يا ممكن رښتياهم يادو كسانو د طالبانو د ليكو له دننه د مشر ملا صاحب د مړينې مالومات ترلاسه كړي و، خو دا چې منصور صاحب به د فرهنگي او رسنيز ابتكار پر مټ د دوی د مالوماتو كره والي په اړه شكونه را پارول، تر هغه يې د دې موكې مخ ونه ليد چې خپله منصور صاحب او د اسلامي امارت رهبري او د اهل الحل والعقد غبرگو شوراگانو د ملاصاحب مړينه رسمي ومنله.
دا وخت بيا هم چې څومره طالبانو د دې موضوع رامنځته كولو لپاره اړينه گڼله، شرائط برابر او د اسلامي امارت د زعامت چارې هم د منصور صاحب په څېر يو ځيرك او مبتكر شخصيت لاس ته ورغلې وې چې دا موكه يې سرچپه د ځان پر گټه را وڅرخوله، مغرضو كسانو يې ښايي تمه نه وه كړې او نه يې بد بختانه د منصور صاحب په اړه دومره لوړ اټكل كړی و، نو ځكه تېروتل او نتېجةً د ملاصاحب د مړينې د استفادې وړ موكه يا خو پر لاس ور نغله او ياهم ترې پر گټه پورته كولو كې بريالي نشول چې له امله يې په يو خورا بد برخليك اخته او له همدې لارې د طالبانو ليكې ترې بشپړې تصفيه او لا منظمې شوې.
که په لنډ دول له جزئياتو، پېيلو او ناپېيلو کيسو پرته ووايو: منصور صاحب د گڼو استعدادونو، وړتيا و او د بېلابېلو وختونو او هر ډول شرائطو غوښتو ابتكارونو څښتن شخص و چې ځينې يې په عمل كې د مشر ملاصاحب رحمه الله پر نوم كړل، ځينې يې خپله په عمل كې وړاندې كړل او ځينې يې د ژوند د بې وفايۍ له امله له ځان سره يو هم وړل، همدا لامل به وي چې كه څه هم منصور صاحب د ډېرو ځانگړنو له مخې له مشر ملاصاحب سره سيال و او له امله يې هغه هم لومړی پرې ځواكمن باور كړی او بيا يې د خپلې ځای ناستۍ لپاره غوره كړی و، بياهم په سيمه ييزه او نړيواله كچه مشر ملاصاحب ترې زيات پېژندل كېږي.
ملا صاحب چې پر څه او څومره پېژندل شوی، په ډېره موده كې، له دوست او دښمن سره د گڼو هغو كارنامو له لارې چې پرې هيڅ غبار نه و، كله هم د دښمن تبليغاتي څپو دومره نه و په مخه كړی لكه د منصور صاحب پر وړاندې د هغه په لنډه دوره كې چې كېدل، منصور صاحب د رهبري شورا غړيتوب، د مشر ملاصاحب مرستيالۍ او د اسلامي امارت زعامت ټولو كې له مشر ملاصاحب را ښكته او دوهمه رتبه كې و او د غور ځنگ د بنسټگر رول يې نه درلود، د مشر ملاصاحب پر ژوند او مرگ، د ښكاره او پټې او رسمي او غير رسمي مشرۍټوله دوره يې د دښمن خونړيو جگړه ييزو څپو، توندو تبلغاتي سيليو، ټولې زور ازماينې او كلكو ننگونو سره مله وه، آن په خپل صف كې ورته مخالف سرونه را پورته شول، بياهم چې منصور صاحب د ژوند تر وروستۍ شېبې خپله مشري په خورا برياليتوب سر ته ورسوله او د دښمن هره حربه يې خس وخاشاك شاته پرېښوده هغه څه دي چې په زعامت كې له مشر ملاصاحب سره د سيالۍ تشه تر ډېره ښه ډكولای شي.
پر دې سربېره مشر ملاصاحب د طالبانو د غورځنگ، له ډېرې مودې وروسته په لومړي ځل په هېواد كې د ولسونو د خوښې يو سوچه اسلامي نظام راوستو او د وخت د زبر ځواك پر وړاندې (چې يو قطبه نړۍ ورته پر ملا خم او ورسره يې ملتيا كوله او همدې ملاصاحب ماتې هم وركړه) د يو بې ساري مقاومت بنسټگر و، د يواځينۍ نړيوالې جهادي ډلې له مشر شيخ اسامه بن لادن (چې د نړيوال طاغوت د دښمنۍ له امله يې د دنيا په هيڅ گوټ كې پنا ځای نه درلود) څخه د سر، حكومت او تن تن عسكر په بيه ننگه، په خورا بې پروايۍ او لوی زړه د نړيوال بوداييزم معبودانو ماتول او په ټوله كې د پخوانيو اسلامي خلافتونو او امپراطوريو تاريخونو را ژوندي كول هغه ټكي و چې مشر ملا صاحب پرې تر منصور صاحب مخكي پېژندل كېږي.
د پرتلې د لنډې پايلې اخيستو لپاره كه وارزول شي زما په اند د مشر ملاصاحب او منصور صاحب توپير (ليږ زيات او كم) يواځي يو د بل پر هغو ځانگړنو و چې د دوی شخصيت يې جوړاوه او د دوو شخصيتونو په توگه يې يو له بله د دوی شخصيت بېلاوه، هو! د مشر، مرستيال او ځای ناستي په توگه په خپله رتبه كې يو د بل له ابتكارونو استفاده د دوی ترمنځ يوه گډه نقطه وه، خو منصور صاحب تر ډېره د ملاصاحب پر ابتكارونو کار وكړ او في الجمله يې هرڅه مشر ملاصاحب ته ور كرځېدل، په دې ډول شهيد منصور صاحب د وخت د غوښتنوپر بنسټ ليږ مثبت توپير د مرحوم مشر ملاصاحب د ابتكارونو د بشپړتيا نووښتگر گڼلای شو، رحمهماالله تعالی رحمةً واسعةً.
په ټوله كې د شهيد منصور صاحب رحمه الله د مشر ملاصاحب د پټې او ښكاره ځايناستۍ دواړه دورې له ابتكارونو ډكې وې، په دې ليږه موده كې يې د خپلو لومړيتوبونو، موقف او هوډ، د مشر ملاصاحب رښتونې ځايناستۍ او د اسلامي امارت د زعامت سنگينو رسالتونو حقونه پر درانه كاڼي ور وتلل او لوېشت پر لوېشت يې ور پوره كړل، د افغانانو او اسلامي امارت لپاره د جهاد، مبارزې، مقاومت، يووالي، انسجام، اطاعت او…يو غوره لارښود ثابت شو او شاته يې د ابتكارونو يوه اوږده لړۍ پرېښوده…روح يې ښاد ياد يې تل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button